نتنياهو پوځ ته امر کړی چې له رفح د ملکي وګړو ايستلو لپاره چمتووالی ونيسي

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو خپل پوځ ته امر کړی چې د حماس پر ضد د نویو پوځي عملياتو له پيل وړاندې له جنوبي ښار رفح څخه د ولسي وګړو د ايستلو لپاره چمتووالی ونيسي.

شاوخوا يو نيم ميليون فلسطينيانو په غزه کې د اسرائيلو د عملياتو له امله په رفح ښار کې پناه اخيستې ده.

امریکا اسرائيلو ته خبرداری ورکړی چې پر رفح بريد به يو "ناورين" وي، په داسې حال کې چې اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو دواړو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

بل پلو مرستندویه ډلې هم وايي چې د ښار د ټولو اوسېدونکو ايستل ناشوني دي.

د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر د جمعې په ورځ وويل، ښاغلي نتنياهو له پوځي او امنيتي چارواکو غوښتي چې کابينې ته "د وکړو د ايستلو او د حماس د کنډکونو د ويجاړولو لپاره يو ګډ پلان وړاندې کړي. "

په بيانيه کې راغلي، "د حماس او په رفح کې د حماس د څلورو کنډکونو له منځه وړلو پرته د جګړې موخې ته رسېدل ناشوني دي."

د روانې اوونۍ په پيل کې ښاغلي نتنياهو ويلي وو، خپلو ځواکونو ته يې امر کړی چې په رفح کې عملياتو ته چمتو شي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په دې وروستيو کې يې د حماس له خوا د اوربند لپاره وړاندې شوي شرطونه رد کړي دي. بي بي سي ته معلومه شوې چې د حماس مذاکره کوونکې ډله د مصر له پلازمېنې تللې او د دواړو لوريو تر منځ خبرې په ټپه ولاړې دي.

د رفح ډېری اوسېدونکي هغه وګړي دي چې د جګړو له امله د غزې له نورو سيمو دلته کډه شوي او په خېمو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې اندېښنې

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د اروپايي ټولنې د بهرني تګلارې مشر جوزېپ بوريل د جمعې په ورځ په ټولنيزو رسنيو ليکلي، "په رفح د اسرائيلو د پوځي بريد راپورونه د اندېښنې وړ دي. دا بريد به ويجاړونکې پايلې ولري، شته ناوړه بشري وضعيت به نور هم خراب کړي."

د دې اوونۍ په پیل کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش په رفح ښار کې د "بشري ناورین" خبرداری ورکړی و.

د نوموړي ویاند سټېفن ډوجارېک زياته کړې وه، "موږ په رفح کې د ملکي خلکو د برخلیک په اړه خورا اندېښمن یوو... زه فکر کوم دا روښانه ده چې خلک باید خوندي شي، او په ورته وخت کې موږ نه غواړو چې وګړي په زور بېځايه شي."

په همدې حال د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې يونراوا مشر وايي، "په رفح کې د وېرې احساس مخ په ډېرېدو دی."

فېلېپ لزاریني په بیت المقدس کې خبریالانو ته وویل، "خلک نه پوهېږي چې له رفح وروسته کوم ځای ته ولاړ شي. د دومره وګړو په منځ کې هر ډول لوی پوځي عملیات به روانه تراژيدي نوره زياته کړي."

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

په غزه کې د حماس روغتیايي چارواکو اعلان وکړ چې د جمعې په ورځ د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۱۵ تنه وژل شوي چې اته تنه يې د رفح په ښار کې وو. اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په رفح کې د دوو ماشومانو مور چې د جګړې پر مهال شپږ ځله بېځايه شوې وايي، د اسرائيلو د بريد وېره وه خو وايي تمه لري چې دواړه خواوې به مخکې له دې چې څه پېښ شي اوربند وکړي.

هغې بي بي سي ته وویل، "که دوی رفح ته راشي، دا به زموږ پای وي، لکه مرګ ته په انتظار." موږ د تګ لپاره بل ځای نه لرو."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ویلي اسرائيلی پوځ چې هلته او بل چېرته عمليات کوي د بې ګناه ملکي وګړو خونديتوب په اړه "ځانګړي مکلفیت لري.

نوموړي وویل، "پوځي عملیات به اوس د خلکو لپاره یو ناورین وي او دا هغه څه نه دي چې موږ یې ملاتړ کوو".

د اسرائيلي چارواکو په وينا، د اکتوبر په اوومه د دې هېواد په جنوب کې د حماس بريدونو له امله تر ١٢٠٠ زيات اسرائيليان وژل شوي وو.

د حماس د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په ځواب کې پر غزه د اسرائيلو بريدونو کې، تر اوسه نژدې ۲۸زره فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړي او ۶۷ زره نور ټپيان شوي دي.