پاکستان وايي، د القاعده "یو مهم غړی" امین الحق یې پنجاب کې نیولی

د عکس سرچینه، CTD PUNJAB
د پاکستان پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې چارواکي وايي، د القاعده ډلې یو غړی امین الحق یې د دې ایالت جهلم په سرای عالمګیر سیمه کې نیولی دی. پنجاب پولیس ادعا کوي، چې امین الحق د القاعده مشر اسامه بن لادن له نژدې ملګرو یو و.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د پاکستان پولیسو ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د نیول شوي امین الحق پر ضد مهمو تاسیساتو ته د زیان رسولو هڅې قانوني قضیه ثبت کړې ده.
خو چارواکو په مشخص ډول د نوموړي پلانونو یا هغو تاسیساتو یادونه نه ده کړې، چې دوی ادعا کوي امین الحق یې د سبوتاژ هڅه کوله.
د رویټرز اژانس په رپوټ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو د یوې اعلامیې په حواله ویل شوي: ''د ترهګرۍ ضد ځواکونه له څارګرو ادارو سره په همکارۍ امین الحق ته ورورسېدل، چې د القاعده یو مهم مشر دی."
په اعلامیه کې ویل شوي: "د نوموړي نوم د ملګرو ملتونو د بندیزیونو په نوملړ کې هم شامل دی."
د پاکستان کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د بي بي سي اردو څانګې په رپوټ کې د پنجاب پولیسو افسر عثمان اکرم ګوندل له قوله ویل شوي، چې امین الحق افغان دی، چې پاکستانۍ پېژندپاڼه یا شناختي کارت هم لري.
ښاغلی ګوندل وايي، دوی هڅه کوي معلومه کړي، دا کس څنګه پاکستان ته تللی او په څه نامه یې تګ، راتګ کاوه.
بل لور د ملګرو ملتونو په هغه نوملړ کې چې د بندیزونو په هکله د القاعده او داعش مهمو غړو نومونه پکې راغلي او په ۲۰۰۱ کال خپور شوی، دا کس د امین محمد الحق سام خان په نامه یاد شوی، چې په وینا یې د القاعده مشر اسامه بن لادن د ساتونکو د ډلې یو مشر و.
په دې نوملړ کې نوموړی داسې څوک یاد شوی، چې د القاعده مشر او طالبانو ډلو سره د تړاو تر څنګ د وسلو او تجهیزاتو رسولو او چمتو کولو په برخه کې یې همکاري کړې.
د پنجاب پولیسو ترهګرۍ ضد څانګې افسر عثمان اکرم ګوندل په لاهور کې د امین الحق له نیول کېدو وروسته یوې خبري غونډې ته وویل، چې امین الحق له دې مخکې ۲۰۰۷ کال کې هم نیول شوی وو، خو څلور کاله وروسته خوشی شوی و او له هغه وروسته یې په هکله ډېر څه نه و اورېدل شوي.
امین الحق څوک دی؟

د عکس سرچینه، CTD PUNJAB
پاکستان کې څېړونکي عبدالسید بي بي سي اردو څانګې ته په دې هکله ویلي، چې امین الحق په پاکستان کې نیول شوی و: "په پاکستان کې امریکايي چارواکو ترې پوښتنې، ګروېږنې وکړې، بې ګناه یې وباله، خو د ده یو بل ملګری یې ګوانتانامو زندان ته واستاوه. د امین الحق یو بل ملګری بیا د افغانستان په بګرام زندان کې له امریکایانو سره بندي و."
عبدالسید زیاتوي، په ۲۰۱۱ کال کې امین الحق په پاکستان کې له زندانه خوشی شو.
د پاکستاني پولیسو افسر عثمان اکرم وايي، امین الحق په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې لیدل شوی و.
ښاغلی اکرم په دې هکله وايي: "په ۲۰۲۱ کال اګست کې چې ناټو ځواکونه له افغانستانه ووتل، امین الحق افغانستان ته تللی و. نوموړي هلته د القاعده بیا منظمولو هڅه کړې."
نوموړی پولیس د ملګرو ملتونو په حواله وايي، چې د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې هم امین الحق په افغانستان کې و.
طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې په افغانستان کې د القاعده ډلې حضور او فعالیت رد کړی دی.

























