شپږيزه کرېکټ لیګ؛ راشد خان کابو پنځه کاله وروسته کابل کې ولوبېد

CRICKET

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي نیوز

د نړۍ د کرېکټ مشهور افغان لوبغاړی راشد خان نن (یکشنبه) له یوې اوږدې مودې وروسته په 'شپږیزه' کرېکټ سیالیو کې د یوې ځایې لوبډلې لوبډلمشري وکړه او په کابل کرېکټ لوبغالي کې ولوبېده.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن سهار وختي د یوې ویډیو په خپرولو سره خبر ورکړ چې افغان لوبغاړي راشد خان او نوین الحق کابل ته ور رسېدلي دي.

دوی دواړه تازه د انګلنډ له سل بالیزه سوداګریز لیګه کابل ته ور ستانه شوي.

افغان پلازمېنې کابل ته له رسیدو وروسته راشد خان په کابل کرېکټ لوبغالي کې راښکاره شو چې د راغلو نندارچیانو له تود هر کلي سره مخ شو. وروسته هغه په شپږيزه کورني کرېکټ جام کې د لوبېدونکې سپین‌غر پړانګانو لوبډلې ورزشي لباس په تن کړ او په میدان کې ولوبېده.

په ښکاره هغه ته په انګلستان کې ډاکټرانو د څو اونیو د استراحت لارښوونه کړې وه او داسې انګېرل کېدل چې نوموړی به په شپږیزه کې ګډون ونه کړي.

نوموړی په ورون کې د درد له کبله د انګلنډ له سل توپیزه سیالیو ووت او ډاکټرانو ورته د دریو اونیو کرېکټ نه کولو ویلي و.

کابو پنځه کاله کېږي چې راشد خان د افغانستان په کورنیو سیالیو کې ګډون نه دی کړی. دی دا ځل په روانه شپږیزه لیګ کې د سپین غر پړانګانو لوبډلې لوبډلمشر اعلان شوی و خو د سیالیو په لومړۍ اونۍ کې نه و.

راشد خان چې د کرېکټ د نړۍ یو له مشهورو، بریالیو او بوختو لوبغاړو یادېږي؛ له څلور کلن ځنډ وروسته تېره مئ میاشت کې افغانستان ته ستون شوی و.

راشد خان هغه مهال ویلي وو، "ګران وطن ته زما تګ زما په زړه او ذهن کې نوې انرژي پیدا کړه."

CRICKET

د عکس سرچینه، ACB

تېره اوونۍ د افغانستان د کرېکټ ځینې نور هغه نامتو لوبغاړي هم کابل ته ستانه شوي چې په بهرنیو لیګونو کې بوخت وو. محمد نبي،ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګوربز، فضل حق فاروقي، عظمت الله عمرزی او ځینې نور هغه مشهور لوبغاړي دي چې دا مهال په شپږیزه لیګ کې له خپلو لوبډلو سره یوځای شوي دي.

کابل ته د راشد خان او نوین الحق له تګ سره داسې ښکاري چې له یوې اوږدې مودې وروسته ټول ملي او مشهور افغان لوبغاړي وطن کې سره یوځای شوي دي.

د دوی له منځه ډېر یې د امریکا او وېسټ انډیز په ګډ کوربتوب د تېر بریالي نړیوال جام وروسته هېواد ته تللي، افغان ملي لوبډله په دغه جام کې تر نیمه پایلوبې ورسېده او د ډېرو نړیوال پام یې خپل کړ.

د کرېکټ ګڼو مینه والو بي‌بي‌سي پښتو ته ویلي چې دوی هر یو د خپلې خوښې لوبغاړي او لوبډلې لپاره میدان ته ورځي او خوښ دي چې خپل ملي لوبغاړي له مودو وروسته له نږدې ګوري.

د حشمت الله شهیدي او راشد خان (لوبډلمشرانو) تر منځ لوبه

CRICKET

د عکس سرچینه، ACB

راشد خان چې د افغانستان د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر هم دی، کابل کې یې لومړۍ لوبه د ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي پر وړاندې وکړه، شهیدي په شپږیزه لیګ کې د بند امیر ښامارانو لوبډلمشر هم دی.

راشد خان په نننۍ لوبه کې د لوبډلمشرۍ تر څنګ توپ اچونه او توپ وهنه هم وکړه او وځلېد.

نوموړي نن د بند امیر ښامارانو لوبډلې پر وړاندې په څلورو اورونو کې نهه منډې ورکړې او د کپتان حشمت الله شهیدي په ګډون یې درې سیال لوبغاړي اوټ کړل.

دا په روانه شپږیزه کې دویمه ښه او اقتصادي توپ اچونه یاده شوې ده.

بند امیر ښامارانو د صدیق الله اتل د ۸۹ منډو پر مټ سپین غر پړانګانو ته د ۱۴۸ منډو هدف ټاکلی و چې سپین غر لوبډلې پوره نه شو کړی.

CRICKET

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي کابل کې د شپږیزو سیالیو نندارې ته هره ورځ زرګونه مینه وال ورځي او د کرېکټ مینه خړوبوي

د سپین غر لوبډلې له لوري تر ټولو ډېرې منډې حسن عیسی‌خېل وکړې. د عیسی‌خېل د ۴۵ منډو تر څنګ نعمان شاه ۲۷، سمیع الله شینواري ۱۵، رحمان الله ګوربز ۹ او راشد خان د دوو شپږیزو پر مټ ۱۳ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو.

بند امیر ښامارنو دا لوبه د ۱۳ منډو په توپیر وګټله او له دې سره یې په لومړیو پنځو لوبو کې درې مهمې بریاوې خپلې کړې. سپین‌غر بیا پنځو لوبو کې یوه ګټلې ده.

افغانستان کې د شپږیزې نهم پړاو کرېکټ سیالۍ د اګست په ۱۲مه داسې مهال پیل شوې دي چې ځینې نامتو افغان لوبغاړي لا په بهرنیو لیګونو کې بوخت وو او یا یې هم کابل ته د سفر بندوبست کاوه.

د کرېکټ دا مېله به تر یوې بلې اوونۍ یعني د اګست تر ۲۵مې نیټې په کابل کې روانه وي.