اسرائیلو په غزه کې د شپږو اونيو لپاره د اوربند غځېدل تصويب کړل

اسرائيلي ځواکونه

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائيلو حکومت په لنډمهالي ډول د روژې میاشتې او د يهودانو د الفصح اختر په تړاو د راتلونکو شپږو اوونيو لپاره د غزې اوربند غځول تصويب کړي دی.

د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر د يکشنبې په شپه د مخکيني اوربند د لومړي پړاو له پايته رسېدو لږ وروسته د دې خبر اعلان وکړ او ويې ويل، "د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ځانګړي استازي سټيو ويټکاف له خوا د اوربند وړانديز له مخې، نیمايي يرغمل شوي کسان، (مړه او ژوندي) به د اوربند په لومړۍ ورځ ازاد کړل شي."

پاتې يرغمل به د دایمې اوربند له هوکړې وروسته خوشي شي.

حماس تر اوسه د اسرائیلو د دې پرېکړې په اړه رسمي نظر نه دی ورکړی.

د اسرائیلو حکومت د نتنیاهو په مشرۍ د څلور ساعته غونډې وروسته، د اوربند غځېدل تصویب کړل.

د لومړي وزير دفتر ادعا کړې، چې "حماس تر دې مهاله د ویټکاف پلان رد کړی دی." خو زیاته‌ کړې يې ده، که حماس خپله پرېکړه بدله کړي، نو اسرائیل به سملاسي خبرې اترې پیل کړي.

د امریکايي استازي پلان داسې تنظیم شوی، چې که د اوربند دوهم پړاو خبرې ناکامې شوې، نو ۴۲ ورځې وروسته اسرائيل بیا جګړه پیلولی شي.

غزه

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

د جمعې په شپه حماس اعلان وکړ، چې د اوربند د لومړي پړاو غځېدل هغه وخت مني چې امریکا، قطر او مصر د دې پخلی وکړي، چې د اوربند دوهم پړاو به عملي کېږي.

د اوربند لومړی پړاو چې د ۲۰۲۴ د جنورۍ په ۱۹مه پلی شو شوی و، د يکشنبې په شپه پایته ورسېد. د دغه اوربند له کبله ۱۵ میاشتې جګړ ودرېده او د هوکړې له مخې ۳۳ اسرائیلي او ۵ تایلنډي یرغمل خوشي شول. په بدل کې ۱۹۰۰ فلسطیني بنديان ازاد شول.

د اوربند په دویم پړاو کې د ټولو پاتې ژونديو يرغملو کسانو خوشي کېدل او له غزې د اسرائيلي ځواکونو وتل شامل دي.

د راپورونو له مخې دا مهال ۲۴ يرغمل ژوندي او ويل کېږي ۳۹ تنه نور مړه دي.

اسرائیل حکومت ټینګار کوي، چې حماس چې د اکتوبر ۷مې د بریدونو مسوولیت لري او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړي وو، وسله پر ځمکه کېږدي او په غزه تړانګه کې باید هېڅ ډول مسوولیت و نه لري. اسرائیل دغه راز تر اوسه پورې د غزې او مصر تر منځ د فلاډلفیا دهلېز هم نه دی پرې ایښي، چې باید تر شنبې پورې ترې وتلي وای.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه نېټه حماس پر اسرائيلو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ تنه يې يرغمل ونيول.

د دې په ځواب کې اسرايئلو پر غزه بريد وکړ چې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت په وينا له ۴۸ زرو ډېر کسان په کې ووژل شول.