اسټرالیا: د څادرۍ په سرولو له امله پارلمان ته د سناتورې تګ یوه اونۍ وځنډول شو

مستقلې سناتورې فاطمه پیمان هغه مهال غبرګون وښود چې د ون نیشن (One Nation) ګوند مشرې پاولین هانسن د استرالیا په پارلمان کې برقع واغوستله.

د عکس سرچینه، Reuters

یوه اسټرالیایۍ سناتوره وروسته له هغه د یوې اوونۍ لپاره له پارلماني فعالیتونو وځنډول شوه چې د مسلمانو ښځو د د څادرۍ یا برقې د بندیز هڅونې لپاره یې د پارلمان تالار ته له څادرۍ سره ننوتله.

د بهرنیو چارو وزیرې او د حکومت د سنا مشرې پېني وونګ د سې شنبې په ورځ د هېنسن د غندنې طرحه وړاندې کړه او ویې ویل، هېنسن "له لسیزو راهیسې د اعتراض په نوم تعصب کوي."

دا طرحه د ۵۵ موافقو او ۵ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوه. په پرېکړه کې ویل شوي چې د هېنسن کړنه د خلکو د دیني باورونو د سپکاوي او ملنډو لامل شوی او دا د اسټرالیا مسلمانو وګړو ته بې‌احترامي وه.

وونګ مخکې ویلي وو چې هېنسن "د اسټرالیا د سنا د غړیتوب وړتیا نه لري.

سناتورې هغه وخت غبرګون راوپاروه چې په پارلمان کې یې برقه (څادري) پر سره کړه. هغې دا کار د اسلامي حجاب د بندیز لپاره د خپلې هڅې په ملاتړ کې وکړ.

پالین هینسن چې د کډوالۍ ضد One Nation ګوند سناتوره ده، نورو سناتورانو پرې سختې نیوکې وکړې. یوې سناتورې یې دا کار "ښکاره نژادپالنه" وبلله.

د مشرانو جرګې غونډه هغه وخت وځنډول شوه چې هغې د برقې له لرې کولو انکار وکړ.

هینسن غوښتل یو لایحه وړاندې کړي چې له مخې یې په عامه ځایونو کې د مخ پټولو ټول ډولونه بند کړي. دا هغه غوښتنه ده چې هغه یې له کلونو پالي او کمپاین ورته کوي.

دا دویم ځل دی چې هغه په پارلمان کې برقه اغوندي. په وینا یې، دا کار یې د هغې لایحې د رد پر ضد د اعتراض په توګه کړی، کله چې نورو وکیلانو د دوشنبې په ورځ د هغې د لایحې د وړاندې کولو مخه ونیوله، هغه بېرته د تورې برقې په اغوستو ورستنه شوه.

د نیو ساوت وېلز ایالت مسلمانې سناتورې مهرین فاروقي وویل: "دا نژادپاله عمل دی."

د لوېدیځې اسټرالیا خپلواکې سناتورې فاطمې پیمان دغه کار "شرموونکی" وباله.

هینسن پر فېسبوک ولیکل: "که دوی نه غواړي چې زه برقه واغوندم، نو پر برقه دې بندیز ولګوي."

هغې په ۲۰۱۷ کال کې هم په پارلمان کې برقه اغوستې وه او هماغه مهال یې پر برقه ملي بندیز غوښتې و.

پر هینسن په ۲۰۱۶ کال کې هم نیوکه شوې وه کله چې یې په خپله لومړۍ وینا کې وویل، استرالیا د "مسلمانو لخوا د ډوبېدو له ګواښ سره مخ ده."

دا د هغې د ۱۹۹۶ کال لانجمنې وینا ته ورته وه چې هغې پکې خبرداری ورکړی و، هېواد د "اسیایانو لخوا د ډوبېدو" له خطر سره مخ دی.