د نامتو امریکايۍ غر ختونکې مړی د همالیا پر یوه څوکه موندل شوی

د عکس سرچینه، North Face
نیپال کې لټوونکې ډلې همالیا د غرونو په ماناسلو څوکه کې د مشهورې امریکايۍ غر ختونکې مړی موندلی دی.
دغه ۴۹ کلنه غر ختونکې هیلري نیلسن نومېده. دا له خپل ملګري سره د نړۍ اتمې لوړې څوکې ته ختله چې د دوشنبې پر ورځ نادرکه شوه.
ژغورونکو د چارشنبې پر ورځ د نوموړې جسد د ماناسلو غره څوکې سوېلي برخې په ۸۱۶۳ واټن کې موندلی دی.
لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو چې د دغې ښځې جسد د واورو په یوه کنده کې موندل شوی.
نیلسن د خپل دور یو له خورا نامتو غره ختونکو شمېرل کېده.
په ۲۰۱۸ کال کې هغه او ملګری یې جیم موریسن لومړني کسان شول چې په نیپال کې د ماونټ لوټسي په نامه د نړۍ څلورمي لوړې څوکې ته ختلي وو.
نوموړې همدا راز لومړنۍ ښځه وه چې د ایوریسټ په نامه د نړۍ تر ټولو لوړ غره ته او لوتسه چې دغه غره ته نږدې پروت دی ۲۴ ساتونو کې ختلې وه.
ژغورونکې ډله وايي، د نوموړې جسد یې د هلیکوپټرې په مرسته د شنبې پر ورځ د ماناسلو لوړې څوکې له ۶۰۰۰ متره ژورې واورینې کندې راپورته کړی دی.
مرکزي نیپال کې د کتماندو چوڼۍ رپوت ورکړی چې"جسد اصلي کمپ ته راوړل شوی، د اړینو قانوني مرحلو له بشپړولو وروسته به په الوتکه کې کتماندو ته ولېږدول شي."
له هلیکوپټر مخکې د نیلسن د لټون هڅې ناکامې وې او د خرابې هوا له امله یې په ژغورلو کې خنډونه رامنځته کېدل.
په کومه ورځ چې نیلسن نادرکه شوې وه په هغه ورځ همدې څوکه کې د واورې ښوېدنې له امله یو کس وژل شوی او تر سلو زیات کسان ټپي شوي وو.
د عیني شاهدانو په وینا، نیلسن د غره څوکې ته له رسېدو ۱۵ دقیقې ورروسته واورینې کندې ته لوېدلې ده.
یوه سیمه ییز لارښود چې دې جوړې سره یې یو ځای کار کاوه اوټ سایډ مجلې ته د نورو غره ختونکو له خولې ویلي:د ختلو پر مهال یې له ښویدو وروسته د سکي تخته پر سر لګېدلي او د غره له څوکې راښوېدلې ده.










