د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو؛ تر اوسه څوک ښه ځلېدلي دي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو نهم پړاو لوبې چې د ۲۰۲۴م کال د اګست پر ۱۲مه پیل شوي او ټاکل شوې پایلوبه یې د همدې میاشتې پر ۲۵مه (راتلونکې یکشنبه) ترسره شي.

د افغان ملي لوبډلې زیاتره لوبغاړي هم چې د نړۍ په نورو لیګونو کې لوبېدل، دغو لوبو ته بېرته افغانستان ته ستانه شول.

د روان کال شپږیزې لیګ کې د هرې لوبډلې په جوړښټ کې د ملي لوبډلې لوبغاړو تر څنګ یو شمېر نويو او ځوانو لوبغاړو ته هم ځای ورکول شوی دی، چې ځینې پکې ښه ځلېدلي دي.

د بېلګې په توګه په توپ وهنه کې صدیق اتل، زبید اکبري، وفي الله تره خېل او حسن عیسی خېل او په توپ اچونه کې بیا الله محمد غضنفر، ننګیال خروټی او ضیاالرحمن اکبر ښه ځلېدلي دي.

صدیق الله اتل تر اوسه د ۳۱۰ منډو په جوړولو، د منډو جوړونکو د کتار په سر کې ځای لري، چې تر تر ټولو ډېرې یې په یوه لوبه کې ۸۹ منډې وې.

دغه راز په توپ اچوونه کې بیا تر اوسه الله محمد غضنفر د ۱۳ وېکټو په اخیستلو سره له ټولو مخکې دی. غضنفر په یوه لوبه کې ۴ لوبغاړي سوځولي او په بدل کې یې یوازې ۱۲ منډې ورکړي دي.

د لوبډلو په جدول کې تر دې مهاله بند امیر، مس عینک او امو لوبډلې د اتو-اتو نمرو په لرلو سره له لومړي تر درېیم ځای لري. د بست لوبډله ۶ نمرې لري او په څلورم ځای کې ده.

خو سپین غر لوبډلې پرله پسې شپږ ماتې خوړلې او یوازې یوه بریا لري، چې د لوبډلو جدول په وروستي کتار کې ځای لري.

تېر ۲۰۲۳ کال کې شپږیزه لیګ لوبې ونه شوې او نهم پړاو یې سږ کال ته وځنډېد.

نن بند امیر او امو لوبډلو بریاوې خپلې کړې

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو کې نن سې شنبې لومړۍ سیالي د مس عینک او بند امیر لوبډلو ترمنځ وه چې بند امیر وګټله.

دې لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د څلور لوبغاړو په زیان یې ۱۳۹ منډې وکړې. لوبډلمشر حشمت شهیدي تر نورو ډېرې ۵۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

مس عینک لوبډلې دغه هدف پوره نه شو کړای او ټول لوبغاړي یې تر ۱۹ اووره په داسې حال کې وسوځېدل چې یوازې ۹۷ منډې یې کړې وې.

بند امیر لپاره توپ اچونه کې الله محمد غضنفر ښه وځلېد، په څلورو اوورونو کې یې یوازې ۱۲ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول. کریم جنت ۳ او امیر حمزه دوه سیال لوبغاړي وسوځول.

د نن ورځې په دویمه لوبه کې چې د سپین غر او امو لوبډلو ترمنځ وه، امو لوبډله بریالۍ شوه. دې لوبډلې په توپوهنه کې د زبید اکبري ۸۲ منډو پر مټ په ۱۷ اوورونو کې ۱۶۶ منډې وکړې. لوبه د باران له کبله یو څه وځنډېده.

د دغه ځنډ له کبله د اوورونو شمېر ۱۲ ته راکم او هدف ۱۳۸ منډې وټاکل شو.

که څه هم سپین غر لوبډلې لپاره لوبډلمشر راشد خان تیزه لوبه وکړه او په ۲۶ توپونو یې ۵۳ منډې وکړې، خو د فضل الحق فاروقي ښې توپ اچونې د هدف ترلاسه کېدو مخه ونیوه.

سپین غر لوبډلې د ۹ لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۱۲ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۶ منډو په توپیر وبایلله.

فضل الحق فاروقي نننۍ لوبه کې ۵ لوبغاړي یې وسوځول. قیس احمد هم د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.