هغه ګولۍ چې څو ساعته سړي شنډولی شي

سپرم

د عکس سرچینه، Getty Images

د "میندوارۍ د مخنیوي ګولۍ" – البته هغه غیر هورموني چې د پوهانو په وینا اوس چې د نارینه وو په لاس کې دي، منوي حیوانات یا د میندوارۍ شونتیا له منځه وړي.

پر موږکانو شوې ازموینو موندلې چې د لږ تر لږه څو ساعتونو لپاره "سپرمونه" شنډ ساتي، دا هغه موده ده چې تخمدان ته د رسېدو مخنیوي لپاره کافي ده.

پر انسانانو تر ازموینې وړاندې پر سوی هم ګڼو نورو دا ډول ازموینو ته اړتیا ده.

دا ګولۍ له کورواله یو ساعت مخکې خوړل کېږي چې په دې سره د میندوارۍ مخه نیسي.‌

څه ډول کار کوي؟

د ښځینه میندوارۍ د مخنیوي برعکس، هېڅ ډول هورمونونه نه لري.

پوهان وايي، دا د نوې طریقې یوه ځانګړنه ده، دا درمل ټسټوسټیرون هورمون له منځه نه وړي او په دې سره د نارینه هورمون د نیمګړتیا لپاره پر جانبي عوارضو هېڅ اغېز نه کوي.

ددې پر ځای، د سپرم تګ د (کاسر اډینیلیل) په نامه اشارې لېږدوي چې د ذوبېدو وړتیا لري.‌

په لومړنیو څېړنو کې چې پر موږکانو ترسره شوې، چې تر دریو ساعتونو پورې یې اغېز پاتې شوی او تر ۲۴ ساعتونو پورې یې اثر ورو-ورو ختم شوی دی.

په نیویارک کې د وایل کورنیل د طب پوهنتون د پوهانو د ډلې غړې ډاکتره میلاني بالباش وايي، د میندوارۍ د مخنیوي دا وسیله ښکاري چې اسانکارې ده او لنډمهالی اغېز لري.

که دا طریقه په پای کې انسانانو ته هم کارنده ثابته شي، نو سړي به یې یوازې د اړتیا په وخت کې درمل خوري.

خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا ګولۍ له جنسي لارې د ناروغیو د لېږد مخه نه نیسي.

د شیفیلډ پوهنتون د نارینه وو د روغتیا استازد پروفیسر الن باسي وايي: "د سړو له لوري د میندوارۍ د مخنیوي لپاره شدیده اړتیا ده، چې د خولې له لارې باید ګولۍ وخوړل شي، که څه هم پخوا ددې کار لپاره ډېرې ازموینې شوې دي، خو په بازار کې د دغه ډول درملو راتللو کوم څرک نه لګېده".