تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوېل ختیځه اسیا او سريلنکا کې خونړیو سېلابونو سلګونه کسان مړه کړي
سوېل ختیځه اسیا تېرو څو کلونو کې له ټولو سختو او خونړیو سېلابونو سره مخامخ ده.
دغو سېلابونو او ورسره ملو ځمکښویېدنو په اندونیزیا، مالیزیا، ویتنام او تایلنډ کې سلګونه کسان مړه کړي او ګڼ شمېر نور تري تم دي.
له سريلنکا هم د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله د پراخې ویجاړۍ او درنې مرګژوبله راپورونه ورکړل شوي.
د دغه هېواد ختیځ سواحل د جمعې پر ورځ دېتواه سمندري توپان ځپلي دي.
بدې هوا، بې سارو ورښتونو او ورسره سېلابونو د سیمې په کچه میلیونونه کسان اغېزمن کړي دي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې د اندونیزیا د سوماترا ټاپو بېلابېلو برخو کې غیر معمولي ورښتونه شوي چې پایله کې یې په راوتلو سېلابونو تر دې دمه د لږترلږه ۹۰ کسانو د مړینې پخلی شوی.
چارواکو ویلي، دغلته لسګونه کسان تريتم هم دي چې ژغورونکې ډلې یې پر لټون بوختې دي.
د سوماتر اوسېدونکو د خوراکتوکو او تېلو په څېر نورو اړتیا وړ شیانو له کمښت شکایت کړی.
دوی وايي د توکو بیې پام وړ لوړې شوې دي.
په تایلنډ کې د خونړیو سېلابونو پایله کې د مړو شویو کسانو تایید شوی شمېر ۱۴۵ ته لوړ شوی دی. دغو سېلابونو ډېره ویجاړي او مرګژوبله د تایلنډ په سویل کې اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد راتلونکې میاشت د سویل ختیځې اسیا هېوادونو د لوبو کوربتوب هم کوي.
چارواکو ویلي، پرېکړه دا شوې، چې لوبې به تر ډېره پلازمېنه بنکاک کې کېږي.
په سريلنکا کې د ریکارډ کچې سېلابونو او ځمکښوېدنو تر دې دمه ۵۶ کسان مړه کړي دي.
د دیتوا سمندري توپان له کبله ګڼو سیمو کې ځمکې ښویېدلې، لارې تړلې شوې او برېښنا پرې ده.
د دغه هېواد بېلابېلو برخو کې د ژغورنې او مرستو رسولو عملیات روان دي.