نیپال کې مساپر وړونکې الوتکه لوېدلې؛ تر اوسه د ۶۸ کسانو مړینه تایید شوې

Nepal

د عکس سرچینه، Getty Images

د نیپال مرکز کې پوکارا هوايي ډکر ته نږدې یوه مساپر وړونکې الوتکې چې ۷۲ کسان یې لېږدول، لوېدلې ده.‌

چارواکو ویلي تر اوسه د پېښې ځای کې د ۶۸ تنو مړي موندل شوي دي.‌

د یېتي هوايي شرکت دا الوتکه له پلازمېنې کټمندو پوکارا ته روانه وه چې د ناستې پر مهال غورځېدلې او اور یې اخیستی دی.

پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې دا الوتکه ناڅاپه تر غورځېدو وړاندې د ملکي استوګنې پر یوه سیمه ټيټه فضا کې الوتنه کوي.

رپوټونو کې ویل شوي چې دې الوتکې د ۱۵ بهرنیو اتباعو په ګډون ۶۸ مساپر او د عملې ۴ غړي لېږدول.‌

د نیپال پوځ‌ لسګونه سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي او د ژغورنې په عملیاتو کې مرسته کوي.

نیپال

د عکس سرچینه، Empics

د پېښې له ځایه خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې هرې خوا د لوېدلې الوتکې ټوټې پرتې دي.‌

د نیپال د پوځ یوه ویاند هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې "الوتکه ټوټه ټوټه شوې" او "اټکل دا دی چې نور جسدونه به هم ترلاسه شي."

د نیپال لومړي وزیر 'پوشپا کمال دحال' د کابینې بېړنۍ ناسته رابللې او پر دولتي سازمانونو یې د ژغورنې عملیاتو کې د هر اړخیزې مرستې غږ کړې.

د الوتکې ۵۳ مساپر نیپالي وګړي بلل شوي.

د بهرنیو اتباعو په اړه ویل کېږي چې ۵ پکې د هند، ۴ روسي او دوه کوریایي وګړي‌ دي.‌

الوتکه کې همدا راز د ایرلنډ، اسټرالیا، ارجنټاین، او فرانسې یو یو وګړي هم سفر کاوه.

Nipal

د عکس سرچینه، Getty Images

نیپال غرنی هېواد دی او د هوا حالات یې هم ناڅاپه بدلېږي، چې له همدې کبله پکې د هوايي چلن پېښې ډېرې غیر معمول نه دي.‌

د تېر ۲۰۲۲ کال می میاشت د دغه هېواد د موسټنګ په شمالي نېپالېس ناحیه کې د تارا هوايي شرکت یوه الوتکه لوېدلې او ۲۲ کسان پکې وژل شوي وو.‌

تر هغې وړاندې د ۲۰۱۸ کال لومړیو کې هم یوې الوتکې چې د بنګله دېش له پلازمېنې ډاکې یې کټمندو ته مساپر لېږدول، د ناستې پر مهال اور اخیستی او ۵۱ مساپر پکې وژل شوي‌ وو.‌

 اروپايي ټولنې د نیپال د هوايي چلن صنعت کې د روزنې او خوندیتابه سټنډرډونو په اړه د اندېښنو له کبله پر خپل فضایي حریم د نېپالېس هوايي لیکې الوتنې بندې کړې دي.