د غبرګونو واده؛ غبرګوني وروڼه، غبرګونې خویندې، غبرګوني کشیشان او غبرګوني خدمتکاران

Twin brides and twin grooms pose together in a church, flanked by twin altar boys on either side. The twin priests who officiated the wedding stand behind the couples.

د عکس سرچینه، Family Handout

د عکس تشریح، دا استثنايي او ناشنا واده د کلونو له منظم او دقیق حساب او کتاب وروسته ترسره شو.
    • Author, سراج حسین
    • دنده, بي‌بي‌سي تامیلي سروېس
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په سوېلي هند کې د یوه واده انځور خورا ډېر لاس په لاس شو، چې د غبرګونو څلور جوړې پکې راټولې شوې دي.

په دې انځور کې غبرګوني وروڼه له غبرګونو خویندو سره د واده پر مهال لیدل کېږي، چې د نکاح مراسم یې غبرګونو کشیشانو مخته وړل او د خدمت لپاره هم غبرګوني ماشومان ګمارل شوي وو.

دا ناشنا او کمپېښ واده د کلونو له دقیق او منظم حساب او کتاب وروسته ترسره شوی دی.

اخیل توماس چې د دغه واده یو زوم دی، وايي: "په یوه واده کې د غبرګونو د څلورو جوړو شتون تصادفي خبره نه ده."

Nikhil Thomas-Maria Mary (left) and Magi Mary-Akhil Thomas (right) in their wedding gowns sitting side by side inside a church, with guests in the background

د عکس سرچینه، Family Handout

د عکس تشریح، نکیل (کېڼ) او اخیل (ښی) له پخوا راهیسې د دې ارمان درلودونکی وو چې له غبرګونو خویندو سره ودونه وکړي

نکیل توماس چې د دې واده یو زوم او د اخیل غبرګونی ورور دی، وايي: "نیت مو کړی و چې له غبرګونو خویندو سره وادونه وکړو؛ کورنۍ مو نژدې درې کاله زموږ لپاره د مناسبو ناوو په پیدا کولو تېر کړل."

دوی دواړه ۳۲ کلن دي، چې په یاده سیمه کې د واده لپاره نسبتاً پوخ عمر ګڼل کېږي.

اخیل په دې اړه زیاتوي: "د دې لپاره چې عمرونه مو له دېرشو اوښتي وو، خپلوانو مو پر موږ فشار راوړو چې د غبرګونو نجونو هیله پرېږدو. هغوی ان دا خبرداری هم راکاوه که له عامو نجونو سره واده ونه کړو، نو ښایي ټول عمر مجرد پاتې شو."

Two brides holding bouquets stand beside their newly married husbands, with a priest in a white robe between them. Twin altar boys stand at either end of the group, while relatives and guests gather behind. In the background, the church altar features a depiction of Jesus on the cross.

د عکس سرچینه، Family Handout

د عکس تشریح، دا واده د جولای پر ۳۰مه د هند په سوېل، کیرالا ایالت د کوټایام سیمې په میټروپولیټن کلیسا کې وشو.

د زامنو لپاره د مناسبو ناوو یا نجونو د موندلو لپاره، د هغوی کورنۍ د ودونو د توافق داسې یوه مرکز ته غوښتنه وړاندې کړه چې ځانګړې پاملرنه یې غبرګونو ته ده.

اخیل وايي، مخکې له دې چې له ماګي او ماریا ماري سره وپېژندل شي، په تېرو څو کلونو کې یې له نژدې ۴۰ جوړو غبرګونو خویندو سره لیدلي وو. په زړه پورې خو دا وه چې دغو ۳۱ کلنو خویندو هم دا موخه درلوده چې له غبرګونو ورونو سره واده وکړي.

ماګي وايي: "له کوچنیوالي مو تصمیم و چې د واده کولو په صورت کې به خامخا له غبرګونو سره غاړه ږدو."

ماریا په دې اړه زیاتوي: "له اخیل او نکیل سره له لیدو سره سم، دواړه زموږ زړونو ته ولوېدل او همغه شېبه مو پرېکړه وکړه چې همدوی زموږ د ژوند ملګري دي."

له دې وروسته خویندو خپله دا غوښتنه هم مطرح کړه چې د نکاح او واده مراسم دې هم د غبرګونو کشیشانو له خوا مخته وړل کېږي.

دا نظر هغه مهال د هغوی ذهن ته راغی چې ماګي او ماریا تېر کال په کلیسا کې جېرون او جوهان جېمز نومي غبرګوني هلکان ولیدل. کله چې د واده خبره حتمي شوه، هغوی له دغو غبرګونو ماشومانو سره اړیکه ونیوله او واده ته یې وغوښتل.

Two brides and grooms arriving at a church in two white cars

د عکس سرچینه، Family Handout

د عکس تشریح، دواړو کورنیو د خپلو خوښې د مناسبو جوړو د پیدا کولو لپاره کلونه کلونه منډې ترړې او هڅې وکړې.

د اخیل مور څو میاشتې مخکې په کلیسا کې له غبرګونو کشیشانو (انتو او اجو پیرومکاټیل) سره پېژندلي وو؛ نو ځکه بل مهم ګام هغوی ته د واده د مذهبي مشرانو په توګه د ورتګ و.

اخیل په دې اړه وايي: "کله چې مې له کشیشانو سره خبرې وکړې او کیسه مې ورته وکړه، دواړه خورا زیات لېوال شول."

پر انټرنېټ د دغه خاص واده د انځورونو له وایرل کېدو وروسته، غبرګونو کشیشانو هم له دغې ناڅاپي توجه نه په زړه پورې ګټه پورته کړې ده.

اجو په دې اړه وویل: "دا زموږ په ژوند کې یو حقیقت کې نه هېرېدونکی واده شو."

Twin brothers Antho and Ajo Perumkattil officiating the wedding in the church

د عکس سرچینه، Family Handout

د عکس تشریح، له دغه واده وروسته غبرګونو کشیشانو هم د خلکو له پاملرنې او ذوقه ډېر خوند اخیستی دی.

نکیل توماس په دې اړه وايي: "دا د مینې واده نه و، بلکې د مشرانو په خوښه ترسره شو."

دا پیښه د هند د داسې روایتي او کورنیو ودونو یوه بېلګه ده چې پلار، مور او د کورنۍ مشران پکې د جوړو په جوړولو او د دواړو خواوو په موافقه کې مهم رول لري.

پر خواله رسنیو د انځورونو له خپرېدو وروسته، له هغې راهیسې دغو نویو جوړو ته پر انټرنېټ له هرې خوا پراخې مبارکۍ او دعاوې استول شوې دي.

Two newly wed couples stanind infront of a door

د عکس سرچینه، Family Handout

د عکس تشریح، نویو جوړو ویلي، د هغو بې‌شمېره مبارکیو او غبرګونونو له امله له تمې پورته حیران شول چې پر انټرنېټ د دوی د واده د عکسونو تر خپرېدو وروسته تر لاسه شول.

د ټولنیزو شبکو ګڼو کاروونکو نویو جوړو ته مبارکۍ ورکړې او یو شمېر نورو بیا دا د غبرګونو لپاره يو استثنايي او له هیلو ډک واده وباله.

ماریا په دې اړه وویل: "اصلاً مو ګومان نه کاوه چې عکسونه به مو تر دې حده مشهور شي."

هغې زیاتوله: "موږ دا کار د لایکونو او شهرت په موخه نه و کړی؛ دا مو د ارمان واده و چې ناڅاپه پر ټولنیزو رسنیو وایرل شو."