ټرمپ سپینهماڼۍ کې زېلېنسکي سره تر لیدو مخکې نوموړی ستایلی دی

د عکس سرچینه، Reuters
ډونلډ ټرمپ ویلي د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ته چې ټاکلې د جمعې پر ورځ له نوموړي سره سپینه ماڼۍ کې وګوري، "ډېر درناوی" لري.
ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ د بيبيسي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له زېلېنسکي به له دې کبله بښنه وغواړي چې نوموړی یې "دیکتاتور" بللی، وویل باور یې نه کېږي چې دا عبارت به یې کارولی وي. هغه د اوکرایین مشر د یوه "ډېر زړور" کس په توګه وستایه.
د امریکا ولسمشر د بریتانیا له لومړي وزیر کېیر سټارمر سره تر کتنې وروسته سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې د روسیې او اوکرایین ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو په تړاو خبرې کولې.
هغه وړاندینه وکړه چې له زېلېنسکي سره به یې د جمعې ورځې لیدنه "ډېره ښه" وي.
نوموړي وویل، سولې ته د رسېدو لپاره هلېځلې په "چټکۍ پر مخ روانې دي."
د یادونې ده چې د بریتانیا او کرایین له مشرانو مخکې روانه اوونۍ د فرانسې ولسمشر ایمانېول مکرون هم له ډونلډ ټرمپ سره لیدو لپاره واشنګټن ته تللی و.
دا کتنې داسې مهال دي چې د امریکا حکومت روانه میاشت د خپلو لوېدیزو متحدانو او اوکرایین له حضور پرته په ریاض کې له روسیې سره د لوړې کچې لومړني مذاکرات ترسره کړل.
روسیه کې د پوتین حکومت پر اوکرایین له برید راهیسې په نړیواله انزوا کې وو.
ډونلډ ټرمپ یو ځل ان ظاهرآ زېلېنسکي د جګړې د پیلېدو له کبله پړ وباله او له دې کبله یې پرې نیوکه وکړه چې ولې په تېرو درېیو کلونو کې د سولې خبرې نه دي پیل کړې.
هغه تېره سېشنبه وویل: "تاسې درې کاله همدلته وئ. باید [جګړه مو] پای ته رسولې وای... باید هېڅکله مو پیل کړې نه وای. کولی مو شول هوکړې ته ورسېږئ."
خو د پنجشنبې پر ورځ یې له زېلېنسکي سره د پلان شوې لیدنې په تړاو د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: "فکر کوم سبا سهار به ښه کتنه ولرو. موږ له یوه بل سره ډېر ښه پوهېږو."
کله چې د بيبيسي خبریال کرېس میسون له هغه وپوښتل چې ایا اوس هم فکر کوي چې زېلېنسکي "دیکتاتور" دی، نو ټرمپ په ځواب کې وویل: "دا ما ویلي؟ باور مې نه کېږي چې داسې خبره مې کړې وي."

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرایین ولسمشر هیلهمن دی چې د دغه سفر پر مهال به خپل هېواد لپاره یو ډول امنیتي تضمین ترلاسه کړای شي. زېلېنسکي غواړي، د سولې هره هوکړه چې کېږي، د همدغه تضمین پر بنسټ وشي.
ډونلډ ټرمپ په دې تړاو د پوښتنو په ځواب کې یوازې دومره وویل چې "ډېر شیان مني" خو لومړی غواړي مسکو او کیېف د سولې منلو ته غاړه کېږي او تر هغې وروسته سولې لپاره د اړینو لارو چارو د څرنګوالي په تړاو پرېکړه وشي.
تمه ده چې د اوکرایین ولسمشر د جمعې ورځې لیدنې پر مهال له امریکا سره د کاني زېرمو تړون هم لاسلیک کړي.
ټرمپ ویلي په اوکرایین کې د امریکا د معدني شرکتونو حضور ښايي روسیه راتلونکې کې له نورو بریدونو وګرځوي.
د یادونې ده چې د بریتانیا لومړي وزیر مخکې ویلي وو، هېواد یې چمتو دی چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته اوکرایین کې سولهساتنې لپاره خپل سرتېري واستوي. خو هغه د دغه ماموریت ملاتړ لپاره د ناټو د ځواکمن غړي، امریکا د تضمین شرط ایښی دی.
اوس د امریکا ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې که په اوکرایین کې پر بریتانیايي سولهساتو د روسیې لخوا برید وشي، نو ایا امریکا به یې مرستې ته ودانګي، وویل: "بریتانیا فوقالعاده سرتېري، فوقالعاده پوځ لري او کولی شي ځان وساتي. خو که زموږ مرستې ته اړتیا ولري، زه به تل له بریتانیا سره اوسم، اوکې؟"
د شمالياتلانتیک تړون سازمان یا ناټو پنځمه ماده وايي که پر یوه غړي یې برید کېږي، نور به یې مرستې ته وردانګي.

د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا لومړي وزیر هم اوکرایین کې د سولې ټینګښت ته د ښاغلي ټرمپ "شخصي ژمنتیا" وستایله.
هغه وویل بریتانیا "چمتو ده چې د داسې یوې هوکړې په ملاتړ پر ځمکه خپل سرتېري او هوا کې الوتکې ځای پر ځای کړي."
د یادونې ده چې روسیې په اوکرایین کې تر هر نوم او بیرغ لاندې د ناټو د غړو هېوادونو د ځواکونو له ځای پر ځای کېدو سره مخالفت ښودلی.
کرملین ماڼۍ د پنجشنبې پر ورځ دا هم وویل، چې اوکرایین ته به د سولې د یوې هوکړې په توګه هېڅ ارضي امتیاز ورنه کړي.
د روسیې د ولسمشر ویاند دېمیتري پېسکوف رسنیو ته ویلي "هغه ټولې سیمې چې د روسیې فدراسیون تر تابعیت لاندې راغلي، زموږ د هېواد، روسیې نه بېلېدونکې برخې دي. دا یو داسې واقعیت دی چې انکار ترې نه شي کېدای او مذاکره پرې نه شي کېدای."
بلخوا د تازه بدلونونو په لړ کې د روسیې او امریکا چارواکو د پنجشنبې پر ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې سره لیدلي چې د خپلمنځي دیپلوماتیکو اړیکو پر رغېدو خبرې وکړي.
دغو هېوادونو د جو بایډن د حکومت پر مهال د یو بل د سفارتونو کارکوونکي شړلي دي.











