په دې پنځو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو تر "امر ثاني" بندیز اعلان شوی، د ښځو پر کار، ازاد تګ راتګ او ځینو نورو حقونو باندې محدودیتونه لګېدلي دي.
بي بي سي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له یو شمېر نجونو او مېرمنو سره وغږېدله او دوی یې وپوښتل چې په تېرو پنځو کلونو کې یې څه لاسته راوړي او څه یې له لاسه ورکړي دي.
که څه هم تازه شمېرې نشته خو تېر کال په افغانستان کې د ديني مدرسو
شمېر له یویشت زرو اوښتی و او په چټکۍ لوړېدونکی دی. دا
شمېر د تېر افغان حکومت پر مهال شاوخوا
پنځه زره و.
د
طالبانو د حکومت د وروستیو شمېرو له مخې په دغو مدرسو او د عمومي زده کړو بنسټونو
کې ټول کابو دیارلسمیلیونه هلکان او نجونې زدکړې کوي.
د
طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د بیاواکمنۍ په لومړي کال ویلي وو چې "په هر
ولایت کې یوه ستره جهادي او په هره ولسوالۍ کې له درې تر لسو ديني مدرسې
جوړوي" او له هغې راهیسې د ديني مدرسو شمېر بېساری لوړ شوی او د رپوټونو له
مخې، د مدرسو جوړول د طالبانو د حکومت د چارواکو او قوماندانانو تر منځ یو ډول
سیالي ګرځېدلې ده.
د
تېر جمهوري حکومت پر مهال، د پوهنې وزارت تر چتر لاندې څه باندې ۱۲۰۰
د ديني زده کړو مرکزونه یا مدرسې ثبت وې.
له ځينو طالب چارواکو سره په خبرو کې چې په هغو کې ان ځینې
لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي په نارسمي ډول، له کامرې پرته اعتراف کړی چې دوی
غواړي د ښځو او نجونو پر مخ دې ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانيستل شي.
خو د طالبانو مشر مولوي هبت الله چې په کندهار کې مېشت
دی، تراوسه په خپله خبره کلک ولاړ دی او په وروستیو کلونو کې یې پر مېرمنو نور
محدويتونه هم لګولي دي.
د نظر له دې توپيرونو سره سره د طالبانو حکومت د بهرنيو
چارو له مرستيال وزير شير محمد عباس پرته چې تېر کال یې د نجونو د ښونځيو د بيا
پرانيستلو غوښتنه کړې وه، هېڅ طالب چارواکي په عامه توګه د خپل مشر له دې امر سره
مخالفت نه دی ښودلی.
له خپلو
څرګندونو وروسته شير محمد عباس ستانکزی له افغانستانه ووت او له هغه راهيسې یې دې
هېواد ته د بېرته راستنېدو هېڅ نښه نه ليدل کېږي.
وروستی, تېر پنځه کاله له افغانستان سره له ۱۱ میلیارد ډالرو ډېره مرسته شوې
د عکس سرچینه، Getty Images
د
ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، کله چې طالبان
بېرته واک ته ورسېدل، افغانستان ته د بشري مرستو لپاره له ۱۱ میلیارد ډالرو ډېره
مرسته ځانګړې شوې ده. دغه هېواد د جمهوري نظام له سقوط او د پراختیايي مرستو د یوې
لویې برخې له بندېدو وروسته له پراخ بشري کړکېچ سره مخ دی.
اوسنی
بحران د طالبانو د بېرته واک ته رسېدو له لومړیو میاشتو او د افغانستان د اقتصاد
له ناڅاپي ټکان سره پیل شو. د ملي اسعارو ارزښت راکم شو، سلګونه زره کسانو خپلې
دندې له لاسه ورکړې او د نړیوالو ادارو د ملاتړ ګڼ پروګرامونه هم ودرول شول.
"د افغانانو، سیمې او نړیوالې ټولنې ګډ هدف روښانه دی. دې هدف ته د نږدې کېدو لپاره، برحاله چارواکي باید پر ښځو او نجونو محدودیتونه لرې کړي، د ښوونې او روزنې، کارموندنې او عامه ژوند برخو کې د دوی بشپړ ګډون ته اجازه ورکړي، بنسټیز حقونه او ازادي خوندي کړي، او د امنیت او ترهګرۍ اړوند نړیوالو اندېښنو ته رسیدګي وکړي. دا د نړیوالو تمې او د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ لپاره اړینې پانګونې دي."
نېکو: یوه ورځ به دا ستونزې حل شي او د پخوا په څېر به کار او زده کړې کوو
نېکو احمدزۍ چې دا یې مستعار نوم دی وايي، افغانستان کې د نظام په بدلون سره ښځو خپل کارونه او د زدکړو حق له لاسره ورکړ خو یو شمېر مېرمنې شته چې خپلې هیلې له لاسه نه دي ورکړې او موخې ته رسیدو لپاره یې بېلا بېلې لارې لټولې دي. دا وايي، ځینو ښځو خپله ځان ته د کار زمینې برابرې کړې دي. همدارنګه یو شمېر یې په انلاین بڼه زدکړې هم کوي. نوموړې هیله منه ده، چې یوه ورځ به حالت بدل شي او بېرته به د کار او زدکړو حق ترلاسه کړي. په خبره یې د همدې ورځو زدکړې او کاريتجربې به یې هغه وخت بیا ورته ګټورې تمامې شي.
د ویډیو تشریح، نېکو: یوه ورځ به دا ستونزې حل شي او د پخوا په څېر به کار او زده کړې کوو
د طالبانو د حکومت پنځه کلونه: " قابله او میندواره یم خو د خپلې لور راتلونکې ته اندېښمنه یم"
د عکس سرچینه، Getty Images
"همدا درې میاشتې وړاندې و. د شپږو اولادونو مور وه او شاوخوا ۴۵ کلنه وه. د غریبې کورنۍ وه چې له یوې لرې ولسوالۍ زموږ کلینیک ته ناوخته رارسېدلې وه! د ډاکټر او قابلي د نشتوالي له امله... موږ خورا ډېره هڅه وکړه... د نوي زېږېدلي ماشوم او هم یې د مور وضعیت ډېر خراب و! دوه شپې او ورځې یې له مرگ سره مبارزه وکړه او په پای کې زموږ هڅو پايله ورنه کړه او مور یې ساه ورکړه. یوازې وتوانېدو چې نوی زېږېدلی ماشوم وژغورو."
مرضیه (مستعار نوم) په افغانستان کې قابله ده او له تېرو پنځو کلونو په یوه داسې کلینیک کې کار کوي چې د شاوخوا ۵۱ زره کسانو لپاره خدمتونه وړاندې کوي.
دا کلینیک د ښځینه ناروغیو او زېږون متخصصه ډاکټره نه لري.
مرضیه د مخکې یادې شوې مور د مړینې کیسه بیا- بیا یادوي او وايي، په افغانستان کې ډېرې میندوارې ژوندۍ پاتېدای شي، خو د زېږون پر مهال د ډاکټر او قابلې د نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي:
"اوس د دغه نوي زېږېدلي او د شپږو نورو ماشومانو برخلیک به له مور پرته څنګه شي؟ د ټولې کورنۍ برخلیک؟ موږ ټول خواشیني او خپه وو... زموږ لپاره تر ټولو سخته تجربه، د خپل ناروغ د له لاسه ورکولو شېبې دي."
افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د میندو د مړینې کچه په کې تر نورو هېوادونو لوړ دی.
دا هېواد د قابلو په ګډون د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له سخت کمښت سره مخامخ دی.
پر دې سربېره، د طالبانو حکومت ښوونځي، بيا پوهنتونونه او وروسته د نجونو پر مخ نیمه لوړ طبي تحصیلي مرکزونه بند کړل.
ښځې او د طالبانو حکومت پنځه کاله : "د ښوونځي ارمان مو لا هم په زړه کې پاتې دی"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو له بنديزه ګڼې نجونې اغېزمنې شوې دي. د ارزو (مستعار) په نامه یوه نجلۍ وايي، اوس هم د ښوونځي ارمان کوي. نوموړې وايي، "د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو راهيسې له ښوونځي پاتې شوو، څو کاله په کور کېناستو... وروسته مو مدرسې شروع کړې خو د ښوونځي ارمان مو لا هم په په زړه کې پاتې دی."
د ویډیو تشریح، د طالبانو حکومت پنځه کاله د ښځو له ژبې: "د ښوونځي ارمان مو لا هم په زړه کې پاتې دی"
یونیسکو: د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې له دوو میلیونو ډېرې افغانې نجونې له زدکړو بې برخې شوې دي
د ملګرو ملتونو ښوونیز، روزنیز او کلتوري سازمان 'یونیسکو' ویلي، طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو راهیسې اټکل شوي ۲.۴ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زدکړو منع کړې دي.
دا اوونۍ د طالبانو حکومت په داسې حال کې واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه لمانځي چې ځینې هېوادونه له دغه حکومت سره خپلې اړیکې پراخوي، سره له دې چې د بشري حقونو د څارونکو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
یونیسکو په خپل بیان کې وویل، افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې په رسمي ډول له منځنیو او لوړو زده کړو څخه منع دي. دې ادارې وویل، دغه وضعیت ''افغانستان د لسیزو له ضایع شوي ظرفیت، لا زیاتې بېوزلۍ او نه جبرانېدونکي زیان سره د مخ کېدو له خطر سره مخ کوي.''
دغه سازمان اټکل کوي چې د ښځو پر منځنیو او لوړو زدکړو بندیز ښايي تر ۲۰۶۶ کال پورې ۶۰۰ زره افغان ښځې له کاري ځواک څخه وباسي، د عایداتو په مجموعي ډول د ۹.۶ میلیارد ډالرو د ضایع کېدو لامل شي او د کم عمره ودونو خطر ډېر کړي.
د طالبانو حکومت پوهنې وزارت سملاسي د نظر غوښتنې په ځواب کې څه ونه ویل.