پر بیروت د اسرائیل بریدونو کې د حزبالله مهم قوماندان ابراهیم عقیل په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، ANWAR AMRO/AFP via Getty Images
د لبنان پر پلازمېنه بیروت د اسرائیلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شوي او داسې رپوټونه شته چې له فواد شکر وروسته د حزبالله دویم پوځي مشر ابراهیم عقیل هم په نښه شوی دی.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، برید د بیروت سوېل کې پر یوه استوګنیز بلاک شوی دی.
بیروت کې قوي چاودنې هم اورېدل شوې دي چې ویل کېږي د اسرائیلو له لوري د توغول شویو توغندیو له کبله رامنځ ته شوې.
یوې رسنۍ ویلي چې اېف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې د بیروت سوېل الجاموس سیمې پر یوه استوګنیز کور برید کړی دی.
فرانس پرېس خبري اژانس حزبالله ته د یوې نژدې سرچینې له خولې ویلي چې د اسرائیلو برید کې د حزبالله یو قومندان ابراهیم عقیل په نښه شوی دی.
"په برید کې له فواد شکر وروسته د حزبالله دویم لوی پوځي قومندان وژل شوی".
فواد شکر د جولای پر ۳۰مه د بیروت سوېل کې وژل شوی و.
تر اوسه د حزبالله ډلې په رسمي ډول د عقیل وژل کېدل نه دي تایید کړي.
عقیل څوک و؟

عقیل چې د تحسین په نامه هم پېژندل شوی، د راپورونو له مخې، د حزبالله د رضوان کنډک له غړو سره په داسې حال کې وژل شوی چې په یوه غونډه کې راټول شوي وو.
نوموړی په ۱۹۸۰مو کلونو کې د هغې ډلې غړی و چې په بیروت کې یې د امریکا متحده ایالتونو پر سفارت او د سمندري بارکونو بمي بریدونه تنظیم کړي وو.
پر سفارت په یاد برید کې ۶۳ تنه او په دویم برید کې ۳۰۷ تنه وژل شوي وو.
په ۲۰۱۹ کې، امریکا عقیل د یوه ترهګر په توګه معرفي کړ او د عدلیې وزارت وېبپاڼې اعلان وکړ چې هغه د حزبالله په جګپوړي پوځي بنسټ (جهادي شورا) کې هم کار کړی دی.
تېر کال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عقیل د ځای ځایګي معلومولو پر سر ۷ میلیونه ډالره اعلان کړل.
لبنان کې د اسرائیلو له بریدونو وروسته حزبالله د اسرائیلو پر پوځي ځایونو توغندي توغولي

د عکس سرچینه، Getty Images
وروسته له هغه چې اسرائیلو وویل جنګي جټ الوتکو یې د لبنان سوېل کې د یوه وسلهتون په ګډون د حزبالله غورځنګ اړوند تر سلو ډېر د توغندیو توغوونکي سیستمونه او نور "ترهګریز ځایونه" په نښه کړي، حزبالله د اسرائیلي پوځ پر ځینو ځایونو یو شمېر توغندي توغولي چې د اسرائیلو شمال کې یې د خطر د زنګ کړنګولو لامل شوي.
حزبالله ادعا کړې چې د یوف بارکونو کې یې د هوايي او توغندیو د دفاع مرکزونه او د اسرائیلو د توغندیو او توپچي کنډکونه په نښه کړي.
اسرائیلي پولیسو ویلي توغندیو ځینې کسان "سربېرن" ټپیان کړي دي.
اسرائیل وايي جنګي جټ الوتکو یې د لبنان سوېل کې د یوه وسلهتون په ګډون کې د حزبالله غورځنګ اړوند تر سلو ډېر د توغندیو توغوونکې سیستمونه او نور "ترهګریز ځایونه" په نښه کړي دي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو 'ایډيایف' ویلي، د دوی لخوا هدف ګرځول شوي توغندي دې ته چمتو وو چې د اسرائیل پر لور وتوغول شي.
تر اوسه لا روښانه نه ده چې په دغو بریدونو کې مرګژوبله هم اوښتې که څنګه.
د لبنان دولتي خبري اژانس وايي، اسرائیلو د پنجشنبې ماښام مهال د دغه هېواد سوېل کې لږترلږه ۵۲ هوايي بریدونه کړي او دا چې لبنان هم د اسرائیل شمال کې پر پوځي ځایونو ګوزارونه کړي دي.

د عکس سرچینه، EPA
تر دې لږ ورمخکې د حزبالله غورځنګ مشر حسن نصرالله ویلي وو چې اسرائیل په لبنان کې د مخابراتي الاتو په چاودنو سره له ټولو سرو کرښو اوښتي دي. هغه دا د جګړې اعلان بللی و.
نوموړي ویلي، د پېجرونو چاودونو بریدونه- چې لږ تر لږه ۳۷ کسان یې ووژل، "له ټولو حدونو، اصولو او سرو کرښو تېرېدل دي، چې بې ګناه خلکو ته پکې هېڅ پام نه دی شوی."
د حزب الله مشر وايي، د دې چاودنو د لاملونو په هکله پلټنه پیل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: ''که د جګړې جنایت یې بولئ او که د جګړې اعلان یې بولئ او که بل هر نوم ورکوئ، چې سم یې تشریح کړي، همدا د دوښمن نیت و.''
د سې شنبې پر ورځ د زرګونو پېجرونو او پر چهارشنبه بیا په ورته توګه د ګڼ شمېر لاسي مخابرو چاودنو له کبله نژدې ۲۶۰۰ کسان ټپیان شوي وو.
ګڼ رپوټونه وايي، د اسرائیلو جاسوسۍ ادارې (موساد) په لبنان کې له چاودنې مخکې د حزب الله په زرګونو پېجرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.

د عکس سرچینه، FRANCK ROBICHON/EPA-EFE/REX/Shutterstock
بل لور د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مسوولین وايي، روانه اونۍ په لبنان کې د مخابراتي الاتو چاودونو د دې هېواد د عامې روغتیا په ''نازک سکتور کې جدي ګډوډي رامنځته کړې ده.''
د ډبلیو ایچ او مشر ټیډروس ادهانوم ګبریاسوس یوې خبري غونډې ته وویل، د دوی ادارې مسوولین په لبنان کې هغو خلکو ته وینه رسولې او هغه الات یې وېشلي چې په بېړنیز روغتیايي وضعیت کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
د روغتیا په نړیوال سازمان کې د بېړنیزو مرستو څانګې مشر مایک ریان وايي، د لبنان روغتیايي نظام سملاسي تر خورا سخت فشار لاندې راغی.
په ورته مهال د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي، له لبنان سره د اسرائیل شمالي پولې ته څېرمه د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.
په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، دوه سړي، چې عمرونه یې ۲۰ او ۴۰ کلونه وو، په جګړه کې ښکېل شول او د لبنان پولې ته نژدې وژل شوي دي.











