'ایران ته د مصنوعي نشهيي توکو قاچاق شل سلنه ډېر شوی'

د عکس سرچینه، Getty Images
ایران کې د نشهيي توکو د مبارزې مشر ویلي د روان کال لسو میاشتو کې له افغانستانه ایران ته د مصنوعي نشهيي توکو قاچاق کې شل سلنه زیاتوالی راغلی.
له نشهيي توکو سره د ایران د مبارزې د ځانګړې ادارې مشر سکندر مومني د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته ویلي د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د نشهيي توکو د کر او تولید ۹۰ سلنه مخه یې نیولي، خو دی وايي ایران د نشهيي توکو دا کموالی نه ویني.
نوموړي ویلي طالب چارواکو له ایراني لوري سره خبرو کې په دې اړه اندېښنو ته په ځواب کې ویلي چې زېرمو کې لا نشهيي توکي شته او د دې زېرمو په ختمېدو سره به ایران ته قاچاق ۹۰ سلنه کم شي.
مومني له ایرنا خبري اژانس سره خبرو کې زیاته کړې چې د روان لمریز کال لسو میاشتو کې له افغانستانه ایران ته د مصنوعي نشهيي توکو په قاچاق کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی په ځانګړې توګه مټامفټامین او شیشه.
نوموړي ټينګار کړی چې داسې باید نه وي چې دودیز نشهيي توکي کم او مصنوعي نشهيي توکي زیات تولید شي.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل د نشهيي توکو د قاچاق او مصنوعي نشهيي توکو د تولید لپاره جدي مبارزه کوي:
"د نشهيي توکو پر وړاندې زموږ مبارزې څو پړاوونه لرل، لومړی پړاو یې د کر مخنیوی دی او دې کې موږ سل سلنه بریالي یو. بل یې د قاچاق مخنیوی دی چې وخت او امکاناتو ته اړتیا لري. د قاچاق بشپړ مخنیوی سخت دی، ایران یې د ټول ځواک په لرلو بشپړ مخنیوی نه شي کولی، زموږ امکاناتو د دوی پرتله کم دي. د مصنوعي نشهيي توکو پر وړاندې هم زموږ مبارزه جدي ده او له ټولو شته امکاناتو مو کار اخیستی. د نشهيي توکو د قاچاق بشپړ مخنیوي وخت او امکاناتو ته اړتیا لري".
"طالبان د کوکنارو کښت او تولید مخنیوي کې تر ډېره بریالي وو"

د عکس سرچینه، TALIBAN GOVERNMENT
ملګري ملتونه وايي په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت او تولید مخنیوي تر ډېره بریالی وو او ۹۰ سلنه کم شوی، خو د همدې تېر کال جون میاشت کې له نشهيي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ځانګړې ادارې یوه رپوټ کې وویل چې افغانستان په سیمه کې د متامفټامین له لویو تولیدوونکو دی او د تریاکو تولید کې کمی ښايي مصنوعي نشهيي توکو لا ډېر تولید ته لار هواره کړي.
په تېره سپتمبر میاشت کې روسیې او تاجکستان هم افغانستان کې د نشهيي مصنوعي توکو د تولید زیاتوالي او قاچاق په اړه اندېښه ښودلې وه.
د روسیې د کورنیو چارو وزارت یوه بیان کې ویلي وو د طالبانو لخوا د کوکنارو پر کر کېله له بندیز وروسته د دا ډول نشهيي توکو تولید ډېر زیات شوی چې ټولیز امنیتي تړون غړو هېوادونو ته له امنیتي پلوه ګواښ دی.
دغه راز د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان د مرکزي اسیا هېوادونو سرمشریزه کې ویلي وو افغانستان کې د نشهيي توکو د تولید او د ترهګرو د فعالیت د پراخېدو له اړخه ډېرې اندېښنې لري.
نوموړي ویلي وو په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان سره سرحدي سیمو کې ۵ ټنه نشهيي توکي کشف او ضبط کړي وو چې د ۲۰۲۱ کال پر تله پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.











