بنګلهدېش کې تازه مظاهرې؛ هغه ځوان وژل شوی چې د شیخ حسینه د حکومت پرځولو مخکښ و
- Author, جېسیکا رانسلي او انباراسان ایتیراجان
- دنده, د نړیوالو چارو خبریالان
په بنګلهدېش کې د شریف هادي عثمان په نوم د هغه ځوان تر وژل کېدو وروسته تاوتریخجنې مظاهرې پیل شوې دي چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد د حکومت په پرځولو کې یې مهم رول لوبولی و.
د ځوانانو د یوه سیاسي تنظیم د دغه ځوان مشر د وژل کېدو په غم کې د بنګلهدېش لنډمهاله حکومت په ټول هېواد کې سبا شنبه (لیندۍ ۲۹/دسمبر۲۰) ملي ویر یا ماتم اعلان کړی دی.
په شریف هادي عثمان باندې تېره اوونۍ په پلازمېنه ډاکه کې څو مخپټو کسانو هله ډزې وکړې چې له جوماته د راوتو په حال کې و.
تر ډزو وروسته دی په ژوبل حالت کې سینګاپور ته یووړل شو خو پرون پنجشنبه (لیندۍ ۲۷/دسمبر۱۸) یې د ټپونو تاب را نه ووړ او مړ شو.
پر هغه برید تر هغه ټيک یوه ورځ وروسته وشو چې د بنګلهدېش لنډمهالي حکومت په دغه هېواد کې د ټولټاکنو نېټه اعلان کړه. په خپله شریف عثمان هادي هم غوښتل چې د یوه خپلواک نوماند په توګه برخه پکې واخلي.
دی تر برید وروسته لومړی د ډاکې روغتون، بیا یوې شخصي شفاخانې او درې ورځې وروسته د درملنې لپاره سينګاپور هېواد ته لېږدول شوی و او هماغلته یې ساه ورکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د شریف هادي عثمان د مرګ خبر د بنګلهدېش خلک غمجن او وقهرول او د پنجشنبې په ماخوستن یې سلګونه پلویانو په پلازمېنه ډاکه کې اعتراضونه پیل کړل. وروسته مظاهرهچیانو د دوو ورځپاڼو پر دفترونو او یوې بلې ودانۍ برید وکړ او اور یې ور واچاوه.
د بيبيسي د بنګلهدېش څانګې ته د ځايي پولیسو یوه چارواکي ویلي چې په مظاهرو کې سلګونه کسان ښکېل وو خو سیمې ته امنیتي ځواکونه واستول شول او په ودانۍ کې ایسار خبریالان هم وژغورل شول.
هادي عثمان د هند هم مخالف و
شریف هادي عثمان ۲۳ کلن او د (انقلاب منچا) په نوم د محصلانو د هغه تحریک له مخکښو مشرانو و چې د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد د حکومت په را پرځولو کې یې مهم رول لوبولی و.
دی د ګاونډي هند یو څرګند منتقد و؛ هغه هېواد چې د شیخ حسینې ملاتړی او اوس یې د جلاوطنۍ کوربه دی.

د عکس سرچینه، Osman Hadi/facebook
هادي عثمان د ډاکې پوهنتون د سیاسي علومو له پوهنځي فارغ و او په دې وروستیو کې په یوه خصوصي پوهنتون کې استاد و.
دی تېرکال د شیخ حسینه واجد د حکومت پر ضد د لاریونونو پر مهال د خلکو په خوله او مشهور شو. هغه د شیخ حسینې او د هغې د پلار شیخ مجیب الرحمان پر ګوند (عوامي لیګ) سختې نیوکې کولې او د شیخ مجب پر تاریخي کور د اعتراض کوونکو په ورختلو کې هم شریک و.
هادي په ژوندوني اندېښنه څرګنده کړې وه چې له بېلابېلو شمېرو د مرګ او کورنۍ ته یې د ضرر رسولو ګواښونه کېږي.
له بل پلوه دې هم پوښتنې راپورته کړې دي چې څنګه د عمومي ټاکنو تر اعلان یوه ورځ وروسته پر هغه برید وشي.
د پېښې د پلټنې غوښتنه
د بنګلهدېش سیاسي ګوندونو د شریف هادي عثمان پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او له لنډمهالي حکومته یې غوښتي چې د هغه وژونکي د قانون منګولو ته وسپاري.
د سرپرست حکومت مشر او د سولې نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس د هغه مړینه "د ملت لپاره نه جبرانېدونکې ضایع" بللې ده.

د عکس سرچینه، LIGHTROCKET/GETTY IMAGES
ښاغلي یونس پرون پنجشنبه (لیندۍ ۲۷/دسمبر۱۸) په یوه تلویزوني وینا کې وویل، "د وېرې، ترهې او وینې تویونې له لارې مو څوک هېواد د ولسواکۍ پر لوري له مزله نه شي راګرځولی."
هغه د هادي عثمان له وژل کېدو سمدلاسه وروسته ویلي وو چې دا "یو پلانی شوی برید" و او "د دسیسه جوړونکو هدف د ټاکنو ګډوډول دي."
د لنډمهالي حکومت دغه مشر زیاته کړې چې، "د ټاکنو د ګډوډولو لپاره به هېڅ ډول تاوتریخوالی و نه زغمل شي" او "دا د هېواد په سیاسي بهیر کې یوه د اندېښنې وړ پېښه ده."
د حکومت له لوري د پېښې پلټنه روانه ده او تر اوسه یې په تړاو څو تنه نیول شوي دي.
تېر کال په بنګلهدېش کې د څو اوونیو تر تاوتریخجنو مظاهرو وروسته د شیخ حسینه واجد د حکومت شاوخوا ۱۵ کلنه واکمني پای ته ورسېده او دا په خپله هند ته لاړه.
په تېره نومبر میاشت کې هغې ته د "بشریت ضد جرمونو" په تور د مرګ سزا واورول شوه چې ګواکې د مظاهرهچیانو پر ضد یې د داسې "وژونکي ځواک کارولو" ته اجازه ورکړې وه چې په ترڅ کې یې په بنګلهدېش کې شاوخوا ۱۴۰۰ تنه ووژل شول.












