چرګ باید له پخلي وړاندې ومینځو؟ ساده پوښتنه چې جنجالي ځوابونه لري

    • Author, اسټر كاهومبي
    • دنده, د بي بي سي روغتیايي څېړنو څانګه
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

ایا موږ باید چرګ له پخولو مخکې ومینځو؟ دا یوه داسې پوښتنه ده چې ساده ښکاري، خو پر خواله رسنیو د پراخو بحثونو د راپارولو لپاره لامل شوې ده. په ډېرو لوېدیځو هېوادونو کې، د خوړو د خوندیتوب لارښوونې روښانه دي: خام چرګ مه مینځئ، ځکه چې دا کار کولی شي زیان اړونکی وي، باکټریاوې پر شاوخوا ځایونو او وسایلو خپرولی شي.

بلې خوا، په ټوله نړۍ کې ډېر شمېر پخوونکي یا اشپزان پر دې باور دي چې د چرګ مینځل یوازې یو غوراوی نه دی، یو منل شوی کار دی چې له پاکوالي او خوړو ته له پاملرنې سره تړاو لري. ځینې د دې لانجې له راپارولو خپله لېوالتیا نه پټوي، لکه د جامایکا اشپزه او د ټلویزیوني خپرونو وړاندې کونکې اپرېل جکسن، چې وايي هغه په خپلو ځینو ویډیوګانو کې په لوی لاس د چرګ مینځلو شېبې ښیي.

هغه خپله خبره داسې روښانوي: "زه دا ځکه کوم چې پوهېږم دا موضوع حساسه ده. داسې کسان شته چې وايي زه باید چرګ په لوښي یا د لاس مینځي ځای کې ونه مینځم، او ځينې بیا دا یو کرکجن یا ناپاک چلند بولي." په مقابل کې، نور بیا پر دې باور دي چې د چرګ له مینځلو پرته خوړل په خپل ذات کې یو غیر صحي کار دی.

د خواله رسنیو یوه ویډیو جوړونکې فدوی الهلالي، چې پر "ټیک ټاک" یې یوه ویډیو خپره کړې او په کې یې د خپلې مراکشۍ مور لخوا د چرګ مینځلو لس پړاویزه طریقه ښودلې، وايي چې هغه د دې ډول تبصرو له لوستلو خوند اخلي. هغه زیاتوي: "ځینې لیکي: له همدې امله موږ د نورو په کورونو یا د کار ځای په ګډو دسترخوانونو کې خواړه نه خورو." دا یوازې په یوه ځانګړي کلتور پورې محدود نه دی، په اسیا، کارابین، جنوبي امریکا، افریقا او د مدیترانې په ځینو هېوادونو کې په ډېرو کورونو کې دود دی."

خو له دودونو او عادتونو لیرې، د خوړو کارپوهان څه وايي؟ د دې پوښتنو د ځواب لپاره، د بي بي سي نړیوالې څانګې کاري ډله د خوړو د علومو د یوې څېړونکې لابراتوار ته ورغله چې داسې یو ځواب ومومي چې پر ساینسي شواهدو ولاړ وي. ولې د چرګ مینځل خطرناک کیدی شي؟ خام چرګ ډېر وخت باکټریاوې لکه کمپیلوباکټر او سالمونیلا لېږدوي، چې دا دواړه د خوړو د مسمومیت اصلي لاملونه دي.

په بریتانیا کې د ریډینګ پوهنتون د خوراکي مایکروبیولوژي همکار استاد ډاکټر کیمون انډریاس کاراتزاس وايي، په پخلنځي کې د چرګ مینځل د اوبو داسې واړه څاڅکي شیندي چې کېدلی شي له ناروغۍ رامنځته کونکو جراثیمو ډک وي. دا څاڅکي یوازې د لوښو مینځلو ځای کې نه پاتې کېږي، پر کاري برخو، وسایلو او ان پر نږدې خوړو هم خپرېږي. د ستونزې د اندازې ښودلو لپاره، کاراتزاس یوه تجربه وکړه چې په هغې کې یې پر خام چرګ یو داسې کیمیاوي مواد واچول چې باکټریاوې د الټرا وایلیټ (UV) لاندې ښکاره کوي، بیا یې چرګ د څو ثانیو لپاره تر نل لاندې ومینځه. د اوبو په شیندلو سره، معلومه شوه چې څاڅکي په پخلنځي کې بېلابېلړ ځایونو ته ورسېدل.

په عادي سترګو، دا څاڅکي یوازې اوبه ښکاري چې په اسانۍ سره پاکېږي، خو د الټرا وایلیټ یا بنفش وړانګو لاندې یو ښکاره ککړتیا ښکاره شوه: باکټریاوې د مېز پر سر، د ده پر جامو، کامرې او ان پر هغو سبو او ګازرو خپرې شوې چې باید خام وخوړل شي. دا په دې معنا ده چې خطر یوازې په چرګ پورې محدود نه دی، هر هغه بل خواړه ته هم غزېږي چې له دې ککړو برخو سره لمسیږي. کاراتزاس دې پایلې ته رسیږي چې دا د سالمونیلا او کمپیلوباکټر د اخته کېدو تر ټولو عامه لاره ده: کله چې جراثیم له هغه خوړو چې پخېږي، هغه ته ولېږدي چې خام خوړل کېږي.

د کمپیلوباکټر باکټریا څومره خطرناکه ده؟

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، کمپیلوباکټر باکټریا په نړۍ کې د اسهال یو له څلورو اصلي لاملونو ده، او همدارنګه دا د معدې او کولمو د التهاب تر ټولو عام باکټریایي لامل دی، چې یوه داسې ناروغي ده چې د نس ناستي یا اسهال او کانګو لامل کېږي او په ځانګړې توګه کوچني ماشومان پرې اخته کېږي. څېړونکي پر دې باور دي چې کمپیلوباکټر ښايي تر سالمونیلا هم خطرناکه وي، ځکه چې د واکسین لګولو په چرګانو کې د سالمونیلا کچه راټیټه کړې، خو تر اوسه د کمپیلوباکټر پر ضد واکسین نشته.

دا دواړه ډوله باکټریاوې دي چې په طبیعي ډول د چرګانو په کولمو کې ژوند کوي. د حلالکې او ټوټه کولو پرمهال، کېدلی شي ځینې مواد له کولمو ولېږدي او د غوښې ټوټې ککړې کړي. کیمون انډریاس کاراتزاس وايي: "باید له هر چرګ سره پر دې بنسټ چلند وشي چې هغه کمپیلوباکټر او سالمونیلا لري. د نړۍ ډېری چرګان په پرانیستو چاپېریالونو کې روزل کېږي او د سختو کنټرول شویو سیسټمونو لاندې نه تولیدېږي، چې دا د دې دواړو باکټریاو د لوړې کچې شونتیا زیاتوي."

کاراتزاس دې ته اشارې کوي چې په کمپیلوباکټر د اخته کېدو لپاره اړینه اندازه ډېره کمه ده، ځکه چې یوازې یو څاڅکی کولی شي شاوخوا لس ټریلیونه کمپیلوباکټر باکټریاوې ولري، چې دا د نړۍ د وګړو پرتله زر چنده لوړه کچه ده. هغه زیاتوي: "که یوازې یو کوچنی څاڅکی کمپیلوباکټر، یا د چرګ اوبه، هرې ټوټې یا خوړو ته ورسېږي، نو دا کافي ده چې تاسو په ډېره اسانۍ ناروغ کړي." نښې یې تر ډېره له دوو تر پنځو ورځو پورې څرګندېږي او په کې اسهال (چې اکثره له وینې سره وي)، د نس درد، تبه، سردردي او کانګې یو ځای وي.

هغه کسان چې عمر یې له شپېتو کلونو پورته وي او ماشومان د سختو اختلاطاتو له لوړ خطر سره مخ دي. ځینې اخته کسان ښايي د سختو یا اوږدمهاله نښو سره مخ شي چې د انټي بیوټیک درملنې ته اړتیا ولري. په ځینو حالتونو کې، دا ناروغي کېدلی شي وروسته روغتیايي ستونزې پېښې کړي لکه د عصبي کولمو سنډروم یا د بندونو درد، او په نادرو پېښو کې د فلج یو ډول چې د ګیلان بارې (Guillain-Barré) سنډروم په نوم یادیږي. خو ډېر کسان د معدې ستونزې د چرګ له چمتو کولو سره نه تړي. څېړونکي وايي چې د اخته کېدو یو لوی شمیر په رسمي ډول نه تشخیصیږي. کاراتزاس وايي: "موږ یوازې پر هغه څه تمېږو چې ګورو یې، د اخته کسانو ریښتینی شمیر ښايي لس چنده زیات وي."

ولې خلک لا هم چرګ مینځي؟

په ۲۰۲۴ کال کې یوې څېړنې چې د خوړو د خوندیتوب په یوه څانګیزه ساینسي مجله کې خپره شوه، وښودله چې د سوېل ختیځې اسیا د اتو هېوادونو ۹۶٪ ګډونوالو ویلي چې دوی له پخولو دمخه چرګ مینځي. په تېرو لسو کلونو کې په امریکا، اروپا او اسټرالیا کې څېړنو ښودلې چې د ۳۹٪ او ۷۰٪ ترمنځ مصرف کونکي همدا کار کوي. په ډېرو لویدیځو هېوادونو کې، چرګ په فابریکو کې د سخت روغتیايي څار لاندې تیارېږي او بازار ته پاک او چمتو وړاندې کېږي.

خو په ډېرو نورو سیمو کې، غوښه په ځايي دود او ځینې وختونه په خلاصو بازارونو کې حلالېږي، چې هلته د پاکوالي کچه او د پاکو اوبو شتوالی توپیر لري. په داسې یو حالت کې، د چرګ مینځل یو طبیعي او اړین ګام ګڼل کېږي. د ډېرو لپاره، دا خبره یوازې په پاکوالي پورې نه ختمېږي، تر دې هم ژوره ده: کورني عادتونه، روزنه، او له پخلنځي سره تړلې خاطرې هغه څه دي چې دوی ورسره عادت شوي دي.

اپریل جکسن وايي کله چې هغه د لومړي ځل لپاره بریتانیا ته لاړه او د چرګانو پر کڅوړو یې د خبرداري لیک ولید چې د خام چرګ له نه مینځلو یې ویلي وو، نو دومره حیرانه شوه چې عکس یې واخیست او په جامایکا کې یې خپلې کورنۍ ته واستاوه. هغه زیاتوي چې په ساینسي څېړنو پوهیږي خو وايي: "کله چې موږ چرګ ومینځو نو ګورو چې اوبه ډېرې خړې، تورې او له چټلیو ډکېږي. موږ له کلتوري پلوه نه غواړو هغه څه وخورو چې په دې ډول ښکاري."

ډېر کسان پر دې باور دي چې خبره د چرګ په مینځلو یا نه مینځلو کې نه ده، پخپله د مینځلو په طریقه کې ده. هغو دوو اشپزانو چې له بي بي سي سره یې خبرې کړي، وویل چې دوی چرګ په یوه لوښي کې مینځي او تر ډېره له سرکې یا لیمو کار اخلي، بیا وروسته ځای په ښه توګه پاکوي. فدوی الهلالي وايي: "زما مور د لوښو مینځلو ځای په پوره ډول په ګرمو اوبو او صابون پاکوي او بیا پرې د باکټریا ضد سپری هم وهي." خو کاراتزاس ټینګار کوي چې ان په لوښي کې مینځل هم بې خطره نه دي او د لیمو یا سرکې کارول باکټریاوې په باوري ډول نه کموي. هغه وايي: "د باکټریاو د له منځه وړلو یوازینۍ لاره د چرګ پخول دي. څرنګه چې ډېر چرګان دمخه د شرکتونو لخوا پاک شوي وي، نو د هغوی د بیا مینځلو لپاره کوم واقعي نشته."