پاکستان؛ د خواله رسنۍ له لارې اسلام ته د سپکاوي په تور یوه ښځه په اعدام سزا محکومه شوې ده

اسلام اباد پولیس ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد یوې ځايي محکمې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي یوې قضیې کې، یوه مسیحي مذهبه ښځه د اعدام په سزا محکومه کړې ده.

پر شګفته کرن نومې ښځې تور لګېدلی و، چې څلور کاله مخکې یې د خواله رسنۍ وټس اپ په یوه ګروپ پیغام کې داسې څه خپاره کړي، چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی بلل کېږي.

محکمې د پاکستان سزا او جزا قانون د ۲۹۵ مادې له مخې دې ښځې ته د اعدام سزا تر څنګ د درې سوه زره روپیو جریمې سزا هم اورولې ده.

محکمې دغه راز شګفته کرن ته د الیکترونیکي جرمونو مخنیوي یوه قانون له مخې د ۷ کاله زندان او سل زره روپیو جریمې سزا هم اعلان کړې ده.

د اسلام اباد ځانکړې محکمې قاضي افضل مجوکا په خپله لنډه پرېکړه کې لیکلي د اسلام اباد عالي محکمې له تائید پرته باید دا سزا عملي نه شي.

محکمه وايي، محکومه شوې ښځه کولای شي په یوه میاشت کې دننه د پلازمېنې په عالي محکمه کې د استیناف غوښتنه وکړي.

د یادونې ده، چې شګفته کرن دویمه مسیحي مذهبه ښځه ده، چې د اسلام پیغمبر او د اسلام دین ته د سپکاوي په تور د اعدام په سزا محکومه شوې.

له دې مخکې اسیه بي بي نومې ښځې ته د اعدام سزا اعلان کړې وه، خو په زندان کې تر اتو کلونو تېرولو وروسته د پاکستان سترې محکمې قاضي اصف سعید کهوسه په مشرتابه یوه قضايي پلاوي په ۲۰۱۸ کال کې د لاهور عالي محکمې د پرېکړې خلاف د نوموړې استناف غوښتنه ومنله، پر هغې لګېدلي تورونه یې ناسم وبلل او بې ګناه یې وبلله.

د پاکستان سترې محکمې له هغې پرېکړې وروسته اسیه بي بي له کورنۍ سره یو ځای له پاکستانه ووتله.

پاکستان کې دین ته د سپکاوي قوانین

مذهب ته د سپکاوي مخنیوي قوانین لومړی ځل ۱۸۶۰ کال کې د بریتانوي واکمنۍ پر مهال په متحده هندوستان کې تصویب او په ۱۹۲۷ کال کې ځینې نورې مادې هم پکې شاملې کړل شوې.

د بریتانوي راج پر مهال په ۱۸۶۰ کلونو کې د قانون له مخې مذهبي غونډو ته مزاحمت، هدیرو ته سپکاوی، مذهبي باورونو ته سپکاوی یا د عبادتځي ورانول یا یې سپکاوی جرم ګڼل کېږي چې سزا یې تر لسو کلونو بند هم کېدلی شوه.

په ۱۹۸۰ او ۱۹۸۶ کلونو ترمنځ بیا د پاکستان پوځي واکمن جنرال ضیاالحق د حکومت پر مهال په دې قوانینو کې ګڼ شمېر نورې مادې هم شاملې شوې. جنرال ضیاالحق غوښتل د دې قوانینو له لارې احمدیه ټولنه (چې په ۱۹۷۳ کال کې رسماً غیرمسلمانان وبلل شول) د پاکستان له نورو مسلمانانو ګوښي او لا نور لېرې کړي.