خالده ضیا: د کور له "شرمیندوکې مېرمنې" تر صدراعظمۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
د بنګلهدېش لومړنۍ ښځينه لومړۍ وزیره خالده ضیا تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۸۰ کلونو په عمر مړه شوه.
هغه له واکه د لېرې کړل شوې شیخ حسینې یوه مهمه سیاله او یو وخت د بنګلهدېش د پخواني ولسمشر او د دغه هېواد د خپلواکۍ د مبارزې مخکښ ضیا الرحمان "د کور شرمیندوکې ښځه" بلل کېده.
په ۱۹۷۷ کې واک ته رسېدلی ضیا الرحمان چې په ۱۹۸۱ کې ووژل شو نو مېرمن یې د هغه د ګوند (د بنګلهدېش ملي حزب) یا (بياېنپي) مشره شوه او دوه دورې د دغه هېواد لومړۍ وزیره پاتې شوه.
لومړی ځل په ۱۹۹۰ لسیزه کې او دویم وار د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړيو کې.
خو سیاسي ژوند یې د صدراعظمۍ له پای ته رسېدو سره ختم نه شو بلکې وروسته د فساد په تور محکومه شوه او کلونه یې په زندان کې تېر کړل.
خو په تېر ۲۰۲۴ کال کې چې د دې د اوږدې مودې سیالې شیخ حسینه پر ضد پاڅون وشو او هغه له واکه لېرې کړل شوه نو خالده ضیا ته برائت ورکړل شو.
دې هوډ درلود چې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د نوي حکومت لپاره په راروانو ټاکنو کې د بنګلهدېش پارلمان ته ځان نوماند کړي خو مرګ پرېنښودله.
ټاکل شوې د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د هغې په جنازه کې د ګډون لپاره سبا ډاکې ته سفر وکړي.
د کور له "شرمیندوکې مېرمنې" تر صدراعظمۍ

د عکس سرچینه، Geety images
د دې نوم خالده خانم و او کورنۍ یې له نازه "پتل" بلله. پتل په بنګالۍ ژبه کې "ننځکې" ته وايي.
د خالده ضیا خور سلیمه اسلام وايي چې تر واده وروسته خالدې خپل نوم 'خالده ضیا' کړ او په سیاست کې په همدې نوم وپېژندل شوه.
دې په ۱۹۶۰ کې په ۱۵ کلنۍ کې له ضیا الرحمان سره واده وکړ چې هغه مهال د پاکستان پوځ افسر و.
په ۱۹۷۱ کې د لوېدیځ پاکستان (اوسني پاکستان) ځواکونو پر ضد پاڅون کې شامل شو او د بنګلهدېش خپلواکي یې اعلان کړه.
ضیا الرحمان په ۱۹۷۷ کې ولسمشرۍ ته ورسېد او په دغه هېواد کې یې سیاسي ګوندونو او رسنیو ته بېرته ازادي ورکړه. خو د هغه پر ولسمشرۍ دورې د پوځي کودتاو د هڅو او د ډلهييزو اعدامونو له کبله نیوکې هم کېږي.
په ۱۹۸۱ کې د بنګلهدېش په چټاګانګ ښار کې یوه ډله پوځي افسرانو هغه ترور کړ.
هغه مهال خالده ضیا ۳۶ کلنه وه.
سیاست ته تر ورتګ د مخه هغه په کور ناسته عادي ښځه وه او خپل دوه بچیان یې ساتل.
خو د مېړه تر مرګ وروسته یې د هغه د رامنځته کړي ګوند (بياېنپي) مشرۍ ته اوږه ورکړه.
خور یې سلیمه اسلام بيبيسي ته وویل چې د خالدې له سیاست سره هېڅ جوړه نه وه او چې مېړه یې ولسمشر هم و نو دې ځان له سیاسي کیسو بیخي راجلا کړی و.
پر خالدې نیوکه کوونکي وايي چې د مېړه تر مړینې وروسته هغې ته د ګوند مشري په میراث ورپاتې شوه.
خو د هغې پر ژوند کتاب لیکونکی خبریال محافظ الله بیا دا نظر ردوي.
هغه له بيبيسي سره په خبرو کې وویل چې که خالده یو خوا په کم عمر کې کونډه شوه نو بل لور ته یې د مېړه تر وژل کېدو وروسته د بنګلهدېش په نرسالاره ټولنه کې ځان ته ځای جوړ کړ او په ډېره مېړانه یې د ګوند مشري وکړه.
خالده ضیا په ۱۹۹۱ کې د بنګلهدېش لومړنۍ ښځينه لومړۍ وزیره وټاکل شوه.
وروسته د ۲۰۰۱ کال په ټاکنو کې هم بریالۍ شوه او په ۲۰۰۶ کې بیا د دغه هېواد صدراعظمه شوه. خو له هغې په وروسته کلونو کې د دې ګوند له ټولټاکنو سره پرېکون اعلان کړ. په ۲۰۲۴ کې چې د شیخ حسینې پر ضد پاڅون پیل شو نو دې د پاڅونوالو ملاتړ وکړ.
سیاسي جنجالونه او "ماته نه منونکې مشره"

د عکس سرچینه، Getty Images
خالده ضیا په ۱۹۸۲ کې د هغې د مېړه له لوري د رامنځته کړي ګوند (بياېنپي) یا د بنګلهدېش ملي حزب غړیتوب ترلاسه کړ او وروسته یې مرستیاله شوه.
دا هغه کال و چې په بنګلهدېش کې د هغه مهال ولسمشر عبدالستار پر ضد د وخت پوځي مشر ډګر جنرال حسین محمد ارشاد کودتا وکړه، هغه یې له واکه لېرې کړ او په خپله د واک پر ګدۍ کېناست.
له دې سره په دغه هېواد کې د پوځي دېکتاتورۍ نهه کلنه دوره پيل شوه.
په دې موده کې خالده ضیا د پوځي واکمنۍ پر ضد کلکه مبارزه پيل کړه او د پوځ له لوري له مدیریت کېدونکو ټاکنو سره یې پرېکون اعلان کړ. د همدې له کبله هغه څو ځله په کور کې نظربنده شوه. خو دې مبارزې هغې ته یو نوی نوم ورکړ، "ماته نه منونکې مشره."
په ۱۹۹۰ کې چې پوځي حکومت نسکور شو نو خالده ضیا او د هغې ګوند د غوڅ اکثریت رایو په خپلولو سره تر ټولو مخکښ حزب شو او دې یې په ترڅ کې په ۱۹۹۱ کې د بنګلهدېش د لومړنۍ ښځينه لومړۍ وزیرې په توګه لوړه وکړه.
خالده هغه مهال په نړۍ کې دویمه داسې ښځه وه چې د یوه اسلامي هېواد مشري یې کوله.
د خالده ضیا له صدراعظمۍ سره په بنګلهدېش کې بېرته پارلماني سیسټم پلی شو.
د هغې د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې تر ټولو د پام وړ اصلاحات دا وو چې په دغه هېواد کې یې د لومړنیو ښوونځيو زدکړې وړیا او د ټولو لپاره جبري کړې.
د ۱۹۹۶ کال په ټاکنو کې هغه و نه توانېده چې د شیخ حسینې عوامي ګوند ته ماته ورکړي او دا په بیا ځلې ټاکل کېدو کې پاتې راغله.
په ۲۰۰۱ کال ټاکنو کې خالدې خپل غچ واخیست او د اسلامي ګوندونو له یوې ډلې سره یې اتحاد جوړ کړ. په دې توګه یې که څه هم د هغه کال په ټاکنو کې د پارلمان نږدې دوه پر درېیمه برخه څوکۍ وګټلې خو له اسلامي ګوندونو سره د هغې د بياېنپي ګوند نږدېوالي ډېرې نیوکې را و پارولې.
خالدې په خپله دویمه دوره کې د ښځو مسئلو ته ډېر پام وکړ، لکه په پارلمان کې د ښځينه غړو لپاره د ځانګړې ونډې ورکول او ورته د کوټا سیسټم معرفي کول او د ځوانو ښځو لپاره په یوه داسې هېواد کې د زدکړو زمینه برابرول چې د بېسوادۍ کچه پکې ۷۰ سلنه وه.
زنداني کېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۰۶ کې چې څنګه د خالده ضیا واکمني پایته ورسېده نو بنګلهدېش له سیاسي خلا او بلاواوو سره مخ شو. ناکرارۍ پيل شوې او په منځ کې یې د هېواد لنډمهاله او د پوځ ملاتړي حکومت ډېری سیاسي فعالیتونه منع کړل او د لوړې کچې فساد پر ضد یې مبارزه پيل کړه.
دا غشی د سیاسي څېرو له سینو هم تېر شو او خالده ضیا هم د زور کارونې او فساد په تور ونیول شوه. د هغې بله مهمه سیاله شیخ حسینه هم له ورته برخلیک سره مخامخ شوه.
دا دواړه ښځينه بنګلهدېشۍ مشرانې په هغو وروستیو کلونو کې اپوزیسیون ته اوښتې وې او ناڅاپه یې له محکمو سره سروکار شو. وروسته له خالده ضیا بندیزونه لېرې کړل شول او چې په ۲۰۰۸ کې یې د پوځ له لوري تمویل شوې ټاکنې وبایللې نو د اپوزیسیون مشرۍ ته ورمخکې شوه.
د دې ګوند بياېنپي د ۲۰۱۴ کال له ټاکنو سره تر پرېکون وروسته په پارلمان کې خپل استازیتوب په بشپړ ډول له لاسه ورکړ.
په ۲۰۱۸ کې هغه د خپلې لومړۍ وزیر اعظمۍ دورې پر مهال د جوړې کړې یتیمخونې لپاره د شاوخوا ۲۵۲ زره ډالرو د اختلاس په تور پړه وپېژندل شوه او په پنځه کاله بند محکومه شوه.
هغه یوازېنۍ داسې بندۍ وه چې د ډاکې په زاړه مرکزي زندان کې چې اوس غیرفعال دی، بندیوانه شوه. خالدې پر دې لګېدلي تورونه ردول او ویل یې چې سیاسي انګېزه لري.

د عکس سرچینه، @bdbnp78
په روغتون کې د جوړو یا بندونو دردونو او شکر ناروغۍ له امله یې روغتیايي وضعیت خراب شو او په ۲۰۱۹ کې روغتون ته ولېږدول شوه. وروسته د بشري اړتیاو پر بنسټ د زندان پر ځای په کور کې نظربنده شوه.
په ۲۰۲۴ کې د شیخ حسینې حکومت پر ضد د خلکو ناخوښي له پاڅون سره مله او د هغې د واک پر ختمېدو تمامه شوه. حسینه هند ته لاړه او د هغې ځای ناستي لندمهاله حکومت د خالده ضیا د خوشي کولو امر وکړ او همداراز یې د هغې پر کنګل شوو بانکي حسابونه بندیزونه هم لېرې کړل.
خو په دې موده کې هغه د ځيګر او د پښتورګو د ناروغیو په ګډون له بېلابېلو ژوند ګواښونکو ناروغیو کړېده.
له یو لړ محکومیتونو برائت ورکړل شو او د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د درملنې لپاره لندن ته د سفر کولو اجازه ورکړل شوه.
خو د بنګلهدېش دغه لومړنۍ ښځينه پخوانۍ لومړۍ وزیره نن د دسمبر پر ۳۰ نېټه سهار مهال تر څو میاشتېنۍ ناروغۍ وروسته په ۸۰ کلنۍ کې په ډاکه کې مړه شوه.
د هغې کشری زوی عرفات الرحمان په ۲۰۱۵ کې مړ شوی.
مشر زوی یې طارق الرحمان د خالده ضیا تر مرګ څو ورځې مخکې همدا روانه دسمبر میاشت کې په لندن کې تر څو کلنې جلاوطنۍ وروسته بېرته خپل هېواد بنګلهدېش ته ستون شو. هغه ته اوس په پراخه کچه د بنګلهدېش د راتلونکي مشر کېدو لپاره د یوه مخکښ نوماند په سترګه کتل کېږي.











