ایورېسټ غره ته د ختلو مرګونی موسم؛ سږ کال ۱۲ مړه شوي خو بیا هم غرختونکي ورخېژي

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه اسټرالیايي انجینیر ایورېسټ غره ته تر ختلو مخکې خپلې مور ته د وېډيويي زنګ پرمهال ویلي وو چې راکوز شي نو بیا به اړیکه ورسره ونیسي، خو د جېسن کېنيس په نوم د دغه غرختونکي هماغه له مور سره وروستۍ خبرې وې.
د هغه ارمان و چې دغه لوړ غره ته وخېژي او خپل خېریه بنسټ ته چنده ټوله کړي. خو دا وروستی ځل و چې د هغه مور ګل کېنيسن خپل دغه زوی سره په ژوندوني خبرې کولې. ځکه چې څلوېښت کلن جېسن له دغه غره د راکوزېدو پر مهال د لوړو غرونو ځانګړې ناروغۍ ښکار او مړ شو. د سالنډۍ او زړه ستړیا یا درېدو اړوند دا ناروغي ځينو هغو ته ورپورې کېږي چې په بېړه لوړ غره ته خېږي.
سږ کال د نړۍ تر ټولو لوړ دغه غره ته د ختلو پر مهال ۱۲ تنه مړه شوي دي. دا له ۲۰۱۹ راهیسې تر ټولو ډېره مړینه ده. هغه کال ۱۱ غرختونکو ماونټ ایورېسټ ته د ختلو په ارمان د دغه غره په لوړو کې خپل ژوند بایللی و او یو عکس یې هم ډېر لاس په لاس شوی و چې لیکه پراته وو.
د غرختونکو تر څنګ درې شېرپا لارښودان هم له غره د لوېدو له کبله وژل شوي.
خو اوس په نیپال هېواد کې دغه غره ته د ختونکو د تنظیم اداره له نیوکو سره مخ شوې چې ګواکې د ریکاډ په کچه له دومره مړینو سره سره بیا هم ولې ډېر شمېر خلکو ته اجازه لیکونه ورکوي چې ایورېسټ څوکې ته وخېږي. بل لور ته د اقلیمي او موسمي بدلونونو اغېز هم اندېښنې ډېرې کړې دي.
د غرختونکو ګڼه ګوڼه

د عکس سرچینه، Getty Images
ځايي خلک وايي چې سږ کال تر اوسه ۹۰۰ اجازه لیکونه دغه غره ته ختونکو مینه والو ته ورکړل شوي دي. همدا لامل دی چې اوس ایورېسټ څوکې ته پر لاره ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده.
د یادولو ده چې څوکې ته نږدې یوه سیمه کې هله هم ګڼه ګوڼه ډېرېږي چې غرختونکي مناسب موسم ته په تمه هلته صبر کوي او یو شمېر کم تجربه کسان هم د بیروبار لامل کېږي. دا سیمه "د مرګ سیمه" بلل کېږي ځکه چې نرۍ لاره ده، توند بادونه پکې لګېږي او د اکسیجن کمښت هم غرختونکي له ډول ډول خطرونو سره مخ کوي.
د خلکو ګڼې ګوڼې سره دوی ته د کافي اکسیجن رسول هم ستونزمن وي چې دا په خپله ژوند ګواښونکې مسله ده.
ستړیا او په وجود کې د اوبو کمېدل د غرختونکو سږي او ماغزه اغېزمنوي او د سالنډۍ او نورو ناروغیو له کبله د مرګ تر کومې رسېږي.
په نیپال کې پر ځينو شرکتونو نیوکه کېږي چې کم تجربه غرختونکو ته هم اجازه لیکونه ورکوي او دغه کسان بیا وروسته "د مرګ په سیمه" کې له کړاوونو سره مخ کېږي.
خو نیپال له دغه صنعته ډېره ګټه ترلاسه کوي.
زیاتره لوېديځوال غرختونکي وايي، هر کس چې یوولس زره امریکايي ډالر ورکړي نو ایورېسټ ته د ختلو اجازه لیک ترلاسه کوي، خو د نیپال حکومت دا تور ردوي.
پر اجازه لیک سربېره هم غرختونکي د ایورېسټ څوکې ته تر رسېدو او بېرته ستنېدو پورې ټولټال څه باندې ۲۶ زره امریکايي ډالر او ځینې تر دې لا ډېرې باید ولګوي. په دې کې د اکسيجن، خوراک څښاک، لارښود غرختونکو درلودلو او د ځينو ځايي سفرونو لګښتونه شامل دی.
نور خطرونه

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې ایورېسټ ته د ختو پر مهال تر ټولو ډېر مرګونه په دې وروستیو کلونو کې د واورې ښوېدنې په پېښو کې شوي خو سږ کال هېڅ کس په داسې پېښه کې نه دی وژل شوی.
په ۲۰۱۴ کې د واورې نېزونو ۱۶ کسان د دغه غره په څنډو کې ووژل. دا دې څوکې ته د ختلو پر لار تر ټولو لویه پېښه وه.
غرختونکي د پخوا پرتله اوس د تودوښې د ډېرېدو، اقلیم بدلون او له کبله یې د واورې او یخ ویلې کېدو او ښوېدو پېښو هم له خطرونو سره مخ کړي دي.
ساينسپوهان وايي، له ۱۹۷۹ کال راوروسته په تېرو څلوېښتو کلونو کې دې سیمه کې تودوښه دوه درجې ختلې ده.
ځينو شېرپا غرختونکو هم ویلي چې د ایورېسټ په شاوخوا کې اوس ګڼ بدلونونه لیدل کېږي. دوی وايي، هغو ځایونو کې اوس اوبه ولاړې دي چې مخکې کلک یخ او ډېرې واورې وې.
د دغو ټولو خطرونو تر څنګ سږ کال د یوه افغان غرختونکي سمیع الدین صدیقي په ګډون ګڼ کسان ایورېسټ غره ته په ختلو بریالي شوي دي.












