"د نړۍ ترټولو لرغونی هرم" په مصر کې دی که اندونیزیا کې؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
- Author, فینانډا پراتیوي
- دنده, بي بي سي
یوې مجلې چې په وروستیو کې یې د یوې څېړنې پایلې خپرې کړې ادعا کړې، چې په اندونیزیا کې تر ځمکې لاندې شوی یو تر ټولو لرغونی ودانیز جوړښت کېدای شي د نړۍ تر ټولو پخوانی هرم وي.
دمګړۍ د دې لوی ادعا په اړه څېړنې روانې دي.
د لرغون پېژندنې مجلې د اکټوبر په ۲۰مه یوه مقاله خپره کړې او دا حیرانوونکې ادعا په کې شوې ده، چې له تاریخ مخکې د جاوه غربي هرم د ۲۷ زره کلونو پخوانی هرم دی.
له هغه راهیسې یو شمېر لرغونپوهانو دغه ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
ادعاګانې څه دي؟

د عکس سرچینه، TTRM
د ساینس پوهانو یوه ډله د نویو څېړنو په پایله کې دې باور ته رسېدلې، چې د اندونیزیا ډېر نفوس لرونکي جزیرې جاوه کې د اورشیندي په یوه خاموشه هسکه باندې د ګونانګ پادانګ په نوم ودانیز جوړښت شته.
ګونانګ پادانګ د (روښنايي غر) په معنی ده.
د اندونیزیا د ملي څېړنې او نوښت انسټیټیوټ (برین) ساینسپوهان ګمان کوي، چې دا جوړښت کېدای شي بریتانیا کې د استون هنج او په مصر کې د لوی هرم جیزه چې هر یو ۵۰۰۰ لکن تاریخ لري پرتله ډېر لرغونی دی.
دوی په دې باور دي، چې یاد ودانیز جوړښت په نړۍ کې تر ټولو مخکینی یوګونی جوړښت دی.
یوګونی جوړښت هغو ودانیزو جوړښتونو ته ویل کېږي، چې په رغونه کې یې یو ډول ودانیز مواد کارول شوي وي.
دوی په دې سیمه کې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵ ترمنځ ترسره شوې څېړنې وروسته دې پایلې ته رسېدلي، چې د دې جوړښت د جوړولو مهال تقریبا په لاندې ډول دی:
- د دې جوړښت د جوړولو کار د ځمکې د ګنګل دور په وروستي پېر کې (هغه مهال چې ځمکه د پام وړ سړه وه) یعنې لږ تر لږه ۱۶ زره کاله دمخه او یا هم ۲۷ زره کال مخکې پیل شوی و.
- د دې جوړښت اصلي بنسټ شاید د مسیح له زیږد څخه مخکې د ۲۵،۰۰۰ تر ۱۴،۰۰۰ کلونو ترمنځ جوړ شوی وي او بیا د یو څه مودې لپاره همداسې پرېښودل شوی و.
- د دې جوړښت بیا ځل ابادول له زیږدیز څخه مخکې د ۷۹۰۰ تر ۶۱۰۰ کلونو ترمنځ موده کې بیا پیل شوي او داسې ښکاري چې جوړونکو په قصدي ډول پر جوړو شویو برخو خاورې اړولې دي.
- د دې هرم د جوړولو بشپړه چاره له زیږدیز څخه مخکې شاخوا ۲ زره تر ۱۱۰۰ کلونو ترمنځ بشپړې شوې دي.
یو ډلبندي شوی یا پټ لرونکی هرم

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
دیني پروفیسور هیلمن ناتاویجاجا چې د اندونیزیا د برین انستیټوت یو ځمکپېژندونکی دی وايي، ګونانګ پادانګ یوه طبیعي غونډۍ نه ده، بلکې یو جوړښت یا شکل دی چې په پټ ډول جوړ شوی دی.
هغه او د هغه ټیم د دې غونډۍ له ژورو ژورو څخه د خاورې څو نمونې اخیستې، چې د طبیعي موادو د غلظت له کبله پرې پوره باور لري.
دې باور نورو ته دا قناعت ورکړی چې ګونانګ پاډانګ یو هرم دی.











