د اسیه بي بي د سزا لغوه کولو سره پاکستان کې مظاهرې

د پاکستان سترې محکمې د چارشنبې په ورځ( د اکتوبر ۳۱) عالي محکمې له خوا یوې عیسوۍ ته د مرګ اورول شوې سزا لغوه کړه.
نوموړې پر ۲۰۰۹ کال د اسلام پېغمبر ته په سپکاوي تورنه او پر ۲۰۱۰ کال ورته د مرګ سزا اورول شوې وه.
د اسیه بي بي پرضد جوړې شوې دوسیې مدعي قاري محمد سالم دعوه کړې چې نوموړې پېغمبر ته سپکاوی منلی دی.
خو د اسیه بي بي وکیل سیف الملوک وايي سترې محکمې د فرضیو له مخې د اسیه بي بي خلاف پرېکړه کړې وه.
قاضیانو هم په نننۍ غونډه کې وویل، څارنوالي په ترتیب سره په دې کې پاتې راغله چې د قضیې اړوند تور په مسوولیت سره ثابت کړي.
د محکمې له دې پرېکړې وروسته د پاکستان مختلفو ښارونو لکه پېښور، لاهور، اسلام اباد او کې مظاهرې شوې دي.
د دې لاریونونو له امله ځینې ښارونو کې لارې تړل شوې او لاروني په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.
د ځینې رپوټونو له مخې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ هم تاوتریخوالی شوی دی.
وتلې لیکواله فاطمه بوټو د عالي محکمې پر پرېکړه تبصره کړې او هیله منه ده چې اسیه بي بي کورنۍ او د هغې وکیل خوندي پاتې شي.
د اسیه بي بي دوسیه

- د ۲۰۰۹ کال جون کې پر اسیه بي بي کروندو کې نورو ښځو تور پورې کړ چې د اسلام پېغمبر شان ته یې ناسمې کلیمې کارولې دي.
- ورپسې کال محکمې هغې ته د مرګ سزا واوروله.
- پر ۲۰۱۴ کال د لاهور ستره محکمه کې د اسیه بي بي اپيل رد شو او د مرګ سزا همداسې پاتې شوه، وروسته هغې عالي محکمې ته مخ واړاوه.
- پر ۲۰۱۶ کال د هغې د دوسیې اورېدل پیلېدل، خو د اړوند پلاوي یوه قاضي د خپل شمولیت بښنه وغوښته.
- د همدغه کال اکتوبر کې د عالي محکمې درې کسیز پلاوي له درې ګړیو بحث وروسته بیا هم اړوند پرېکړه په ځای وساتله.
- د اسیه بي بي د خوشي کولو لپاره نړۍ کې وړاندیزونه وشول.
- تېر کې د پنجاب د والي یا ګورنر سلمان تاثیر ساتونکي ممتاز قادري دغه والي هم په دې وژلی و چې د اسیه بي بي په ملاتړ یې خبرې کړې وې.
نړیوال فشار

د عکس سرچینه، fb
د اسیه بي بي دوسیې ته د نړیوالو پام هم اوښتی و.
د رومن کاتولیک عیسویانو د هغه وخت مذهبي مشر پاپ بینیډکټ د پاکستان پر حکومت فشار اچاوه چې اسیه بي بي خوشې کړي.
اوسني پاپ فرانسېس هم د اسیه بي بي له کورنۍ سره لیدلي دي.
د ۲۰۱۸ کال د پرورۍ پر ۲۴ هم اسیه بي بي ته د مرګ سزا اورولو خلاف د ایټالیا روم ښار کې سلګونو کسانو مظاهره وکړه.
دوی کولو سیم تیاتر مخ ته ټولېدو سره دې لروغونې ودانۍ ته سور رنګ ور کړ.
د بښنې نړیوالې محکمې هم په یوه بیان کې هغې ته سزا لویه ناانصافي بللې وه.
مذهب ته د سپکاوي قانون

د عکس سرچینه، AFP
څېړنیزه اداره پیو ریسرچ سېنټر پر ۲۰۱۵ کال یوه رپوټ کې وویل، چې د نړۍ ۲۶ سلنه هېوادونو کې مذهب ته د سپکاوي له امله د سزا قانون شته، چې د دې هېوادونو ۷۰ سلنه کې مسلمانان اکثریت دي.
په دې هېوادونو کې مذهب ته د سپکاوي له امله جرمانه یا د بند سزا هم شته، خو پاکستان، ایران او سعودي کې دا ډول کسان پر جریمه او بند سربېره د مرګ سزا سره هم مخ کېږي.
د برتانوي راج پر مهال په ۱۸۶۰ کلونو کې د قانون له مخې مذهبي غونډو ته مزاحمت، هدیرو ته سپکاوی، مذهبي باورونو ته سپکاوی یا د عبادتځي ورانول یا یې سپکاوی کول جرم وګڼل شول چې سزا یې تر لسو کلونو بند هم کېدلی شوه.
خو په ۱۹۸۰ کلونو کې د پاکستان پوځي مشر جنرال ضاالحق څو نورې مادې هم دغه قانون ته ور زیاتې کړې.
- ۱۹۸۰ کال تر دریو کلونو سزا هغه کس ته چې د اسلام سترو شخصیتونو ته سپکاوی کوي.
- ۱۹۸۲ کال کې قران ته سپکو کلیمو ویلو له امله یو کس ته عمر بند سزا
- ۱۹۸۶ محمد ص ته د سپکو خبرو کوونکي شخص ته مرګ یا عمر بند سزا








