رونالډو وايي دا یې ښايي د "لوبېدو وروستی کال" وي

رونالډو

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د نړۍ په کچه د فوټبال یو تر ټولو مشهور ستوری کرېسټیانو رونالډو وايي، ښايي د فوټبال دا فصل به یې د یوه لوبغاړي په توګه وروستی وي.

رونالډوچې ۴۱ کلن دی، د تېرې سې شنبې په ورځ له خپلې کوژدنې جورجينا روډريګز سره واده وکړ او اوس وایي، د داسې ژوند په اړه فکر کوي چې خپله کورنۍ یې په کې لومړيتوب ولري.

رونالډو پنځه ځله د بالون ډور یا د کال غوره لوبغاړي جايزه او پنځه ځله د اروپا د اتلانو يا چمپينز ليګ اتلولي ګټلې ده.

د دې تر څنګ یې په انګلنډ، اسپانيا، ايټاليا او سعودي عربستان کې د لیګ اتلولۍ هم ګټلې دي.

رونالدو او مېرمنه یې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف

رونالډو د فوټبال نړيوال جام کې هم تر ټولو ډېر ګولونه وهلي دي.

د پورتګال د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر نژدې څلور کاله کېږي چې د سعودي فوټبال ليګ کې له النصر لوبډلې سره لوبېږي او لا یې په قرارداد کې يو کال پاتې دی.

رونالډو د خپل واده په اړه له ووګ مجلې سره په يوه مرکه کې وويل، "دا ښايي زما د فوټبال وروستی کال وي، غواړم يو په زړه پورې ميراث پرېږدم".

رونالډو زياتوي، "ما د راتلونکي لپاره هرڅه له وړاندې پلان کړي دي، ډېر داسې کارونه شته چې ما بوخت وساتي، يوازې د يوه کار يادول راته سخت دي. فوټبال کولی شي یوه لويه تشه رامنځته کړي، خو بايد خپل وخت په بېلابېلو څيزونو ډک کړئ، يوازې په يوه څيز نه".

نوموړی وايي، په دې کې "ډېره تفريح، ډېر سفر، پډېل ټېنس کتل او لوبېدل، چې زما ډېر خوښېږي او له هغو لاسته راوړنو خوند اخيستل چې زه یې لرم، شامل دي".

"دا هر څه له ۲۵ کلونو قربانۍ وروسته ترلاسه شوي دي".

د نوموړي پخواني او اوږدمهاله سيال، لیونل مېسي چې د بالون ډور جايزه یې په ریکارډ کچه اته ځله ګټلې په دې وروستيو کې ويلي وو، نه پوهېږي تر کومه وخته به فوټبال ته دوام ورکړي.

په تېر نړيوال جام کې مېسي ټول اته ګولونه ووهل او ارجنټاين یې تر پایلوبې ورساوه.

رونالډو بیا د شپاړسو لوبډلو د سياليو له پړاوه بهر شو.

رونالدو او ښځه یې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف

رونالډو په تېره جولای مياشت کې د پوښتنې په ځواب کې چې دا به یې وروستی نړيوال جام وي وویل، په دې اړه پرېکړه به له خپلې کورنۍ سره په "ارام ذهن" وکړي.

د يادولو وړ ده چې نوموړي د تېر کال په وروستيو کې ويلي، تر هغه به لوبېږي چې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰۰۰ ته ورسوي.

نوموړي ويلي وو، "تاسو پوهېږئ چې زما موخه څه ده، زه غواړم جامونه وګټم او هغې شمېرې ته ورسېږم [۱۰۰۰ ګولونو ته] چې تاسو ټول پرې خبرې ياست. که ټپي نه شم، حتما به دې شمېرې ته رسېږم".

رونالډو او ښځه یې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف

د سعودي النصر د شنبې په ورځ د خپل ليګ سيالۍ د الفتح لوبډلې پر وړاندې پيل کړې. رونالډو په دې لوبه کې ونه لوبېد خو له خپلې کورنۍ سره یې په لوبغالي کې لوبه کتله.

د فوټبال دغه ستوري وروسته له هغه په ۲۰۰۳ کال کې نړيوال شهرت ترلاسه کړ چې د بریتانيا پرېميرلیګ کې له مانچسټر يوناټېډ لوبډلې سره يو ځای شو.

په ۲۰۰۹ کال کې بيا له مانچسټر يونايټېډ څخه د اسپانيا ريال ماډريډ لوبډلې ته ورغئ او تر ۲۰۱۸ کال پورې یې هلته لوبه وکړه. دری کاله بیا د ايټاليا له يوېنټس سره و او په ۲۰۲۱ کې بېرته مانچسټر يوناټېډ ته ورغئ او په ۲۰۲۳ کال کې یې د سعودي له النصر لوبډلې سره یې تړون لاسلیک کړ.