ترکیه کې ۶ کسان د یوه افغان کارګر د وژلو او د هغه د مړي سوځولو په تور نیول شوي

ترکیه

د عکس سرچینه، DHA

ترکیه کې رسنۍ وايي، د دغه هېواد پولیسو شپږ کسان د یوه افغان کارګر د وژلو په تور نیولي دي.

رپوټونو کې راغلي چې وژل شوي افغان د سکرو په یوه 'غیرقانوني کان' کې کار کاوه.‌

ځینو رسنیو لیکلي‌، له نیولو شویو کسانو یوه منلې چې د وزیر محمد په نوم دغه افغان د کار خاوند لخوا د وهلو ټکولو پایله کې مړ شوی دی.‌

وژونکو وروسته د دې لپاره چې خپل جرم او غیر قانوني فعالیت پټ کړي، د هغه جسد د روغتون پر ځای ځنګله ته وړی او اور یې ور اچولی دی.

دا پېښه د ترکیې د شمال په زونګولداک ولایت کې شوې ده.

د سکرو هغه کان هم همدلته دی، چې وزیر محمد پکې په کار ګومارل شوی و.

له نیول شویو کسانو یوه ویلي، د هغه د مړینې خبر یې سملاسي د کان څښتنانو سره شریک کړی و خو هغوی "نه غوښتل چې روغتون ته یې ولېږدوي."

ترکیه

د عکس سرچینه، DHA

نورو سرچینو ګازت دیورا رسنۍ ته ویلي، چې "وزیر محمد تر ملا سوځېدلی و، پر مخ یې د وهل کېدو نښتې ښکارېدې، له خولې یې وینه بهېده او هډوکي یې څو ځایه مات وو."

د رپوټونو له مخې مشکوکو کسانو منلې چې دغه افغان کارګر یې په داسې حال کې چې بې سده و، په وهلو ټکولو وژلی او بیا یې جسد ته اور اچولی دی.

ترکي رسنۍ وايي چې محمد وزیر درې ماشومان درلود.

ویل کېږي چې د ښځې، ماشومانو او دوستانو په ګډون یې ۱۱ کسانو د جنازې او تدفین په مراسمو کې برخه اخیستې وه.‌