له یوې پېړۍ وروسته، د لومړي ځل لپاره د مصر د یوه فرعون مقبره وموندل شوه

د ویډیو تشریح، د پاچا دویم توتموس د مقبرې دروازه، چې ۳۵۰۰ کاله دمخه یې حکومت کاوه.

د لرغونپوهانو یوې ډلې د توت‌عنخ‌آمون له موندلو سل کاله وروسته، د لومړي ځل لپاره د یوه فرعون مقبره کشف کړه. د شاه 'توتموس' دویم مقبره د مصر د اتلسمې لړۍ یوازېنۍ سلطنتي مقبره ده چې تر اوسه نه وه موندل شوې.

د بریتانوي-مصري څېړونکو یوې ډلې دا مقبره د پراخې هدیرې 'طيبه' په لوېدیځه دره کې، الاقصر ښار ته نژدې وموندله. دوی فکر کاوه د دې فرعون د ښخېدو ځای به دوه کیلومتره لېرې د پاچاهانو درې ته نژدې وي.

د څېړونکو ډلې دا مقبره په هغه سیمه کې کشف کړه چې د سلطنتي کورنۍ د ښځینه غړو د دفن له ځای سره تړاو لري. کله چې دوی مقبرې ته ننوتل، نو ویې لیدل چې داخلي برخه یې د فرعونانو په ځانګړو نقشونو او ښکلاوو سینګار شوې وه.

د دې څېړنډلې د ساحوي څېړنو مشر ډاکټر پیرس لیترلند وویل: "د چت یوه برخه لا هم روغه پاتې وه: نیلي چت چې پرې ژېړ ستوري وو. داسې چتونه یوازې د پاچاهانو په مقبرو کې موندل کېږي".

هغه وویل، دا کشف د احساس له پلوه یو بشپړ ټکان ورکوونکی و: "کله چې زه له مقبرې راووتلم، زما مېرمنې زما انتظار کاوه او یوازېنی کار چې مې کولی شو، دا و چې سترګې مې له اوښکو ډکې شي".

هغه زیاته کړه، د دې موندنې له برکته، دا معما حل شوه چې د مصر د اتلسمې لړۍ د لومړیو پاچاهانو مقبرې چېرې وې. څېړونکو دوې پېړۍ وړاندې د 'توتموس' دویم مومیایي پاتې شوني موندلي وو، خو هغه اصلي مقبره چې نوموړی پکې لومړی دفن شوی و، تر اوسه نه وه کشف شوې.

د دویم توتموس مومیايي مجسمه لا دمخه کشف شوې او د مصري تمدن په ملي موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې ده.

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، د دویم توتموس مومیايي مجسمه لا دمخه کشف شوې او د مصري تمدن په ملي موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې ده.

دا مومیا دا مهال د مصر د تمدن په ملي موزیم کې د عامو خلکو لپاره نندارې ته اېښودل شوې ده.

'توتموس' دویم د توت‌عنخ‌آمون له نیکونو و او اټکل کېږي چې له ۱۴۹۳ نه تر ۱۴۷۹ مخکې له میلاده یې واکمني کړې وي. د توت‌عنخ‌آمون مقبره په ۱۹۲۲ کال کې یو بریتانوي لرغونپوه کشف کړه.

'توتموس' دویم تر ټولو ډېر په دې مشهور دی چې د ملکې حتشپسوت مېړه و، چې د مصر له سترو فرعونانو او دا له لږو ښځینه فرعونانو وه.

ډاکټر لیترلند وویل: "مقبرې ته یوه لویه زینه او یو پراخ دهلېز رسېدلی، چې ترې تېرېدو یې د څېړونکو ډلې لپاره ډېر وخت ونیو، ځکه چې د سېلاب له امله لاره بنده شوې وه او چت هم نړېدلی و."

د هغه په وینا، څېړونکي د لس مترو په اوږدوالي یو دهلېز ته له داخلېدو وروسته مقبرې ته ورسېدل. څېړونکو وموندله چې مقبره "بشپړه تشه" وه. داسې ښکاري چې د دې فرعون له مړینې وروسته څو کاله او کله چې اوبه مقبرې ته ننوتې، د هغه وخت مصري چارواکو د مقبرې توکي بل ځای ته لېږدولي وو.

کشف شوې مقبره

د عکس سرچینه، New Kingdom Research Foundation

د عکس تشریح، د مصر د سیاحت او لرغونپوهني وزیر شریف فتحي وویل: "دا د ۱۹۲۲ کال د توت‌عنخ‌آمون د سترې مقبرې له کشف راهیسې لومړنۍ سلطنتي مقبره ده".

په دې خونه کې د زرګونو کیلوګرامه چونې ډبرو له پلټنې وروسته، د لرغونپوهانو ټیم د هغو لوښو ټوټې وموندلې چې د دویم 'توتموس' او حتشپسوت نومونه پرې لیکل شوي وو.

دا لومړني توکي دي چې د 'توتموس' دویم له تدفین سره تړاو لري او کشف شوي دي. دا کشف د ۱۲ کلونو ګډو څېړنو ته د پای ټکی ږدي، چې د نیو کېنګډم څېړنو بنسټ او د مصر د سیاحت او لرغونپوهنې وزارت تر نظر لاندې ترسره شوي.

دې ډلې تر دې وړاندې د طیبې غره لوېدیځه برخه کې ۵۴ مقبرې کیندلې او د سلطنتي کورنۍ له ۳۰ د ډېرو ښځو او د دربار د نورو ښځو هویت یې معلوم کړی دی.

د مصر د سیاحت او لرغونپوهنې وزیر شریف فتحي وویل: "دا د ۱۹۲۲ کال د توت‌عنخ‌آمون د سترې مقبرې له کشف راهیسې لومړنۍ سلطنتي مقبره ده".

"دا د مصرپوهنې او د انسان د تاریخي درک لپاره یوه فوق‌العاده شېبه ده".

د (نوي سلطنت) څېړنې بنسټ او د مصر د لرغونو اثارو وزارت هغه ګډه څېړنډله چې مقبره یې کشف کړه

د عکس سرچینه، New Kingdom Research Foundation

د عکس تشریح، د (نوي سلطنت) څېړنې بنسټ او د مصر د لرغونو اثارو وزارت هغه ګډه څېړنډله چې مقبره یې کشف کړه