ولې ډیلي ته د امریکایي چارواکو له سفر سره هممهاله لوی برید کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام کې د وسلهوال برید پر مهال د امریکا مرستیال ولسمشر هم په نوي ډیلي کې و چې اوس بېرته خپل هېواد ته روان شوی.
رپوټونو کې ویل شوي، جېډي ونس له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره پر یوه څلور ورځني سفر هلته تللی و او د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره یې د هند-امریکا د اړیکو پر پیاوړتیا او د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر هوکړې خبرې وکړې.
ښاغلی ونس د سفر پر مهال د هند مشهورو ځایونو لکه تاجمحل او په راجستان کې امیر کلا ته هم ورغی خو د پهلګام خونړي برید چې شاوخوا ۲۶ تنه پکې وژل شوي د ښاغلي ونس سفر پيکه کړ او دی بېرته خپل هېواد امریکا ته ستون شو.
ښاغلي ونس دا "بوږنوونکی" برید غندلی، او له هند او د برید له قربانیانو سره یې غمشریکي څرګنده کړې ده خو دا لومړی ځل نه دی چې هند ته د یوه امریکايي چارواکي له سفر سره هممهاله هلته برید کېږي.
تر دې مخکې هم د لوړپوړو امریکايي چارواکو د سفر پر مهال د هند په بېلابېلو سیمو کې خونړي بریدونه شوي دي.
د کومو امریکايي چارواکو د سفر پر مهال هند کې بریدونه شوي؟
- د ۲۰۰۰ میلادي کال د مارچ پر ۲۰مه د امریکا د هغه وخت ولسمشر بېل کلېنټن هند ته روان و خو تر سفر یوه ورځ مخکې یې د هند د اننتناګ سيمې په چتيس سینګپوره کې د یوه برید پر مهال ۳۶ سېکان ووژل شول. د ادعا له مخې، برید پاکستانیو وسلهوالو کړی و.
هغه برید هم هند ته د امریکايي ولسمشر پر سفر سیوری وغوړاوه او د هغه وخت هندي لومړي وزیر اټل بېهاري واجپایي له ښاغلي کلېنټن سره مخامخ د پاکستان د کارکړنو موضوع راپورته کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
- تر هغه برید دوه کاله وروسته، د ۲۰۰۲ کال د مې پر ۱۴مه د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره کریسټينا روکا هند ته په سفر تللې وه چې وسلهوالو په کالوچک سیمه کې برید وکړ.
لومړی برید پر یوه ملکي بس وشو او ورپسې پر هغه سیمه برید وشو چې پوځي کورنۍ پکې مېشتې وې. په هغو بریدونو کې د لسو ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه ووژل شول او ۳۴ نور ژوبل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
نو هند ته د امریکايي لوړپوړو چارواکو له سفر سره هممهاله بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې څنګه په سیمه کې شته وسلهوالې ډلې داسې مهم وختونه په پام کې نیسي چې د بریدونو په کولو سره د نړیوالو پام ځان ته ورواړوي او خپلې اشارې تر نړۍ ورسوي.
باور دا دی چې دا وړ بریدونه هم د دې پېښو پر وړاندې د هند امنیتي او پوځي غبرګون ازمايي او هم یې په ډېپلوماتیک مشارکت کې د انعطاف منل ګوري.
د پهلګام برید د هند او پاکستان تر منځ یو ځل بیا ناندرۍ راپورته کړې دي او دواړه لوري د یوه او بل پر ضد پارونکې ژبه کاروي.
هند تر دغه برید وروسته د پاکستان پر ضد ځينې اقدامات اعلان کړي چې په ترڅ کې یې له پاکستان سره مهمه سرحدي لار 'واګه بندر' تړلی، د سند د اوبو شریکولو تړون یې ځنډولی، ځينې ډېپلوماتان یې ایستلي او هند ته د ورغلو پاکستانیانو ویزې یې لغوه کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر د ملي امنیت غونډه رابللې او د متقابل ګام ګواښ یې کړی دی.











