د مصر په اهرامو کې لومړی ځل یو پټ دهلیز لیدل شوی
مصر کې د لرغونو اثارو ساتنې او پالنې مسوولین وايي، دوی د اهرامو په لړۍ کې د الجیزه په ستر هرم کې اوس د یو پټ داخلي دهلیز شتوالی تائیدوي.
په یوه ویډیو کې چې د انډوسکوپ الې پر مټ ثبت شوې د دې دهلیز منځ ښکاري چې اوږدوالی یې نهه متره او سور یې دوه اعشاریه یو متر دی.
مسوولین وايي، کېدای شي دا دهلېز د هرم وزن وېشلو لپاره یا هم د کومې داسې خونې لپاره چمتو شوی وي چې تر اوسه نه ده موندل شوې.
دا دهلیز لومړی ځل ۲۰۱۶ کال کې دموګرافي نومي تصویر اخیستنې تخنیک په مرسته کشف شوی و. د هغه تخنیک په مرسته د ستر هرم داخلې په هغه ځای کې اووه متر پورته یوه تشه کشف شوه چې مثلث ډوله بڼه لري.

د عکس سرچینه، EPA
وروسته د راډار او الټراساونډ په مرسته نور معلومات تر لاسه شول او له هغه وروسته یو شپږ ایم ایم انډوسکوپي اله د هغو ډبرو تر منځ دننه کړل شوه چې د هرم پر سر مثلث ترې جوړ شوی دی.
له دې الې تر لاسه شوي تصویرونه د پنجشنبې پر ورځ هرم ته نژدې یوه خبري غونډه کې نندارې ته وړاندې شول. په دې کې یو تش دهلیز ښکاري چې په سختۍ له توږل شویو ډبر جوړ شوی او طاق لرونکی چت لري.

د عکس سرچینه، EPA
د مصر اهرامو لړۍ ستر هرم د فرعون خوفو د واکمنۍ پر مهال ودان شوی چې د ۲۵۸۴ او ۲۶۰۹ قبل المیلاد کلونو تر منځ یې واکمني کوله. که څه هم دا هرم د ځمکې پر مخ له تر ټولو پخوانیو او لویو ودانیو یو دی، خو تر اوسه ماهرین په دې هکله یوه خوله نه دي چې دا څنګه ودان شوی و.
د لرغونو اثارو مصری ماهر زاهي حواس په اهرامو کې د یوه نوي دهلیز موندل کېدو په هکله وايي، دا یوه ''خورا ستر کشف '' دی، چې لومړی ځل به یې په هکله نړیوالو ته معلومات رسېږي.










