د یوه معلول سړي وېلچیر کې د یو نیم میلیون ډالرو کوکائین نیول شوي

د عکس سرچینه، HONG KONG GOVERNMENT
د هانګ کانګ نړیوال هوايي ډګر کې د یوه معلول سړي د برېښنايي وېلچیر په څوکۍ او تکیه کې ۱۱ کیلو ګرامه ځای پر ځای شوي کوکائین موندل شوي دي.
نړیوال مارکېټ کې د دې اندازې کوکائینو بیه شاوخوا یو نیم میلیون ډالر اټکل شوې.
دغه ۵۱ کلن سړی د کانګ کانګ هوايي ډګر په ګمرک کې د تالاشۍ پر مهال درول شوی.
د هغه په اړه ویل شوي چې شنبه د کارابین له سینت مارټین هېواده د پاریس له لارې هانګ کانګ ته رسېدلی و.
که پر هغه د دغو خطرناکو نشهيي توکو د قاچاق جرم ثابت شي، نو پر عمري بند محکومېدای شي.
چارواکو ویلي له دغه سړي سره چې د هانګ کانګ نه دی، د سفر پر مهال برېښنايي وېلچیر او یوه بله غوټه وه.
ویل کېږي د کمرګ کارکوونکي پرې له هغه وروسته شکمن شوي چې د وېلچیر د توشک او تکیې تازه بخیو ته یې پام شوی.
د هوايي ډګر کارکوونکو د څېړنې پر مهال موندلې چې په دواړو کې نشهيي توکي ځای پر ځای شوي.
نیول شوي کس چارواکو ته ویلي چې د کرایي موټرونو د یوې کمپنۍ مدیر دی او دا چې دغه برېښنايي وېلچیر خپل یوه ملګري امانت ورکړی و.
د هغه د دې ادعا په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د هانګ کانګ نړیوال هوايي ډګر کې د کمرګ چارواکو ویلي، چې تر دې پېښې وروسته یې "د لوړې کچې خطر له سیمو" د ورتلونکو کسانو د پلټنې ډېرېدو پرېکړه کړې.
دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د هېوادونو ترمنځ د نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیول شي.

د عکس سرچینه، URUGUAYAN INTERIOR MINISTRY
د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۲ کال د هانګ کانګ نړیوال هوايي ډګر کې د قاچاق ۹۳۱ پېښې موندلې وې.
تر هغه یوه کال مخکې د دغو پېښو شمېر ۹۰۶ ته رسېده.
تېر کال د ثبتو شویو سرغړونو په تړاو شاوخوا ۱۷۸ کسان هم نیول شوي دي.
د معلولو کسانو په وېلچیرونو کې د نشهيي توکي د موندل کېدو قضیې پخوا هم لیدل شوې، خو دا لومړی ځل دی چې په یوه هوايي ډګر کې دا ډول وېلچیر نیول کېږي.
نږدې یو کال مخکې (د ۲۰۲۲ کال نومبر) د امریکا په نیویارک کې د یوې ښځې په وېلچیر کې د ۴۵۰ زره ډالرو په ارزښت کوکائین کشف او نیول شوي وو.
د ۲۰۲۲ کال سپتمبر کې بیا پولیسو د ایټالیا په میلان ښار کې یوه برقي موټري وېلچیر ته له لرګي، څرمن او وړیو په جوړه شوې څوکۍ کې د ۱ اعشاریه ۶ میلیون ډالرو په ارزښت کوکائین نیولي وو.











