سېف دې چلډرن: له هرو څلورو درې افغان ماشومان د تېر کال پرتله لږ خواړه لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل ښار د موټر رغولو یو کار ځای کې د ماشومانو لیده، نوې خبره نه ده- خو یې د شمېر ډېرېده د بي وزلي افغانستان د ناوړه اقتصاد نه پټېدونکی نکل دی.
پر تېلو او مبلایلو ککړ لاسونه د موټرو د درنو وسپنو ښکته پورته کول، دا دریادوي چې کورنۍ اړې دي خپل تنکي ماشومان دې ځایونو او درنو کارونو ته ولېږي.
تازه دا پرون د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ سیف ده چیلډرن هم په خپل یوه رپوټ کې ویلي په کابل، ننګرهار، بلخ جوزجان، سرپل، فاریاب او څو نورو ولایتونو کې یې دا تېرې اونۍ له ۱۲۰۷ لویانو او ۱۲۰۵ ماشومانو سره د یوې نظر پوښتنې لپاره خبرې کړي او دا ورته روښانه شوې چې په سلو ۷۶ یا له څلورو درې ماشومان د تېر کال پرتله له اړتیا لږ خواړه لري.
دا بنسټ په ټول هېواد کې وچکالي، د جګړو پاتې اغېزې او د بودیجې د کمي له امله د نړیوالو مرستو نه رسېدا د دې پراخې بې وزلۍ لاملونه یادوي.
سیف ده چیلډرن ویلي په هرو سلو کې تر ۳۸ ډېر ماشومان د خپلو کورنیو له لوري اړ شوي چې کار وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نظر پوښتنه کې دا هم ویل شوي چې نیم په نیمه افغانان خپل ماشومان کډوالۍ ته لېږي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ اجرایوي مشر ګوین هاینز د نړیوالو مرستو پر کمېدو نیوکه کوي په ځانګړي ډول د برتانیا له مرستو او وايي افغان ماشومان د لوږې، او مرګ له ګواښ سره مخامخوي.
هغه زیاتوي دریم کال دی چې پراخه وچکالي افغانستان ځپي او د هېواد نیم وګړي ترې په یوه ډول زیان ویني.

د عکس سرچینه، Getty Images
سیف ده چلډرن په سملاسي توګه له نړیوالو غواړي چې افغانستان سره بشري مرستې وکړي او د انساني ناورین کابو کېدا کې ونډه واخلي.
طالبانو دې تازه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تېر کې یې ویلي نړیوال بنسټونه په خپلو رپوټونو کې مبالغه کوي او دا چې حالت دومره ناوړه هم نه دی.
حالت که د طالبانو په نظرونو او د نړیوالو په رپوټونو کې هر ډول وي، د بې وزلۍ څپه او د تېرو څو کلونو د جګړو او وچکالۍ اغېزې ځپونکې او کړونکې دي.











