د اسپانیا پولیسو د پخوانیو پوځیانو یوه ډله د غلاوو په تور نیولې

پولیس

د عکس سرچینه، POLICÍA NCIAONAL/X

د اسپانیا پولیس وايي د دغه هېواد په سویلي مالاګا ولایت کې یې د ختیځې اروپا هېوادونو د پخوانیو پوځیانو یوه ډله نیولې چې ظاهرآ لوکس کورونه او دفترونه به یې لوټل.‌

د دې ډلې د مشر په اړه ویل شوي چې د البانیا دی او چارشنبه له خپلو پنځو نورو ملګرو سره نیول شوی دی.

له دغو کسانو سره ډېرې کاڼې، ګرانبیه ساعتونه، نغدې پیسې او وسلې هم نیول شوې.

ګومان دا دی چې دې ډلې شاوخوا ۷۱ لوکس کورونه او دفترونه لوټلي، چې ډېر یې په ماربېلا ښار کې دي.

پولیسو ویلي دې مشکوکې ډلې کورونو ته په ننوتلو او غلا کې لوړ مهارت درلود.‌

د پولیسو خوا په دې تړاو خپاره شوي بیان کې راغلي:

"دا چې د دغو کسانو پوځي تکتیکونه زده وو، نو د پلي او یا موټرونو کې د ګرځېدو پر مهال یې د مسیرونو په بدلولو یا په غیر متوقع ځایونو کې په درېدو سره یې له څارنې د خوندي پاتېدو او شخصي امنیت تدابیر کارول."

په بیان کې زیاته شوې "دوی [نیول شویو کسانو] دا روزنه هم درلوده چې د دیوالونو او احاطو لوړوالي ته له کتو پرته هر ډول ملکیت ته لاسرسی ومومي او په چټکه او اغېزناکه توګه عمل وکړي."

ایمیل

د عکس سرچینه، EDUCATION IMAGES/UNIVERSAL IMAGES GROUP VIA GETTY

د دې ډلې د مشر په اړه ویل شوي چې شخصآ یې په دغو ټولو غلاو کې برخه اخیستې او دا چې تل به وسله هم ورسره وه.

پولیسو هغه 'بېړیو ته د ختلو او له څارنې د بچ پاتې کېدو د لارو چارو' متخصص بللی دی.

ویل کېږي‌ دې ډلې په مالاګا، اېستېپونا او تورېمېلونوز ښارونو کې هم ځینې کورونه په نښه او لوټلي دي.

د پولیسو په وینا د لږترلږه څلورو غلاوو پر مهال فیزیکي تاوتریخوالی هم شوی دی.

امنیتي ادارې وايي یوه ځايي سوداګر ورسره د دې ډلې په نیولو کې مرسته کړې.

تر اوسه رسمآ دا نه دي ویل شوي چې د دې ډلې پاته پنځه غړي د کومو هېوادونو اتباع دي.