روسیه: افغانستان کې د تاریاکو تولید ۸۰ سلنه کم، خو د مصنوعي نشه‌يي‌ توکو تولید ډېر شوی

میتامفیتامین

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، میتامفیتامین د کرېسټال او شیشې په نومونو هم پېژندل کېږي‌

د روسیې کورنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان لا هم د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق له اړخه د ټولیز امنیتي تړون په نامه د سیمه ییزې ټولنې غړو هېوادونو ته یو لوی امنیتي ګواښ دی.

د روسیې تاس خبري اژانس د دغه وزارت د چارواکو له خولې ویلي، چې که څه هم په افغانستان کې د تاریاکو تولید ۸۰ سلنه کم شوی، خو د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید پکې پام وړ ډېر شوی دی.

د روسیې کورنیو چارو وزارت دا خبره داسې وخت کې کړې، چې وړمه ورځ د مرکزي اسیا هېوادونو په سرمشریزه کې هم له افغانستانه سیمې ته د نشه‌يي توکو او ترهګرۍ ګواښ ته اندېښنه وښودل شوه.‌

د روسیې د کورنیو چارو وزارت لخوا خپاره شوي بیان کې راغلي چې افغانستان کې تولید شوي مصنوعي نشه‌يي توکي د ټولیز امنیت تړون غړو هېوادونو ته راوړل کېږي.‌

بیان زیاتوي چې د طالبانو لخوا د کوکنارو پر کر کیله له بندیز وروسته د دا ډول نشه‌يي توکو تولید ډېر زیات شوی چې د دغه تړون غړو ته له امنیتي پلوه ګواښ دی.

دا له لسو ورځو کمه موده کې دویم ځل دی چې افغانستان کې د مصنوعي نشه‌يي توکو د تولید په اړه اندېښنه ښودل کېږي.‌

تېره اوونۍ د جرمونو او نشه‌يي توکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې څانګې ویلي وو چې افغانستان کې د دغه ډول نشه‌يي توکو تولید په ډېره لویه پیمانه مخ په زیاتېدو دی.

ملګرو ملتونو ویلي وو په افغانستان کې د میتامفیتامین، کرېستال یا شیشې تولید یو پراخېدونکی ګواښ دی.

اوکرایین

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د کوکنارو پر کرکیله بندیز لګولی دی

دغه راز وړمه ورځ د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د مرکزي‌ اسیا هېوادونو سرمشریزه کې وویل افغانستان کې د نشه‌يي توکو د تولید او د ترهګرو د فعالیت د پراخېدو له اړخه ډېرې اندېښنې لري.

هغه ویلي وو چې تېر کال افغانستان سره سرحدي سیمو کې ۵ ټنه نشه‌يي توکي کشف او ‍ضبط شوي او دا شمېر د اوړم کال پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.‌

هغه د مرکزي اسیا هېوادونو له نورو مشرانو وغوښتل چې له افغانستانه د ترهګرو او نشه‌يي‌ توکو د ور اوښتلو پر وړاندې مبارزې لپاره یو موټی شي.

طالبانو د روسیې د کورنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو پر وړاندې لا څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ټینګار کړی چې د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې یې بریالۍ مبارزه کړې ده.

دوی وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.