تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ويټامينو ګولۍ او د يخو اوبو لامبو: د بدن خونديتابه سيسټم ريښتيا هم پياوړولی شي؟
- Author, جېمز ګالاګر
- دنده, د بي بي سي راډيو ۴، د انسايډ هېلت خپرونې وړاندې کوونکی
د ژمي منځ يو سوړ سهار دی.
داسې احساسوم چې لکه خپل عقل او هم خپل ګرم کالي مې چې د جامو بدلولو خونه کې پرې ايښي وي، داسې حال کې چې د لامبو شورټ کې د ډنډ څنډې ته ګامونه اوچتوم.
په يوه رڼه رنګ په تباشير ليکنه راته وايي چې د اوبو تودوخې درجه نن، ۳.۹ سانټي ګراډه سړه ده، داسې حال کې يو کس چې دلته په منظم ډول راځي راته وايي دا د سړو اوبو نه، د "کنګليزو" اوبو لمبا ده.
څنګه دلته راغلم؟
زه د بدن خونديتابه سيسټم پياوړولو يا غوړولو نظریې تر اغېز لاندې راغلی وم. بدن مې د "کواډمېک" (يوه وخت کې په څلورو ویروسونو اخته کېدو) په يوې ژوندۍ بېلګې اوښتی و، چې د بریتانيا عامه روغتيا خدمت یې د ژمي اوږدو کې په اړه خبرداری ورکاوه. دا د والګي، ټوخي، پېچ (اسهال) پرله پسې حالت و.
زموږ د بدن خونديتابه سيسټم، له وړاندې د ويروسونو او نورو حالتونو پر وړاندې مبارزه کې خورا ښه کار کوي. د لندن امپریال کالج کې د بدن دفاعي ځواک پوه جان ټرېګونېنګ په وينا، که ما ټوله هغه هوا چې يوه دقيقه کې مې له تنفسي سيستمه ایستلې، راغونډه کړې وی، له ۱۰۰ تر ۱۰ زرو بکټرياوې، ۲۵ زره ويروسونه به مې په کې موندلي وی.
دی وايي، "دا شيان هر وخت تنفس کوې، هوا کې ګڼ شمېر پتاجېنونه (داسې واړه شيان چې ناروغۍ پېښوي) شته".
خو ډېر داسې خواړه، يا بشپړونکې برخې او فعاليتونه هم شته، چې د "بدن خوندیتابه ځواک پياوړولو" ځانګړتياوې لري. خو موږ په ريښتيا هم د خپلو ځانونو ساتلو دفاعي ځواک زياتولی شو؟
د سړو اوبو لمبا مو له ناروغۍ ساتلی شي؟
له همدې امله مې وپتېيله، ووځم او د ژمي سړو اوبو کې ولامبم.
سړې اوبه مې لکه اور پوټکی سوځوي، او ټول سوچ چې مغز مې يې بوخت کړی و، دا و، چې د ژغورونکو لاسنيوي ته له اړتيا پرته ځان د ډنډ منځ کې دمې ځای ته ورسولی شم.
خو څېړنو ښوولې، هغه اډرنالين چې په سړو اوبو کې د لامبو له امله راپيدا کېږي، د وينو بهير کې د ناروغۍ ضد سلولونه يا حجرې ورپمپوي.
د وينې سپينې حجرې – چې ښايي يا انټيباډۍ يا دفاعي ځواک توليد کړي يا پر ناروغۍ اخته ټیشوګانو بریدونه کوي، له خپلو عادي کورونو راوځي او په ګزمه پيل کوي، په دې فکر چې ښايي میکروبي حالت پېښ شوی وي. نو دا پر دې معنا ده، چې زه لا ډېر خوندی يم؟
د اېډنبرا پوهنتون اېمیون يا بدن دفاعي ځواک پوهه پروفيسوره اېلينور رايلي وايي "يو څو ساعتونو کې دا ټول بېرته عادی حالت ته ستنېږي."
"داسې څه بېلګې نه شته چې وښيي هغه خلک چې سړو اوبو کې لامبي لا کم پبه والګی لري، او يا به لا کم په ناروغيو اخته کېږي."
منظم تمرين ښايي د بدن خونديتابه لا ځوان سيسټم درکړي
د سړو اوبو لپاره ښايي کومه بېلګه نه وي، خو منظم تمرین ښايي داسې يو اغېز ولري.
ډاکټره مارګارېټا مکارټني چې يوه جي پۍ يا عامه ډاکټره او سېنټ انډروز پوهنتون کې پر بېلګو ولاړ درمل یوه کارپوهه ده، وايي په منځنۍ کچه غټان، د کال له دوو تر دريو والګيو اخته کېږي داسې حال کې چې ماشومان له پنځو تر اتو والګي تېروي.
خو وايي "هغه خلک چې منځنۍ اندازه تمرین کوي، داسې وي چې کم په ويروسي ناروغيو اخته کېږي."
که څه هم پرېکنده کلنيکي ازموينې نه شته، خو د ډاکټرې مکارټني په وینا شته بېلګې "ټولې پر دې لور دي، چې ښيي، تمرين مو د روغتیا لپاره ګتور دی، داسې حال کې چې د معجزې درملنه نه شته."
لابراتواري څېړنو ښوولې، منظم تمرين ښايي د بدن خونديتابه زړتوب ورو کړي. د بدن دفاعي ځواک له شل کلنۍ پورته مخ پر ځوړ شي، خو د اتيا کلونو بايسکل ځغلوونکو څېړنې ښوولې چې د بدن خونديتابه سيستمونه يې د لسيزو ځوانو خلکو په څېر وو.
دا وايي " پوهېږم دا ازمينې په ريښتيا هم په پوره لوړ کیفيت نه دي شوې، خو زه به ډېره بایسکل ځغلونه کوم".
ويټامينونه څه اغېزې لري؟
لومړی څه مې چې سوچ ته راځي، ويټامين سي دی، يا د يوه انبار مالټو په خوړلو، يا دا چې د ګوليو په څېر یې وخورم.
ډاکټره مکارټني وايي "زما ځواب منفي دی". د دغه ويټامين کموالی ښايي خونديتابه سيسټم ته زيان ورسوي، د ډېرو خلکو لپاره یې اضافي خوراک کومه ګټه نه لري. همدا خبره د ملټي يا څو ګونو ويټامینونو په اړه هم سمه ده، چې د ډاکټرې مکارټني په وينا يوازې "ګرانې ميتيازې" توليدوي.
خو د ويټامين ډي سره په تړاو بېلګو په اړه بحث خورا تود دی، او په غوڅ ډول یې پر وړاندې د نه خبره کېږي، يا نه ردېږي. د ويټامين ډي کچې ژمي کې لوېږي، ځکه دا ويټامين چې کله مو پوټکی د لمر وړانګو سره مخامخېږي توليدېږي.
ډاکټره مکارټني وايي "فکر کوم بېلګې هغو خلکو لپاره شونو ګټو ته اشاره کوي، چې تنفسي ناروغۍ لري، او يا يې هم د ويټامين کچه تيټه وي"، خو داسې پوره بېلګې نه شته چې وښيي دا ټولو سره مرسته کوي.
داسې حال کې چې ډېر به په دې سوچ کې وي، چې د سودا پر وخت ټوکرۍ کې څه ځای کړي، لا هم داسې پرېکنده بېلګې نه شته چې پروبيوټيکونه، يا هغو پروبيوټيکونه چې کلمو کې ښې بکټرياوې بدلوي، هم خونديتابه سيسټم ته ګتور دي که نه.
ډاکټره مکارټني وايي "باوري يم، دا په ريښتيا هم د څېړنې يوه مهمه برخه ده، خو د ريښتنی ژوند داسې بېلګې نه شته، چې له مخې سپارښتنه وکړی شې."
دا دا هم وايي اکيناس (سرخارګل)، زرچوبه او زنجبيل د بدن دفاع ځواک ښه والي لامل نه کېږي.
ساعت (وخت) ته مو پام دی؟
د بدن خونديتابه سيستم وړتياوې د ورځې اوږدو کې ثابتې او یو ډول نه وي.
پروفيسوره رايلي وايي "زموږ خوندیتابه سيسټم، سهار وختي هغه مهال چې له خوبه راپاڅېږو تر ټولو ډېر فعال وي، بيا همداسې د ورځې وختي برخو کې روان وي، او د ورځې ورستیو کې په مړاوېدو شي."
ځکه نو د والګي حالت سهار کې ناوړه احساسېږي، هغه له دې امله چې د بدن خونديتابه سيسټم په زور د مبارزې حال کې وي، او د ناروغۍ نښې لا ډېرې په ښکارېدو وي.
د خونديتابه سيسټم مخ پر ځوړ حالت "له غرمې ورسته د څلورو يا پنځو بجو شاوخوا" پيلېږي، نو که مو واکيسن کړی وي، يا د سهار وختونو کې داسې چا سره مخامخ شوي وئ، چې ټوخېږي، نو ښايي لا ښه خونديتوب ولرئ.
پروفيسوره رايلي وايي دا چې د خونديتابه سيسټم، ۲۴ ساعته بهیر لري، د "ورځني منظم ريتم يا حالت" لرل، د دې پر ځای چې د شپې تر ناوخته ويښتوب او بيا د اوونۍ پای کې اوږده خوب ګډوله ولرې، "ښايي د خونديتابه سيسټم پياوړتيا کې ښه اغېزناک وي".
د بدن دفاعي ځواک ته مو زيان مه رسوئ!
که وغواړو چې د بدن خونديتابه سيټمو مو پياوړی کړو، دا هم بايد په ياد ولرو، داسې شيان هم شته، چې په ناروغۍ اخته کېدو سره مو مخامختيا زیاتوي.
يو تر ټولو لويه مسئله د سګرېټو څکول دي، ځکه په مخامخ ډول د سږو سيسټم ته زيان رسوي، چې ورسره یې د ويروسونو پر وړاندې د مخنيوي او مقاومت توان کمېږي.
پروفيسور ټرېګونېنګ وايي "که سږي د صافي يا چاڼوونکي په څېر وانګېرو، سګرېټ څکول به يې ترڅ کې سوري جوړوي، چې ورسره یې لا ډېر زيان رسوونکي او ناروغۍ پېښوونکي لامولونه جوړښت ته ننوځي."
همدا کار ټول بدن کې د سوځېدو کچه زیاتوي. التهاب يا سوځېدا د خوندیتابه سيسټم ترموسټاټ په څېر کار کوي، او د مېکروبي کېدو پر وړاندې د بدن د غبرګون طبيعي برخه ده.
خو "ناکنټرول شوی التهاب بدن لپاره زیان رسوونکی دی"، ځکه چې د خونديتابه سيسټم ګډوډوي او د دې لامل کېږي چې "بدن لا کمزوری غبرګون وښيي".
چاغوالی يو بل داسې لامل دی، چې هم په ناروغيو د اخته کېدو خطر زياتوي، او هم یې بدن کې د التهاب کچې په لوړولو توندوالی زياتوي.
ډاکټره مکارتني وايي "که څه هم د دغو دوو لاملونو بدلول يا یې لرې کول خلکو لپاره سخت وي، خو له داسې عواملو دي چې د سمون تر ټولو ډېره وړتیا لري."
که کولی شئ، نو له سټرېس يا رواني فشاره ځان خلاص کړی!
که پرله پسې سټرېس يا روانس فشار سره مامخ وئ، نو بدن کې د کورټيزول هورمون کچه بره خېژي.
کورټيزول د خوندیتابه سيسټم د کمزورۍ لامل کېږي، او ښايي د ناروغيو او مېکروبي کېدو پر وړاندې مو مقاومت کمزوری کړي.
پروفيسور ټرېګونېنګ وايي دا موضوع ښايي دې لپاره روښانوونکې وي، چې ولې طبيعت ته په تلو، پلې ګرځېدا، دوستانو سره ليده کاته او ژوند، او ان سړو اوبو کې لمبا ښايي اغېزناکه او ګټوره وي.
دی وايي "سټرېس کم کړئ، چې کورټيزول ورسره کم خپرېږي، او پايله کې مو د خونديتابه سيسټم د هغې دندې لپاره چې پر غاړه يې ده، لا ښه او ډېره وړتيا خپلوي".
پروفيسوره رایلي بيا زياتوي "دې کې په بشپړ ډول هېح شک نه شته، چې خوشالي، او د سوچ مثبت حالت مو د بدن پر دندو خورا ډېر مهم اغېز لري."
پوزه کې مو مالګینې اوبه سپرې کړئ!
پلورنځيو کې مو ښايي داسې توليدات ليدلي وي، چې د والګي له لومړۍ نښې سره مو د پوزې هر سوري کې سپرې وهلی شئ.
يوه څېړنه چې لانسټ ژورنال کې خپره شوې، ښيي چې دا توليدات ريښتيا هم اغېزناک دي.
دې څېړنه کې زرګونو کسانو ته د (سالين) په نامه مالګينو اوبو سپرې، يا د جېل په بڼه سپرې ورکړل شوې وه. دوی دا سپرې ګانې د ورځې شپږ ځله، هر کله يې چې د ناورغۍ احساس کاوه، کارولی شوی.
هغه کسان چې د پوزې له سپرې پرته یې ورځنی ژوند پر مخ بېوه، دې څېړنه کې په منځنۍ کچه اته ورځې ناروغان وو.
خو دا موده بيا د هغو کسانو لپاره چې د (سالين) مالګینو اوبو يا يې جېل ډوله سپرې کاروله، شپږو ورځو ته کمه شوې وه.
ډاکټره مکارټني وايي باوري ده د سوداګريزو نښنو سپرې ګانې ښايي پر سالين عادي سپرې ګانو هېڅ غوروالی ونه لري.
نو د بدن خونديتابه سیسټم په ريښتيا هم پياوړېدی شي؟
پروفيسوره رايلي وايي که له وړاندې د خپلې روغتیا خیال ساتلو لپاره ټول عادي کارونه کوې، سګروېټ نه څکوې، صحي خوراک کوې، منظم بدني تمرين کوې، نو بيا دې د خونديتابه سيسټم له وړاندې تر ټولو "ښه شونی حالت" کې دی، چې د يوې ناروغۍ پر وړاندې غبرګون وښيي.
دا وايي "دې لپاره څه کولی شې، چې د عادي حالت او روغ کسه لوړ وې؟ هېڅ داسې ريښتينې بېلګه نشته، چې وښيي داسې دې کولی شې".
"خو داسې شيان شته چې د ځانګړو ګوښو ناروغيو پر وړاندې یې د خپل خونديتابه سيسټم ښه کولو لپاره يې کولی شې، هغه دا دی چې واکسين شې."
او ښايي د دې پر ځای چې د خونديتابه غوړولو وروستي لېونتوب کې پيسې ولګوې پر ځای، یې دا پر داسې لارو د سوچ کولو وړاندیز کوي، چې له لومړي سره په ناورغۍ اخته نه شې، نو "احتياط کوئ چې چا سره ژوند او ناسته ولاړه کوئ".