اندونیزیا کې د غورځېدلې مساپر وړونکې الوتکې توربکس وموندل شو

اندونیزیا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اندونیزیا کې د غورځېدلې مساپر وړونکې الوتکې تور بکس وموندل شو

اندونیزیايي چارواکو دغه هېواد کې د غورځېدلې مساپر وړونکې الوتکې د تور بکس د موندل کېدو خبر ورکړ. څېړونکي هیله من دي چې د تور بکس مواد به د دې ۷۳۷ بوېینګ الوتکې د غورځېدو د لامل مالومېدو کې مرسته وکړي.

دا الوتکه پرون شنبه د جکارتا له نړیوال هوايي ډګر څخه تر الوتو ۴ دقیقې وروسته له رادار ورکه شوه.

چارواکو ویلي الوتکه چې ۵۰ سپرلۍ او د عملې ۱۲ غړي یې لېږدول له پلازمېنې جکارتا د هېواد لویدیځ کې د کمالیانتان ایالت پونتیاناک ښار ته روانه وه.

تازه مالومات ښيي چې دا الوتکه جکاراتا کې د سخت ورښت له کبله له ټاکلي وخت نیم ساعت وروسته الوتې ده.

اندونیزیايي چارواکو یکشنبې سهار تر دې وړاندې ویلي و چې د دې بوېینګ ۷۳۷ الوتکې د غورځېدو ځای یې مالوم کړی دی.

چارواکو ويلي و د سمندري ځواکونو لامبوزن د پېښې ځای کې په لټون بوخت دي او تر لسو ډېرې مرستندویه بېړۍ هم وراستول شوي دي.

دغه الوتکه له پلازمینې د اندونیزیا لویدیځ کې کالیمانتان ایالت ته روانه وه خو د جکارتا له نړیوال هوايي ډګر تر الوتو لنډه شیبه وروسته نادرکه شوه.

د دې الوتکې د موندلو عملیات د شنبې پر ورځ پیل شوي و خو ماښام ناوخته ودریدل او د یکشنبې سهار وختې بېرته پیل شول.

د پېښې پر مهال الوتکه کې ۵۰ مساپر او د عملې ۱۲ غړي سپاره وو.

چارواکو ویلي په مساپرو کې لس ماشومان دي.

ځايي چارواکي وايي د سریویجایا هوايي شرکت دغه بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه په کالیمانتان ایالت کې پونتیاناک ښار ته پر لار وه، چې له راډار سره یې اړیکه پرې شوه.

په الوتکه کې د ناستو کسانو خپلوان منتظر ښکاري

د عکس سرچینه، Getty Images

د فلایټ راډار۲۴ ټکی کام وېبپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، دغه الوتکه له یوې دقیقې هم په کم وخت کې د الوت لپاره له ټاکلې کچې تر ۳۰۰۰ متره لاندې کوزه شوه.

د ټرانسپورټ وزارت وايي، د لټون او ژغورنې چارې پیل شوې دي. د هوايي چلند ځايي شرکت سریویجایا چارواکي وايي، دوی د الوتکې برخلیک په هکله د معلوماتو راټولولو په حال کې دي.

عیني شاهدان وايي، لږ تر لږه یوه چاودنه یې په خپله واورېده. یوه کب نیونکي سولیحین بي بي سي اندونیزیايي څانګې ته ویلي، یو چاودنه یې واورېده او بیا دوی پرېکړه وکړه چې وچې ته ستانه شي.

دی وايي:

''الوتکه د برېښنا غوندې اوبو ته ننوته او بیا چاودنه وشوه، دا موږ ته خورا نژدې وه، یو ډول ټوټې زموږ پر کښتۍ هم ولګېدې. ''

نقشه

رپوټونو کې ویل شوي، په سمندر کې د اندونیزیايي سمندري ځواک لټون پیل کړی دی او رویټرز خبري اژانس د سمندري ځواک یوه چارواکي عبدالرشید له قوله ویلي، د الوتکې تګلارې ته په پام سره سیمې ته لویې کښتۍ استول شوې دي.

بې درکه شوې الوتکه د بوینګ۷۳۷ مکس ډوله نه ده چې دا وروستیو کلونو کې یې یو شمېر له پېښو سره مخامخ شوې دي.

د سریویجایا الوتکې دغه تصویر ۲۰۰۹ کال کې جکارتا کې اخیستل شوی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سریویجایا الوتکې دغه تصویر ۲۰۰۹ کال کې جکارتا کې اخیستل شوی.

هغه ډول یوه الوتکه د ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې اندونیزیا کې سمندر ته وغورځېده، چې ۱۸۹ کسان پکې مړه شوي وو.

پر خواله رسنیو او ټلویزیوني رپوټونو کې داسې تصویرونه لیدل کېږي چې د الوتکې ټوټو په څېر ښکاري.

دیوه ټاپو اوسېدونکو د بي بي سي اندونیزیا څانګې ته ویلي، داسې څیزونه یې موندلې چې دوی ګومان کوي، د الوتکې اړوند دي.