لرغونپوهان وايي مصر کې یې ښايي د فرعون دویمه مقبره موندلې وي

د عکس سرچینه، New Kingdom Research Foundation
یو بریتانوی لرغونپوه پیرز لیدېرلنډ وايي، پر دې باور دی چې ده او ملګرې ډلې ښايي په مصر کې د پاچا دویم تحوتموس اړوند بل قبر هم موندلې وي.
د دې احتمالي موندنې خبر تر هغې یوازې څو ورځې وروسته ورکول کېږي، ښاغلي لیدېرلنډ څه باندې یوه پېړۍ مخکې د 'توتعنخ امون' د مقبرې له موندل کېدو راهیسې په لومړي ځل د یوه فرعون د قبر د موندلو اعلان وکړ.
هغه اوس ابزرور ورځپاڼې ته ویلي، داسې انګیري چې په دغه دویم ځای کې به د فرعون مومیايي شوی مړی هم وي.
لرغونپوهان پر دې باور دي چې لومړۍ مقبره له ښخولو شپږ کاله وروسته د سېلابونو له کبله بېرته راسپړل شوې او د فرعون مومیايي دغه دویم ته لېږدول شوی دی.
ښاغلی لیدېرلنډ فکر کوي چې دغه دویم قبر د انسانانو په لاس له چونې، ایرو، ویجاړیو او خټین پلستره د یوې جوړې شوې ۲۳ متره لوړې غونډۍ (ټوپۍ) لاندې دی. پخوانیو مصریانو دا غونډۍ الاقصر ښار ته نږدې په طیبه الجنائزه لوېدیزو درو کې داسې جوړه کړې چې هلته د یوه پراته غر برخه وښکاري.
لومړۍ مقبره د یوه ځړوبي یا ابشار شا ته پرته وه او داسې انګیرل کیږي چې اوبه به م له همدې کبله ورننوتې وي.
کله چې مصري لرغونپوهانو لومړی قبر لټاوه، نو یوه داسې کتیبه یې ومونده چې ښوده یې له دغه ځای مقبره او اړوند توکي ښايي د دویم تحوتموس د ښځې او میرنۍ خور حتشیپسوت لخوا ورڅېرمه بل ځای ته لېږدول شوي وي.
اوس بریتانوۍ-مصرۍ ډله په لاس دغه دویم ځای راسپړي، ځکه د تونل د ورکېندلو هڅې "ډېرې خطرناکې" وبلل شوې.
ښاغلي لیدېرلنډ ویلي: "موږ باید وکړای شو چې په شاوخوا یوه بله میاشت کې دا غونډۍ راوسپړو. "
دې ډلې لومړنی قبر په هغه سیمه کې وموند چې د شاهي میرمنو د مړېستون اړوند دی. خو کله چې د ښخولو خونې ته ننوتل نو ویې لیدل چې د یوه فرعون د قبر په څېر سینګار شوی.

د عکس سرچینه، New Kingdom Research Foundation
ښاغلي لیدېرلنډ وايي: "د چت یوه برخه لاهم سمه وه: نیلي رنګ شوی چت چې زیړ ستوري پرې کښتل شوي وو. او نیلي رنګ شوي چتونه چې زېړ ستوري پرې رسم وي، یوازې د پاچاهانو په قبرونو کې موندل کیږي."
هغه د دې اونۍ پیل کې د بي بي سي د نیوزهاور پروګرام ته وویل، چې دې موندنې ډېر خوشاله کړی دی.
هغه وويل: "دغو شیانو (مقبرو) ته د ننوتلو احساس یوه غیر معمولي حیرانتیا ده، ځکه کله چې تاسو له داسې څه سره مخ شئ چې د موندلو تمه یې نه لرئ، نو دا رښتیا هم له احساساتي اړخه ډېره پیچلې ده. "
دویم تحوتموس تر ډېره له دې کبله مشهور دی چې د ملکې حتشپسوت میړه و. حتشپسوت د مصر له لویو او همدا راز له هغو محدود شمېر ښځینه فرعونانو ده، چې په یوازې یې حکومت کاوه.
دویم تحوتموس د توتعنخ امون جد و، چې ګومان کېږي له میلاد څخه وړاندې له ۱۴۹۳ تر ۱۴۹۷ پورې واکمن و.
د توت عنخامون مقبره ۱۹۲۲ کال کې د بریتانوي لرغونپوهانو لخوا وموندل شوه.





















