تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: د افغانستان او زیمبابوې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه، د باران له امله بې پایلې پای اعلان شوه
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د دوامداره باران له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن له زیمبابوې سره د دریو یو ورځنیو لوبلړۍ لومړۍ لوبه لرله.
افغان لوبډلمشر حشمت شهیدي د لوبې پچه یا تاس وګاټه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
نننۍ لوبه د باران له امله ځنډېدلې وه او وروسته پرېکړه وشوه چې ۲۸ اورونو ته راکمه شوې.
خو وروسته لوبه یو ځل بیا د باران له کبله ځنډوځنډېده، که څه هم افغان لوبغاړي وتوانېدل په ۹،۲ اوورنو کې د زیمبابوې پنځه لوبغاړي وسوځوي او یوازې ۴۴ منډې یې ورکړي. عظمت الله عمرزي څلور او الله محمد غضنفر یو لوبغاړی وسوځول.
د نن ورځې په سیالۍ کې د افغانستان له لوري، لوبډلمشر حشمت شهیدي، رحمت شاه، محمد نبي، اکرام علي خېل، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، دروېش رسولي، عبدالمالک، راشد خان، الله محمد غضنفراو فضل الحق فاروقي شامل وو.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي دي، رحمن الله ګوربز او مجیب الرحمن له دغې لوبلړۍ بهر شوي وو. افغان کرېکټ بورډ وايي رحمن الله ګوربز د روغتیاي ستونزو له امله د زیمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ بهر شوی دی. دغه راز مجیب الرحمن ته هم اړوند ډاکټرانو سپارښتنه کړې چې تر بشپړې روغتیا او ډاډ د یو ورځنیو لوبو پر مهال استراحت وکړي. د ګوربز پر ځای محمد اسحاق ته په لوبډله کې ځای ورکول شوی دی.
د دغو سیالیو په لړ کې د افغان لوبډلې د روزنې مسولیت خپله افغان روزونکي حمید حسن او نورز منګل پر غاړه لري.
افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې پنځلس یو ورځنۍ سیالۍ کړي چې له هغې ډلې یې یولس ګټلې دي. افغانستان په خپل کوربتوب له ایرلنډ، سوېلي افریقا او بنګله دېشه د یو ورځنیو سیالیو د پرله پسې جامونو ګټلو ویاړ لري. خو زیمبابوې په روان کال کې کومه لوبلړۍ نه ده ګټلې.
له زیمبابوې سره د یو ورځنیو لوبلړۍ مخکې افغانستان د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ دوه- یو ګټلې وه.
د زیمبابوې په کوربتوب له زیمبابوې سره د افغان لوبډلې سیالۍ د دېسمبرپه ۱۱پېل شوي او د جنورۍ تر شپږمې نېټې دوام کوي.