طالبان: کونړ کې ځنګلي اور مهار شوی، نورستان کې یې د وژلو هڅې لا روانې دي

د عکس سرچینه، FB
د طالبانو حکومت کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي د کونړ او نورستان د ځنګلونو په اور لګېدنو کې تر دې دمه پر ۱۹۰ جریبه ځمکه ولاړې ونې لمنځه تللې دي.
د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي نن دوشنبه یوه ویډیويي پیغام کې د دغو اور لګېدنو کنټرول لپاره د هڅو په تړاو ویلي، چې د کونړ د پېچ درې ځنګلونو کې لګېدلی اور کابو شوی او د نورستان په کامدېش کې یې د مهارولو هڅې لا روانې روانې دي.
هغه زیاته کړې، چې د دغو دواړو ولایتونو په ځنګلونو کې د لګېدلي اور د کنټرول او مهارولو لپاره د ملي اردو څو قطعات او رضا کاره ډلې استول شوې دي.
ویل کېږي دغه اور له اوړمې (شنبې) ورځې راهیسې لګېدلی دی.
د طالبانو حکومت او په کونړ او نورستان کې د دوی ځايي چارواکو تر اوسه د دغو اور لګېدنو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ YouTube پای
پر بشري مداخلو سربېره د اقلیم بدلون او د هوا تودوخه هم د ځنګلي اور لګېدنو لامل ګرځي.
د یادونې ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو د طالبانو دولت وزارت په هرات، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې هم د اورلګېدنو خبر ورکړی.
دوی ویلي دغلته اور په شلو کورونه او پنځه جرېبه کرنیزه ځمکه کې لګیدلی، خو پر وخت مهار کړی شوی دی.
تېر کال هم په همدې جون میاشت کې د نورستان، کونړ او پښتونخوا په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي وو.
هغه مهال د ځايي خلکو له خولې په کونړ او نورستان کې د سل هېکتاره ځنګلونو د سوځېدو رپوټ ورکړل شوی و.
هغه مهال پر ټولنيزو رسنيو د پښتونخوا بونېر، سوات، شانګلې او تور غر ولسواليو په غرونو او ځنګلونو کې د لګېدلي اور عکسونه او ويډيوګانې لاس په لاس کېدې او حکومت د اور وژلو په چارو کې په ناغیړۍ تورن شوی و.
په افغانستان او پښتونخوا کې تر ډېره د دې اورونو وژلو چارو کې ځايي وګړي هم فعاله ونډه اخلي او خلک پر وخت د دولت مرستو ته په تمه وي.











