تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه زلزله چې د تاریخ لوری یې بدل کړ
- Author, ایزبېلا کاردوسو او فرناندو تیشیرا
- دنده, بي بي سي
د پرتګال د پلازمېنې ليزبون د ۱۷۵۵ کال زلزلې پر نړۍ دومره ژور اغیز کړی چې تر ننه هم احساسېږي.هغې زلزلې د اتلسمې پېړۍ د یوه مهم ښار د ویجاړولو تر څنګ د هغه وخت ذهنیتونه هم ولړزول.
په هغه وخت کې ډېرو خلکو باور درلود چې زلزله د خدای سزا ده. نورو دا پوښتنه کوله چې ایا ساینس پر نړۍ د پوهېدو او د لارو چارو د څرنګوالي لپاره یې غوره لار ده که نه. اوس موږ دغه روڼ اندي د روښانتیا له هغې دورې سره تړلي بولو، چې د فرانسې د صنعتي انقلاب او د امریکا د خپلواکۍ جګړې لامل شوه.
ليزبون کې څه پېښ شول؟
په ۱۷۵۵ کال کې په ليزبون کې د ټولو سنټانو یا روحانیانو ورځ د نورو ورځو په څېر پیل شوه، خو ناڅاپه هرڅه بدل شول.
د سمندري مرغانو له چڼاهار وروسته لوی ناورین پېښ شو. کورونه ونړېدل او خلکو فکر وکړ چې خدای دوی ته سزا ور کوي. بیا څونامي راغله. پنځه متره لوړې څپې جوړې شوې. ور پسې لوی اور ولګېد او ټول ليزبون ښار وسوځېد.
دا د نړۍ یوه تر ټولو وژونکې زلزله وه. لسګونه زره خلک مړه شول او ټول لیزبون وسوځېد.
خو له پاتو ایرو یوه ويښتیا راڅرګنده شوه: د فکر کولو یوه نوې لار او د ساینس نوی درک یې په ډاګه کړل. دا هر څه د یوه سړي له برکته وشول.
ليزبون په ۱۷۵۵ کال کې د یوې داسې نړیوالې ښکېلاګرې امپراتورۍ پلازمېنه و چې په افریقا کې انګولا، موزمبیق او کیپ ورډ، په اسیا کې ګوا او مکاو او د لاتینې امریکا برازیل پکې شامل وو.
پرتګال د هغې شتمنۍ له امله ډېره بډایه پاچاهي وه، چې له خپلو مستعمرو یا ښکېلاکمېنو یې ترلاسه کوله.
لیزبون یې هم د لومړنۍ ریښتینې نړیوالې امپراتورۍ داسې پلازمینه و، چې دغه ښار ته په راوړل شویو سرو زرو، شکرې او مصالحو جوړه شوې وه.
شتمنو او اشرافو ارام او اسان ژوند درلود، خو عام خلک له سختۍ سره لاس ګرېوان وو. مطلقه پاچاهي د اروپا پر ډېره برخه واکمنه وه، په دې مانا چې پاچا پر خلکو بشپړ واک درلود. کلیسا هم دوهم لوی ځواک و. خلکو په سیاسي پرېکړو کې هیڅ رایه یا غږ نه درلود. دوی یوازې پر ځمکه د تولید او د کرکیلې دندو لپاره وو.
د داسې ناورین خبر په چټکۍ خپور شو، چې د ليزبون په څېر مهم ښار یې زیانمن کړی و.
دا زلزله لومړنی نړیوال ناورین و چې په ګرده اروپا کې یې د ټولو ورځپاڼو او مسافرو پام ځان ته واړاوه.
دا خبر د هغه وخت ټولو لویو مفکرینو ته ورسېد، چې موږ یې اوس له روښانتیا پېر سره تړلي بولو، هغه دوره چې پکې یو نوی نړیوال لید رامنځ ته کېده.
د هغه پېر تاریخپوه ډاکټر اندرې کانوټو کوسټا هماغه وخت داسې روښانوي: "له دې ناورین وروسته د ایمانویل کانټ مقالې خپرې شوې، ډېر فلسفي او سیاسي بحثونه وشول. په دوی کې تر ټولو مشهور د والټر او ژان ژاک روسو ترمنځ و."
هغه زیاتوي: "والټر لا دمخه پر طبیعي الهیاتو نیوکې کولې او د هغه ډېرو اثارو کې پر دې مفکوره ملنډې وهل شوې وې چې خدای د انسانانو د ټولو چارو لارښوونه کوي."
ډاکټر کانوټو کوسټا زیاتوي: "پرځای یې ساینس را څرګندېده چې د نړۍ او د هغې د لارو چارو لپاره ښه توضیح وړاندې کړي. د پروټیسټانټو اصلاحات لا دمخه پېښ شوي وو، خو د { دهغو خلکو} د خدای او طبیعت ترمنځ تړاو چې لاهم یو څه پر ځای و، په دې وخت کې زلزلې خورا سخت ټوټه ټوټه کړ."
د ليزبون زلزلې د مرکز غړې ماریا ژوایو مارکېز هغه ژور بدلون روښانوي چې دې ناورین په ساینسي نړۍ کې راوستی: "اوس ان زلزله پوهنه د دې پېښې پر بنسټ مطالعه کېږي، نو ویلی شو چې د ۱۷۵۵ کال د نومبر لومړۍ نېټه د زلزله پوهنې د زېږد ورځ ده."
ډیری کسان د ساینسي غورځنګ زېږون د پرتګال لومړي وزیر مارکي دو پومبال ته منسوبوي. هغه د ليزبون ښار د بیارغونې مسوول وټاکل شو. نوموړي د دې کار لپاره ټولو خلکو ته پوښتنلیکونه ولېږل.
هغه دا پوښتنې کړې وې: زلزله څومره وخت وه؟ څومره ځواکمنه وه؟ څومره تاوان یې واړاوه؟ څومره خلک مړه شول؟ تاسو له زلزلې مخکې کومې عجیبې نښې ولیدې؟
د لیزبون د زلزلې مرکز غړې ماریا ژوایو مارکیز وايي"دا پوښتنلیکونه ځواب او هغه ته بېرته واستول شول، د هغه ډلې هم یو نوټ ترې جوړ کړ او د عمومي چوکاټ ترلاسولو لپاره ټول ورته والي او نښې وارزول شوې او دا نوټ هم د عصري زلزله پوهنې بنسټ شو."
زلزله پوه ډاکټر لوییس ماتیاس په خبره، نن موږ د هغې زلزلې شدت اټکلولی او لویوالی یې محاسبه کولی شو، خو دا هرڅه هم د مارکي دو پومبال د پیل کړو څېړنو له برکته دي.
د هغه نوټ د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت د ۸.۵ تر ۹ محاسبه کیږي.
د ۱۷۵۵زلزلې شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره اوږد او ۸۰ کیلومتره پلن درز جوړ کړ او همدې درز کې چاود ۲۰ متره او د شپږ پوړیزې ودانۍ د جګوالي په اندازه و.
هغې زلزلې پر فلسفه، سیاست، حکومت، له مذهب سره د انسان پر اړیکه، ښاري پلان جوړونه او ساینس ژور اغېز وکړ. ټیک داسې لکه په ډنډ کې د ډبرې لوېدو سره چې څپې جوړېږي، داسې دا اغېز هم پراخ شو او شاوخوا هرڅه یې اغېزمن کړل.
د ليزبون زلزلې د پېښو لړۍ پیل کړه، لکه پرتګال کې د غلامۍ پای ته رسېدل، چې په پایله کې یې په نورو اروپایي هېوادونو کې د غلامۍ پای ته رسېدو لامل شوه. ځکه چې د انګلنډ او پرتګال ترمنځ یې پر سوداګرۍ اغېز وکړ.
زلزلې ممکن له بریتانیا د امریکا خپلواکي ګړندۍ کړې وي. دا باور هم شته چې د فرانسې انقلاب یې هم چټک کړی دی.
د ازاد فکر دا نوی دور داسې پېر و چې د کلیسا او د نړۍ د ټولو پاچاهانو مطلق ځواک یې وننګاوه.
دا بهیر ان تر زلزلې مخکې هم پیل شوی و، خو د زلزلې ورځ داسې ورځ وه چې د انسانیت ویښتیابه ورسره پیل شو. نو ښايي د زلزلې هغه ورځ په ریښتیا هم د عصري پېر زېږد ورځ وبللی شي.