د ایران د بشري حقونو سازمان: تېره یوه میاشت ایران کې ۱۳ افغانان اعدام شوي

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د ناروې په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو سازمان وایي د ایران حکومت په تېره اکتوبر میاشت کې ۱۳ افغانان اعدام کړي دي.

له دې سره د روان ۲۰۲۴ کال په تېرو لسو میاشتو ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۴۹ ته رسیږي.

د ایران حکومت رسما په دې اړه څه نه دي ویلي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، هڅه کوي چې ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي او په دغه هېواد پر بېلابېلو سزاګانو محکوم افغانان خپل هېواد ته ولېږدوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم وایي، د نړۍ پام تر ډېره د ایران او اسرائیلو ترمنځ په ناندریو ورټول دی او د ایران حکومت هم په بې مخینه توګه د اعدامونو لړۍ چټکه کړې ده.

د دغه سازمان د وروستي رپوټ له مخې د ایران حکومت له هغې را وروسته چې دوی په ۲۰۰۷ کال کې د اعدامونو د شمېر ثبتول پیل کړي، تېره اکتوبر میاشت له بل هر وخت ډېر خلک اعدام کړي دي.

د دغه سازمان د مالوماتو له مخې په دې میاشت ایران کې ټولټال ۱۶۶ تنه په دار ځړول شوي چې په اوسط ډول د ورځې له پنځو اوړي او ایراني او بهرني دواړه اتباع پکې شامل دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم ویلي: "په ایران کې جګړیز تبلیغات، د ایران او اسرائیلو ترمنځ پر کړکېچ د نړۍ تمرکز او د رسنیو غلي کول د دې لامل شوي چې د ایران زندانونه په تېرو دوو لسیزو کې د ډېرو اعدامونو شاهد واوسي".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

ښاغلی مقدم زیاتوي، هغه هېوادونه چې له ایران سره ډيپلوماتیک اړیکي لري باید دا خبرداری جدي وګڼي او د ایران له خوا د هغه په ټکو د "دغه لوی بشري جنایت" د دوام مخه ونیسي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته ویلي، دوی څو ځله په دې اړه له ایران لوري سره خپلې اندېښنې شرېکې کړې دي.

نوموړی زیاتوي، "د بهرنیو چارو وزارت، د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او همدا راز د نورو اړوندو اورګانونو مسوولینو په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي او له ایراني لوري یې غوښتي چې په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو سره دغه ناسم چلن ودرېږي".

نوموړي زیاته کړې "هڅه دا کوو چې له ایران لوري سره یوه توافق ته ورسېږو، تر څو هغه افغانان چې په ایران کې پر بېلابېلو سزاګانو محکوم دي، بېرته یې خپل هېواد ته را انتقال کړو".

د طالبانو حکومت وایي، تر دمه یې له څلورو زرو ډېر افغان بندیان له ایرانه افغانستان ته راستانه کړي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

په ایران کې د افغانانو د نیونې، ځورنې او اعدامو لړۍ له پخوا روانه ده.

خو د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راستنېدو راهیسې ایران له خوا د افغانانو د اعدامونو لړۍ ډېره چټکه شوې.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې ایران وړم کال ۱۶ او په تېر ۲۰۲۳ کال کې ۲۵ افغانان اعدام کړي.

د اعدامونو ترڅنګ په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې، زنداني کولو، په پوله پر هغوی د بریدونو او په زور ستنونې لړۍ هم له ډېره وخته روانه ده.

تازه د ایران د خراسان رضوي ولایت د کډوالو او بهرنیو وګړو ادارې مشر حسین شرافتي ویلي چې په ورځني ډول درې زره افغانان له نیول کېدو وروسته بېرته د دوغارون پولې له لارې افغانستان ته ستنوي.

ایران

د عکس سرچینه، MoRRAfg

ایراني چارواکو ویلي چې د روان کال تر پایه ۲ میلیونه بهرني اتباع وباسي.

ایران د نړۍ په هغو هېوادونو دی چې د اعدام سزاګانې ډېرې پلې وي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخې دغه هېواد د روان ۲۰۲۴ کال په لسو میاشتو کې ۶۵۱ تنه چې د ښځو او ناروغانو په ګډون ایراني او بهرني وګړي پکې دي، د بېلابېلو جرمونو په تور محاکمه او په دار ځوړولي دي.