د بلوچستان اورګاډي برید: چارواکي اورګاډي کې د سپرو د شمېر په اړه یوه خوله نه دي، ۴۵ تنه څه شول؟

پاکستان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي برید کې د وژل شوي پاکستاني پوځي خواجه یاسر تابوت د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر مرکز مظفر اباد ته نژدې سیمې ته لېږدوي.

که څه هم پاکستاني پوځ د دې اعلان او ادعا خو وکړه چې پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي برید د ۳۳ بریدګرو په وژلو سره پای ته رسېدلی خو تر اوسه په اورګاډي کې د سپرو کسانو د شمېر په اړه خبره ګونګه ده او بېلابېلو چارواکو ضد و نقیض شمېرې ورکړې دي.

دې پوښتنې راولاړې کړې دي چې په اورګاډي کې هغه ورځ څومره کسان ناست وو او که ورکړل شوې شمېرې سمې وي نو پاتې کسان اوس چیرې دي؟

پرون جمعه (کب ۲۴/مارچ ۱۴) په یوه خبري کنفرانس کې د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي او د پاکستان پوځ‌ مرستیال ویاند جنرال احمد شریف چودري وویل چې د عملیاتو پر مهال ۳۵۴ مساپر وژغورل شول او د ۱۸ پوځيانو او امنیتي کسانو په ګډون ۲۶ تنه ووژل شول.

دوه ورځې مخکې پخپله جنرال چودري ویلي وو چې په برید کې ۲۱ تنه وژل شوي وو. خو نن یې ویلي چې ځينې مساپر تر اورګاډي په یو څه فاصله کې په ګولیو لګېدلي چې ښايي د تېښتې هڅه به یې کوله.

"ښايي ځينې لا هم له بریدګرو سره وي"

که د چارواکو له لوري د ژغورل شوو او وژل شوو کسانو ورکړل شوي شمېر ته وکتل شي نو ‌۳۸۰ تنه کېږي. بیا له هغې شمېرې منفي شي چې دوه ورځې مخکې همدغه جنرال یوه ځايي‌ تلویزون ته په خبرو کې ویلي وو چې اورګاډي کې ۴۴۰ تنه سپاره وو. که څه هم ښاغلي‌ بوګټي اورګاډي کې د ناستو کسانو شمېر ۴۲۵ ښودلی و.

نو بیا پوښتنه دا پیدا کېږي چې په جعفر اېکسپرېس کې ناست نور ۴۵ تنه څه شول؟

د بولان غره کې اورګاډي پټلۍ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د بولان غره کې اورګاډي پټلۍ

د بلوچستان اعلی وزیر وايي چې "ښايي ځينو کسانو اورګاډي کې د سفر ټېکټ اخیستی وي خو سفر یې نه وي‌ کړی. یا د دې امکان هم شته چې ځينو کسانو د تېښتې پر مهال لاره ورکه کړې وي او بېرته د بریدګرو لاس ته ورغلي وي."

یوه بله ګونګه خبره د یرغملو په اړه هم شته چې پاکستانيو پوځي چارواکو یو څه خو دولتي چارواکو بل څه ویلي.

د پاکستان پوځ مرستیال ویاند جنرال احمد شریف چودري د عمیات پر مهال ویلي وو چې بریدګرو یوه ډله یرغمل په اورګاډي کې ساتلي وو او ځينې یې بهر په وړو وړو ګروپونو وېشلي وو خو په زغرده یې ویلي وو چې بریدګرو "هېڅکله هم کوم یرغمل له اورګاډي لرې خپلو پټنځایونو ته نه دی ورسره بیولی."

خو تر ده وړاندې د کورنیو چارو په برخه کې د بلوچستان لپاره د دولت وزیر طلال چودري ویلي وو چې بریدګرو ځينې یرغمل کسان تر اورګاډي لرې غرونه ته ورسره بیولي دي.‌ خو کره شمېر یې نه و یاد کړی.

پر پاکستانیو چارواکو د دغو ضد و نقیض معلوماتو له کبله نیوکې کېږي چې ګواکې کره معلومات له خلکو سره نه شریکوي.

د پاکستان پوځ مرستیال ویاند جنرال چودري همدا راز ویلي چې ښايي په دغه برید کې د وژل شوو شمېر زیات شي ځکه چې په وینا یې، له ژغورل شوو ۳۵۴ تنو یې ژوبل شوي ۳۷ تنه لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د پاکستان پوځ پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي د برید په تړاو د ۳۳ بلوڅ سخت‌دریځو د وژلو او عملیاتو د بریا اعلان کړی، خو د احتمالي ورکو شوو مسافرو په اړه لا هم ډېرې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې دي.

د جمعې په ورځ په یوه ګډه خبري غونډه کې د بلوچستان وزیر اعلی سرفراز بګټي او د پاکستان د پوځ له ویاند ډګر جنرال احمد شریف چوهدري وویل په عملیاتو کې ۳۵۴ مسافر خوندي شوي دي، په داسې حال کې چې په دې برید کې ۱۸ پوځیان او اېف‌سي کارکوونکي په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي دي.

"بلوڅ ازادي غوښتونکو ټول ۲۱۴ برمته شوي پوځيان ووژل"

د ارشیف انځور

د عکس سرچینه، File Photo - Getty Images

د عکس تشریح، د ارشیف انځور

بله خوا، د بلوڅ ازادي غوښتونکي ځواک (بي‌اېل‌اې) په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان حکومت ته یې د خبرو اترو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی و، خو "هغوی خپل پوځي غرور وښود او له ځمکنیو حقایقو یې سترګې پټې کړې چې له امله یې دې ډلې ټول برمته نیولي پوځیان چې ۲۱۴ تنه وو، ووژل".

ازادي غوښتونکو دوه ورځې وړاندې هم د پاکستان د پوځ د برید په غبرګون کې ۵۰ برمته کړي وژلي وو.

په تازه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دې عملیاتو کې ۱۲ بلوڅ سرمچار جنګیالي هم وژل شوي دي.

اعلامیه وایي "وسله والو د خپلو تکتیکونو په کارولو پر پاکستاني پوځیانو ګڼ بریدونه کړي او زیاتوي چې د پاکستان حکومت د دوی د فدایانو مړي رسنیو ته ښودلي او ادعا یې کړې چې هغوی وژلي دي".

بلوڅ ازادي غوښتونکي ګواښ کوي چې جګړه یې لا ختمه شوې نه ده، بېلابېلو سنګرونو کې یې جنګ روان دی او د دې عملیاتو له ختمېدو وروسته به رسنیو سره جزییات شریک کړي.

د پاکستان پوځ له دوو ورځو راهیسې رسنیو کې ادعا کوي چې عملیات یې پای ته رسولي او برمته شوي یې را خلاص کړي دي.