کرېکټ؛صدیق اتل د ۲۰۲۴م کال شپږیزې لیګ غوره توپوهونکی او غضنفر غوره توپ اچونکی شو

د عکس سرچینه، Acb
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي نیوز
د شپږیزې لیګ پایلوبه کې بند امیر ښامارانو د امو نهنګانو لوبډلې ته د یوه لوبغاړي په زیان د ۱۷۹ منډو هدف ټاکلی و چې په بدل کې یې امو نهنګانو دا منډې د دریو لوبغاړو له اوټېدو وروسته په ۱۹م اوور کې پوره کړې، له دې سره امو نهنګانو د اووه وېکټو په توپیرپه لومړي ځل د شپږیزې لیګ اتلولي وګټله.
زبېد اکبري، شاهدالله کمال او محمد اسحاق چې د افغانستان د کورني کرېکټ نوې ځلېدونکي لوبغاړي دي د دغې هدف په پوره کولو کې مهم او اغېزناک رول ولوباوه، د امو نهنګانو په ګټه دغو لوبغاړو په ترتیب سره ۴۰،۵۹ او ۴۷ منډې وکړې.
له دې مخکې د دغې لوبې پچه (ټاس) حشمت الله شهیدي وګټله او خپله یې لومړۍ د توپوهنې پرېکړه کړې وه.
په دې لوبه کې د بندامیر لوبډلې لوبډلمشر حمشت الله شهیدي ۷۸ او د پیل توپوهونکي صدیق الله اتل ۷۵ ارزښتناکه منډې جوړې کړې خو د ۱۷۹ منډو هدف یې لوبډله له ماتې ونه ژغورله.
په دغو دواړو لوبډلو کې د ملي لوبډلې ځینې پیاوړي او د کورني کرېکټ یو شمېر ځلیدلې لوبغاړي لوبېدل.
په نننۍ لوبه کې د فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي په ګډون د امو نهنګانو هیڅ کوم بالر په وېکټ اخېستلو بریالی نشو او د بند امیر لوبډلې یوازینۍ اوټ لوبغاړی کریم جنت هم د اعجاز احمدزي لخوا د منډې جوړولو پر مهال وسوځېد.
بند امیر لوبډلې په ۲۰۱۷م کال کې د شپږیزې لیګ اتلولي ګټلې وه، هغه مهال د دغې لوبډلې لوبډلمشر راشد خان و.
امو نهنګانو بیا د شپږیزې لیګ هیڅ کومه اتلولي نه لرله او سږنۍ اتلولي سره یې د ګټې لومړۍ حساب پرانېست.
نوې ځوانان به د افغانستان د توپوهنې ستونزه څومره حل کړي؟

د عکس سرچینه، acb
صدیق الله اتل نن پایلوبه کې د ۷۵ مهمو منډو له جوړولو سره په شپږیزه لیګ کې د ډېرو منډو جوړونکي لوبغاړي ځای لا ټينګ کړ، نوموړی له دې مخکې د شپږیزو لیګ لومړي پړاو سیالیو کې د ۳۴۸ مجموعي منډو سره مخکښ و.
د پایلوبې سره د هغه ټولې منډې ۴۲۳ شوې چې دا د نهم پړاو شپږیزه لیګ کې تر بل هر لوبغاړي ډېرې منډې دي.
د هغه تر څنګ نور ځلېدونکي لوبغاړي هم ټول نوې ځوانان دي او د ملي لوبډلې هیڅ لوبغاړی په لومړیو پنځو غوره توپ وهونکو کې نشته.
د صدیق اتل وروسته زبید اکبري، دروېش رسولي، عبدالمالک، وفی الله تره خېل او حسن عیسی خېل د نهم پړاو شپږیزې لیګ غوره ځلېدونکي او مخکښ توپوهونکي بلل کېږي.
په توپوهنه کې بیا الله محمد غضنفر د سږني لیګ غوره توپ اچونکی نومول شوی او د دې ویاړ جایزه ورکړل شوې، نوموړې نن پایلوبه کې یوه وېکټه واخېسته خو په ټولو نهو سیالیو کې له ۱۸ وېکټو سره مخکښ دی.
د امو نهنګانو زبید اکبري بیا د ټولو سیالیو غوره لوبغاړی او وفی الله تره خېل د شپږیزې لیګ تر ټولو ځوان ښه لوبغاړی نومول شوی دی.
افغانستان له همدې کورني کرېکټه ملي لوبډلې ته غوره لوبغاړي غوره کوي او که د غوراوي کمیټه د صدیق اتل په څير د نورو ځلېدونکو لوبغاړو وروستۍ سیالۍ پام کې نیسي شک نشته چې د افغانستان له اوږده مهال راهیسې روانه د توپوهنې ستونزه ورسره کمېدی شي.
د توپ اچونې برخه کې بیا الله محمد غضنفر، حمزه هوتک، فضل حق فاروقي او ننګیال خروټی مخکښان دي.
وکتل شي چې تر ټولو مشهورو کورنیو دغو سیالیو کې ځلیدونکو لوبغاړو باندې په راتلونکي کې څومره باور کېږي؟
د نندارچیانو ډک میدان او سخت امنیتي تدابیر

د عکس سرچینه، acb
کابل کې د بي بي سي خبریال حفیظ الله معروف چې د شپږیزې لیګ پایلوبې لپاره نن د کابل لوبغالي ته ورغلی و وايي دا لوبه زرګونه نندارچیانو له سختو ولولو سره له نږدې کتله.
له سهاره راهیسې د لوبې کتلو لپاره ډیری خلک په صفونو کې ولاړ وو تر څو پخپل نوبت لوبغالي ته ننوځي.
دا لوبې د پنځو لوبډلو تر منځ د اګست میاشتې په ۱۲مه پیل شوې وې چې نن د اګست په ۲۴مه یې پایلوبه وه.
د کابل کرېکټ لوبغالي شاوخوا ټولو لوبو په ځانګړي ډول پایلوبې لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیول شوې وو.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای











