تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان ۲۵ ولایتونو کې د درنې واورې ورېدو اټکل شوی؛ ځینو ځایونو کې لارې بندې شوې دي
په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې نن په ۲۵ ولایتونو کې د درنې واورې د ورېدو اټکل کړی دی.
د واورې له کبله بامیان، غور، غزني او ځینو نورو ولایتونو ته د غځېدلو لورو لارو د بندېدو رپوټونه هم ورکړل شوي چې ځینې یې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانستل شوې دي.
په افغانستان کې سږ کال ژمی تر ډېره بې واورې و چې له کبله یې د وچکالۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي، خو وروستیو کې د افغانستان ډېری ولایتونو کې ښه ورښتونه شوي. ځینو ولایتونو کې ډېرې واورې ورېدلې او ځینو کې بارانونه شوي.
افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې نن چارشنبه هم لږ تر لږه ۲۵ ولایتونو کې د پراخو ورښتونو اټکل کړی دی.
د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت بیا پرون په یوه خبرپاڼه کې نن او سبا د سېلابونو او د سندونو د اوبو د کچې د لوړوالي خبر ورکړی.
دې وزارت په یوه بیان کې په ځانګړې توګه د هلمند، کابل، کونړ، لوګر، پنجشېر، غزني، پکتیکا، پکتیا او فراه ولایتونو کې د سندونو د اوبود کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو په اړه خبرداری ورکړی.
د ورښتونو روانه څه د سالنګ، بامیان، غور او غزني کې د لویو لاریو د بندېدو لامل شوې ده. د کابل- کندهار لویه لار هم د څه وخت لپاره تړل شوې وه خو بېرته خلاصه شوې ده.
تازه د طالبانو تر واک لاندې باخترخبري اژانس پر اېکس (ټوېټر) لیکلي، "د سالنګ لویه لاره چې دوې ورځې وړاندې د واورو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار بېرته خلاصه شوه. په ورته وخت کې د بامیانو د ټولګټو چارو ریاست ویلي چې د دغه ولایت د ولسوالیو لارې چې د ورښتونو له امله تړل شوې وې، بېرته پرانیستل شوې دي".
دغه راز په څو ولایتونو کې ولسوالیو ته د غځېدلو لارو د بندېدو خبر ورکړل شوی دی.
وړاندې، د طالبانو حکومت کې د ټولګټو وزارت چارواکو ویلي وو د سالنګ لویې لارې د پرانستل کېدو لپاره هڅې روانې دي.
کارپوهان وايي سږ کال ژمی د بې واورې او ورښتونو په وروستیو اونیو کې وروستۍ څپه ښايي د څو کلونو پیل شوې وچکالۍ د کمېدو برخه کې له ځان سره ښه زېری ولري.
که له یوې خوا ورښتونه د وچکالۍ د اغېزو کمولو لپاره ښه بلل شوي، خو له بلې خوا د ډېرو بې وزله کورنیو لپاره د سړې هوا او ورښتونو دا څپه د لویې اندېښنې خبره ده، په تېره هغوی چې په خېمو کې اوسېږي، لکه د هرات زلزله ځپلې کورنۍ چې د ډېرو لږو امکاناتو په لرلو په خېمو کې شپې او ورځې تېروي.
بزګران هم د سړې هوا او ورښتونو دا څپه د کروندو په خیر نه ګڼي. دوی وايي ونې او کرل شوې غنې دانې ښايي یخ ووهي او راتلونکی کال ښه حاصل ور نه کړي.