په بريتانيا کې د ترهګرۍ ضد عملياتو په ترڅ کې د اوو ايرانيانو په ګډون اته تنه نيول شوي
د بریتانیا پولیسو د ترهګرۍ ضد په دوو جلا عملیاتو کې اته کسان نیولي چې اووه یې ایراني وګړي دي. بريتانوي پوليس وايي دواړه عملیات يو له بل سره تړاو نه لري. ایران تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې یویټ کوپر دا عملیات په وروستیو کلونو کې په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد يو ترټولو ستر عملیات بللي او روانې پلټنې يې خورا مهمې يادې کړې دي.
نوموړې زیاته کړې، "په دواړو عملياتو کې، ایراني وګړي ښکېل دي او موږ د پولیسو او امنیتي ادارو سره د دوی په پلټنو او امنیتي ارزونو کې ملاتړ کوو."
اغلې کوپر د پولیسو او امنیتي ځواکونو ستاینه کړې چې په وينا يې "هېواد یې خوندي ساتلی دی" او زیاتوي "دا د هغو ننګونو پېچلتيا څرګندوي چې موږ د ملي امنيت په برخه کې ورسره مخ يوو."
د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر ډومېنېک مرفي ټینګار کړی چې دواړه ترسره شوي عملیات یو له بل سره تړاو نه لري.
نوموړي ويلي، په دواړو قضیو کې، موږ عامه خونديتوب ته د خطر احساس وکړ او دا ګام، "د عامه خوندیتوب ساتلو په موخه" اخيستل شوی دی.
ده وويل، پلټنې او عمليات به دوام ولري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې خلکو ته کوم خطر نشته.
د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر په دې اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي خو ويلي يې دي چې "یو عملیات پر يوه ځانګړي ځای د برید لپاره د ترهګریزې دسیسې سره تړاو لري، او بل یې د ملي امنیت سره تړاو لري."
نوموړي زياته کړې، "موږ پوهېږو چې دا ښايي د خلکو لپاره د اندېښنې وړ وي، او لکه څنګه چې تل وايو، موږ له دوی هيله لرو چې محتاط اوسي او که د اندېښنې وړ څه وویني یا واوري له موږ سره دې اړیکه ونیسي."
تر دې وړاندې د شبنې په ورځ د لندن پولیسو ويلي وو چې پنځه کسان يې د ترهګريزو جرمونو د پلانولو په شک په بېلابېلو سیمو کې نيولي دي.
دغه وګړي د شنبې په ورځ د مخکې پلان شويو عملياتو پر مهال نيول شوي دي. په دوی کې څلور تنه ايراني چې دوه يې ۲۹ کلن، يو ۴۰ کلن او بل ۴۶ کلن دی. د پنځم کس د تابعيت او عمر په اړه لا پوليسو معلومات نه دي ورکړي.
یو ۲۹ کلن کس په سوېنډن کې، بل ۲۹ کلن په سټاکپورټ کې، یو ۴۶ کلن په لوېدیځ لندن کې او یو ۴۰ کلن په راچډېل کې نیول شوی دی. دا ټول خلک د ایران تابعیت لري.
پنځم کس، چې تابعیت یې لا نه دی اعلان شوی، په مانچسټر کې نیول شوی دی.
پولیس وایي، دوی هڅه کوي چې د پېښې د انګیزې هر ډول امکان وڅېړي او دا معلومه کړي چې ایا ولس ته نور خطر شته او که نه.
د برتانیا د استخباراتو او کورني امنیت ادارې، اېم ای ۵ مشر، کام مککلوم، شپږ میاشتې وړاندې په یوه کنفرانس کې روسیه او ایران په بریتانیا کې "د ترهګرۍ او تخریب لپاره په پراخې دسیسې" تورن کړي وو.
نوموړي ويلي وو چې اېم ای ۵ په تېرو دوو کلونو کې په بريتانیا کې د ایران ۲۰ دسیسې شنډې کړې دي. هغه تور چې ایران رد کړی دی.













