ارام سمندر کې ۱۶ میاشتې ورک، پیدا شوی

د عکس سرچینه،
- Author, خوشحال تایب
- دنده, کابل
یو مکسیکويي وګړی چې په آرام سمندر کې شپاړس میاشتې ورک وو، وچې ته رسېدلی دی.
ښاغلی جوز ایوان وايي له خپل یوه ملګري سره یې د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې مکسیکو د السلوادور په موخه پرېښوده.
دغه سړی چې په سټه ډنګر شوی او ږیره او ویښته یې اوږده شوي وو د دغې اونې په لومړیو کې د مارشال ټاپوګانو ته ورسېد.
راپورونه وايي چې ښاغلي ایوان په تشو لاسونو کبان او مرغان نیول او خوړل یې چې ورسره ژوندی پاتې شوی دی.
هغه وايي د ده ملګری څو میاشتې وړاندې په سمندر کې مړ شوی دی.
ښاغلي ایوان له مکسیکو اته زره میله واټن وهلی وو، چې د پنجشنبې په ورځ د مارشال ټاپوګانو دوو اوسیدونکو وموند.
د موندلو پر مهال د هغه حالت ښه نه وو، خو مخ په ښه کېدو دی.
د هغه کوچنۍ بیړۍ سخته ځپل شوې او داسې ښکاري چې مودې مودې په اوبو کې پاتې شوي وي.
د ایوان د ژوندي پاتې کېدو بشپړ جزییات لا هم نه دي په ډاکه شوي. کله چې د هغه کوچنۍ بیړۍ په ایبون کې وچې ته ورسېده نو یو ښکار شوی مرغه پکې پروت وو.
ایبون سیمې ته د حکومت یوازېنۍ رسیدلې الوتکه چې دا مهال د بیا رغونې په حال کې ده ښايي د سه شنبې تر ورځې الوتنه ونه کړي. چارواکي پر دې فکر کوي چې د ښاغلي ایوان د لېږدولو لپاره یوه بېړۍ هلته ولیږي.
دا لومړی ځل نه دی چې په آرام سمندر کې د ژوندي پاتې کېدو کیسه رامنځ ته کیږي.
په ۲۰۰۶ کال کې هم درې مکسیکويي وګړي هغه مهال د نړیوالو رسنیو د سر خبر شو، چې هغوی د لامبو په حال کې وموندل شول.
د هغوی بیړۍ له مارشال ټاپوګانو سره شارک کب ماته کړې وه او نهه میاشتې له یوې کوچنۍ بېړۍ سره په آرام سمندر کې پاتې شوي وو.
هغوی د باران په اوبو، کبانو نیولو او د سمندري مرغانو ښکار کولو او خوړلو سره ژوندي پاتې شوي وو.








