تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسماعيل هنيه وژنه په سیمه کې د تهران اغېز څومره ننګوي؟
- Author, سیدعبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د جولای پر ۳۱ مه شاوخوا یوه نیمه بجه د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه د پلازمېنې تهران په یوه خوندي سیمه کې ووژل شو. د برید پر بڼه بېلابېلې خبرې کېږي خو څه چې روښانه دي د ترور پېښه ده چې د ایران د امنیتي ادارو د مسولیت په تړاو ګڼې پوښتنې را ولاړوي.
په خپله د فلسطینۍ ډلې حماس یو شمېر چارواکو هم پوښتلي چې ایران باید دا روښانه کړي چې ولې د دغه مهم فلسطیني سیاستوال خوندیتوب ته پام نه و شوی.
د ایران امنیتي ادارو دا ځواب نه دی ویلی چې د دې پېښې په اړه د استخباراتي او امنیتي کمزورۍ ټکي څه و.
ایراني مشر ایت الله خامنه يي د دری ورځني ویر له اعلان سره خبرداری ورکړ چې اسرائیلو ته به د دغه برید سزا ورکوي.
خو دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه نه ده چې د ایران په زړه کې کېږي.
په تېرو څو کلونو کې ګڼې داسې پېښې شوي چې د ایران دننه پکې مهم کسان نښه ګرځېدلي دي. په ډزو وژنې، ډله ایز بریدونه او انټرنېټي ګوزارونه د دغو پېښو بڼې وې.
د نیویارک ټایمز د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۰ کال د اګسټ پر ۷مه د القاعدې یو مشر ابو محمد المصري چې د دغه ډلې دویم مهم سړی بلل کېده له خپلې لور مریم سره ووژل شو. د نیوریاک ټایمز رپوټ ليکلي وو، "برید د واشنګټن له لوري طرحه شوی و چې د اسرائیلي اجنټانو پر مټ دننه په ایران کې پلی شو."
ابو محمد المصري په ۱۹۹۸ کال کې د افریقا د لويې وچې په دوو هېوادونو تنزانیا او کینیا کې د امریکا پر سفارتونو د بریدونو په پلانولو تورن و. هغه برید چې ۲۲۴ کسان یې ووژل او ۴۰۰۰ نور یې ټپیان کړل.
د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ پر ۳۱مه، ایراني خبریالانو وویل د اسرئیلو د جاسوسي ادارې (موساد) یوې ډلې په تهران کې پر یوه زېرمتون برید وکړ چې د ایران د اټومي پروګرام لوی آرشیف پکې خوندي و. اجنټانو ۳۲ تالارونو ته د ننوتلو لپاره لاسي څراغونه وکارول. دغې ډلې شاوخوا ۵۰ زره پاڼې او ۱۶۳ سي ډي ګانې له هېواده بهر ولېږدولې.
د همدغه کال د اپرېل پر ۳۰مه، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ چې اسرائیلو شاوخوا سل زره "پټ فایلونه" ترلاسه کړي چې ښيي ایران د اټومي وسلو د نه درلودلو په اړه پخوا دروغ ویلي وو.
د ۲۰۲۰ د جنورۍ پر دویمه د اصفهان ولایت په نطنز کې هغه اټومي څانګه کې بمي چادونه وشوه چې یورانیم پکې غني کېدل. واشنګټن پوسټ له دغه پېښې وروسته د خپلو سرچینو له نکله ولیکل چې "اسرائیلو دغو اټومي بنسټونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو."
د ۲۰۱۷ کال د جون پر ۷مه د ایران پر پارلمان او د خمیني پر مزار هم مهاله بریدونو کې ۱۷ تنه ووژل شول. د دغو پېښو مسولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.
یوه بله پېښه کې مسعود علي محمدي د ایران یو اټومي ساینسپوه د تهران شمال کې په یوه موټر سایکل کې د ایښودل شوي بم د چاودنې په پایله کې ووژل شو. مسعود علي محمدي د تهران په پوهنتون کې د فزیک استاد و. د دغه برید د مسولیت ګوته هم اسرائیلو ته ونیول شوه.
مصطفی احمدي چې ایراني چارواکو د اټومي څار یو غړی بللی و، د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ پر ۱۱مه د تهران شمال کې په نښه شو. د هغه په موټر بمي چاودنه وشوه چې موټر چلوونکی او احمدي پکې ووژل شو. ایراني امنیتي چارواکو ویلي وو، د هغه ډول مقناطسي بم په وسیله وژل شوي چې پخوا هم په هدفي وژنو کې کارول شوي دي.
د ۲۰۱۱ کال د جولای پر ۲۳مه نېټه، د ایران ملي امنیت په څېړنیز مرکز کې د برېښنایی څانګې انجینیر دروېش رضايي نژاد، په تهران کې د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو له خوا ووژل شو. که څه هم ایراني دولتي رسنیو هغه د دغه برخې یو زدکوونکی بللی و خو وروسته د ملګرو ملتونو د اټومي څار یوه غړي لوېدیځو رسنیو ته وویل چې "هغه د ایران د اټومي پروګرام د لوړ ولټاژ په برخه کې په کار بوخت و."
د ۲۰۱۱ کال د اپرېل په میاشت کې د ایران د سایبر دفاعي ادارې د "ستوري يا نجوم" په نوم یو وېروس کشف کړ چې د اټومي بنسټونو د چاودنې او زیانمنولو لپاره ډیزاین شوی و. د ایران د دفاعي سازمان مشر غلام رضا جلالي وویل، "وېروس سیسټمونو ته "کوچنی زیان" اړولی دی. ایران امریکا او اسرائیل د دغه وېروس په استولو تورن کړل.
د ۲۰۱۰ کال د نومبر پر ۲۹ مه د بهشتي پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي استاد مجید شهریاري ووژل شو او مېرمن یې ټپي شوه. ایرانیو رسنیو همدغه ورځ د ایران د دفاع وزارت د یوه سلاکار او پر پوهنتوني استاد فریدون عباسي هم د برید رپوټ ورکړ چې هغه او مېرمن یې ټپیان شول.
د هغه مهال ولسمشر محمود احمدي نژاد د دغو بریدونو تر شا امریکا او اسرائیلو ته د مسولیت ګوته ونیوله.
د ۲۰۱۰ کال په جون کې د ایران د بوشهر پر اټومي بټۍ انټرنیټي بریدونه وشول چې په ۱۴ ودانیو کې په چټکۍ وېروس ۳۰ زرو کمپیوټرو ته خپور شو. د ساینس او نړیوال امنیت انسټیوټ خبر ورکړ چې د وېروس له امله پېښې ګډوډۍ کې له نهه زره سنټر فیوژونو يې زر له منځه تللي دي.
دغه پېښه کې هم امریکا او اسرائیل غلیمان وبلل شول.
همدا سږ کال ۲۰۲۴ د جنورۍ پر درېیمه د ایران د قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلیماني د وژل کېدو پر څلورم کال د ویر مراسمو کې چادونو ۱۰۰ تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. داعش د دغو بریدونو مسولیت ته ټټر وواهه.
دې ټولو شمېرو ته په پام خورا لږې پېښې به داسې وي چې داعش یا هم د ایران مخالفې سني ډلې جیش العدل او نورو ايران ضد کړيو ته یې ګوته نیول شوې وي.
د پېښو پړه تر ډېره پر اسرائیلو او امریکا اچول شوې او د غچ ګواښنه شوې ده. خو ایران تر اوسه هغه ډول جګړې ته نه دی دننه شوی چې مخامخ دې له اسرائیلو یا امریکا سره ښکېل شي.
په لومړي ځل د دې کال په اپریل کې پر اسرائیلو د توغندیو ګوزارونه وکړل چې د امریکا او نورو ملاتړو په مرسته اسرائیل وتوانېدل ایراني توغندي تر ډېره شنډ کړي.
دغه بریدونه په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید ځواب کې وو.
د تېرو بریدونو هم ډېر جزئیات نه خپرېدل او یا خو ښايي د خلکو د پاملرنې وړ نه وو.
د اسماعیل هنیه وژنه بیا د ډېرو پر باور د ایران د امنیتي او استخباراتي ادارو لپاره یوه بربنډه رسوايي او سپکه بلل کېږي لکه چې د بي بي سي د فارسۍ څانګې خبریال کسرا ناجي وايي، دا د ایران لپاره د اسرائیلو داسې پیغام دی چې وايي، "هرکله چې موږ وغواړو د تهران په زړه کې هم یو څوک په نښه کولی شو."
بل لور هغه وسله والې ډلې چې په عراق، سوریه، لبنان، یمن او د منځني ختیځ په نورو سیمو کې د ایران له ملاتړه برخمنې دي ښايي د ایران پر ځواکمنتیا او ډاډ شکمنې شي. ورسره ايران هم هغو عربو سیالانو ته په یوه ډول ننګول کېږي چې دا تېرې څو لسیزې په یوه نه یو ډول سیالۍ کې دي.
ایران په اوس کې د غچ لپاره محتاط برېښي ځکه دا څو لسیزې له عراق سره د ۱۹۸۰ کال له جګړې وروسته دې هېواد هڅه کړې چې جګړه له خپلو پولو لرې وساتي.
داسې ښکاري چې د هوښيارۍ او زغم د دغو پولو ټينګ ساتل به په دې حالت کې يوه لوړه بيه ولري، که هر څه وي بايلات دی؛ مخامخ جګړه کې ښکېلتيا او يا يې پر ځواکمنتيا بې باوري.