یو اسټرالیایی ماڼو ارام سمندر کې له ورکېدو ۳ میاشتې وروسته ژغورل شوی

shaddock

د عکس سرچینه، 9news

د عکس تشریح، ټېم شاډوک سره په دې موده کې د هغه سپۍ هم وه

یو اسټرالیایی ماڼو یا کښتیوان په ارام سمندر کې د نږدې دریو میاشتو له ورکېدو وروسته ژغورل شوی دی.

ویل کېږي 'ټېم شاډوک' په دې موده کې ځان په اومه کبانو او د باران په اوبو ژوندی ساتلی.

ډاکترانو د هغه روغتیايي 'وضعیت ثابت او ډېر ښه' بللی دی.

شاډوک ۵۱ کلن دی.

د هغه په اړه ویل شوي د روان کال اپریل کې له مکسیکو په دې نیت خوځېدلی و چې د فرانسې پولینزي ټاپوګانو ته ولاړ شي.

خو بېړۍ یې څو اوونۍ وروسته په سخت توپان کې راګیره او خرابه شوې وه.‌

له شاډوک سره په دې سفر کې د هغه سپۍ 'بېلا' هم ملګرې وه.

دوی دواړه روانه اوونۍ یوې چورلکې کتلي او وروسته د یوې کب نیوونکې بېړۍ عملې ژغورلي دي.

په دې بېړۍ کې سپاره ډاکتر د اسټرالیا ۹نیوز خبري شبکې ته ویلي چې د ښاغلي شاډوک وضعیت نورمال دی.

ټېم شاډوک د مکسیکو له 'لا پاز' ښاره د فرانسې تر پولنیزي ټاپوګانو دا څه باندې ۶ زرو کیلومترو اوږد سفر په دې هیله پیل کړی و چې دی به له پلان سره هم ټاکلې موده کې منزل ته ورسېږي.

خو خرابې او توپاني هوا یې کښتۍ کې مزي پرې او برېښنايي وسیلې له کاره وغورځولې.

دی بالاخره درې میاشتې وروسته په داسې حال کې د مکسیکو سواحلو ته ورڅېرمه وموندل شو چې په تن خوار او ږیره یې لویه شوې وه.‌

هغه ۹نیوز شبکې ته ویلي "په سمندر کې د خورا سختو له ګاللو راتېر شوی یم. اوس یو څه ارام او ښو خوړو ته اړتیا لرم، ځکه اوږده موده مې په سمندر کې یوازې تېره کړې. کنه نور له روغتیايي اړخه ډېر ښه یم."

Shaddock

د عکس سرچینه، 9NEWS

د عکس تشریح، ټېم شاډوک له خپلې سپۍ بېلا سره

ښاغلی شاډوک وايي د کب نیونې وسایلو ورسره مرسته کړې چې ژوندی پاته شي.

نوموړی همدا راز ځان د کښتۍ څپري ته د سوځنده لمر له وړانګو ساتلی دی.

ویل کېږي هغه کب نیوونکې بېړۍ چې ټېم شاډوک یې ژغورلی اوس بېرته د مکسیکو پر لور روانه ده‌.

ویل شوي چې نوموړی به هلته له روغتیايي اړخه معاینه او د احتمالي درمنلې لپاره د ډاکترانو لخوا وکتل شي.