بنګله دېش کې له سمندري توپان مخکې لکونو خلک بې کوره شول

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، خلک ښوونځیو او دولتي ودانیو ته لېږدول شوي دي.

بنګله دېش کې چارواکو سمندر غاړې ته د مورا توپان له رسېدلو مخکې نږدې لس لکه خلک له خپلو کورونو اېستلي او خوندي سیمو ته یې لېږدولي دي.

د هواپوهنې اداره وايي، مورا توپان به د سې شنبې په ورځ ختیزې سمندرغاړې ته ورسېږي.

د دغه هېواد په سوېل ختیزو ښارونو کې هم له توپان مخکې خطر درجه پورته شوې او ډېرې خطرناکې درجې لس ته رسېدلې ده.

د بنګله دېش په چټاګانګ ولسوالۍ کې له توپان د ژغورلو لپاره خلک ۵۰۰ خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دوی په ښوونځیو او دولتي ودانیو کې د لنډمهال لپاره ځای په ځای شوي دي.

توپان ځپلې سریلنکا

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، خطرمنې سیمې سیمندر ته نږدې او اورې دي.

دا سمندري توپان څو ورځې مخکې سریلنکا کې د تالندې(چټک باران) له امله له راوتلو سیلاوونو وروسته پیدا شو.

په سریلنکا کې دغه توپان نږدې ۱۸۰ کسان وژلي او ۱۰۰ ورک دي.

دا تېرو ۱۴ کلونو کې تر ټولو ستر سېلاو دی چې په سریلنکا کې یې تراوسه پنځه لکه خلک اغېزمن کړي دي.

دغه توپان ممکن پر بنګله دېش سربېره د هند او مایانمار ځینې سیمې هم وځپي.

د بنګله دېش هواپوهنې اداره څه وايي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بنګله دېش کې توپان دود خبره ده، خو کمزورې ودانۍ یې تاب نه لري.

د هواپوهنې اداره وېره ښيي، چې د مورا توپان له امله به چټاګانګ، کاکس بازار او نورې هغه سیمې له څلورو تر پنځو فوټو اوبو کې ډوبې شي، چې پر سمندر غاړه پرتې او اوارې دي.

د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند ابو الهاشم له اې اېف پي خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، پوره هڅه کوي چې بنګله دېش کې له دغه توپان څوک ونه وژل شي:

"ځکه مو له لس لکو ډېر خلک خوندي سیمو ته ولېږدول".

د بي بي سي خبریال چارلس هیویلېنډ وايي، په بنګله دېش کې سمندري توپان دود خبره ده، خو ډېر خلک چې په کورونو کې اوسي، خونې یې کمزورې دي او توپان ته درېدلی نه شي.

د توپان له وېرې کبګر( کب نیونکي) هم سمندر ته له تللو منع شوي او سمندرغاړه کې کښتیو هم خپل کار د لنډ مهال لپاره ځنډولی دی.

د یادولو ده چې تېره میاشت د بنګله دېش شمال ختیځ کې د سېلاو له امله په دغه هېواد کې د وریځو کروندې ډېرې زیانمنې شوې، ځکه یې بیه هم خورا زیاته شوه.