ولې په هند کې ښځې ډېرې په سرطان اخته کېږي خو ډېر سړي ترې مري؟

د عکس سرچینه، Hindustan Times via Getty Images
په هند کې ښځې ډېرې د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي، خو د دې ناروغۍ له کبله سړي ډېر مري. دا هېښوونکی خبر، په هند کې د سرطان د وروستیو ثبت شویو شمېرو پر بنسټ څرګند شوی. په هند کې د سرطان ټولې پېښې چې ثبت شوې دي نیمایي په ښځو کې دي، خو د مړينې ډېره برخه بيا د سړيو ده.
د سرطاني څېړنو نړیوال صندوق د شمېرو له مخې، هند په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره توپير لري. په ۲۰۲۲م کال کې په نړۍ کې د هر سلو زرو کسانو له ډلې شاوخوا ۱۹۷ په سرطان اخته شوي وو. په دوی کې د سړيو شمېر ډېر یعنی ۲۱۲ و او د ښځې شمېر کم ۱۸۶ وو.
په ۲۰۲۲م کال کې په نړۍ کې نږدې ۲۰ میلیونه کسان پر سرطان ناروغۍ اخته شوي وو چې شاوخوا ۱۰،۳ میلیونه یې په نارینه او ۹،۷ میلیونه یې ښځې وې. د امریکا د سرطاني ناروغیو اړوند ټولنې په وینا په متحده ایالاتو کې، د سرطان له امله د مړینې کچه د نارینه وو او ښځو لپاره نږدې مساوي ده.
په هند کې په عام ډول ښځې د سينو، رحم او رحم اړوند په سرطانونو اخته کېږي. په دغه هېواد کې په ښځو کې چې سرطانونه تشخیص شوي، ۴۰ سلنه یې د رحم سرطان دی.
د رحم سرطان زياتره د انساني پاپيلوما ويروس (HPV) له ډولونو سره تړاو لري. خو د سينو او د رحم اړوند نور سرطانونه زياتره له هورمونونو سره تړلې دي. د دغو سرطانونو ډېرېدل د ژوند له بڼې سره هم اړیکه لري. لکه په پاخه عمر کې له مېندوارۍ، ماشوم ته د شيدو له لږ ورکولو، چاغښت او کم فعاله اوسیدو سره. دا هغه څه دي چې په سرطانونه د ښځو د اخته کېو لاملونه ګڼل شوي دي.
(HPV یو عام ویروس دی چې د بدن پوستکی او حجرو په ګډون خوله، ستونی او تناسلي ارګانونه پرې اخته کېږي.)
په سړيو کې تر ټولو عام سرطانونه د خولې، سږو او پروستات دي. له سګرېټو او نسوارو ډډه کول په دغو سرطانونو، په ځانګړې ډول د خولې او سږو په سرطانونو د اخته کېدو چانس ۴۰ سلنه را کموي.
په هند کې ولې د نارینه وو پرتله ډېرې ښځې په سرطانونو اخته کېږي، خو ترې نارینه ډېر مري؟
شاید په دغه هېواد کې په ښځو کې سرطانونه ژر تشخيص کېږي او دا ښایي یو لامل وي، یا دا چې د سړيو سرطانونه ډېر خطرناک وي؟ بل کېدای شي د نارینه وو عادتونه، لکه سګريټ څکول او نسوار کول هم په دوی کې سرطانونه پیدا کېږي او بیا ترې مري؟ یا کېدای شي په هند کې د نارینه وو او ښځینه وو لپاره د سرطانونو د درملنې، په اړه یې د پوهاوي کچې او اسانتياوو ترمنځ توپير وي.

د عکس سرچینه، Gautam Bose
د پوهاوي کمپاینونه او د درملنې د اسانتياوو ښه کېدل دا معنا لري چې په ښځو کې ډېری سرطانونه ژر تشخیص شي. څومره چې ژر د سرطان تشخیص وشي، په هماغه اندازه یې درملنه ژر کېدای شي او پايلې یې ښې وي. ځکه د ناروغۍ د څرګندېدو ترمنځ وخت اوږد وي. همدا لامل دی چې د ښځو د مړينې کچه ټېټه ده.
خو د سړيو لپاره حالت خراب دی. په هغوی کې ډېری سرطانونه د ژوند له عادتونو سره تړلي دي، لکه سګرېټ څکول او الکول څښل چې دواړه خطرناک دي او د درملنې په وړاندې مقاومت کوي.
ډېری نارینه د سرطان مخنيوي لپاره عمومي معاینات نه کوي،، خو کله چې ډاکتر ته مراجعه وکړي، نو هغه مهال ډېر ناوخته شوی وي. د دې هر څه پايله دا ده چې په نارینه وو کې د سرطان له امله د مړينې کچه لوړه ده. په داسې حال چې نارینه د ښځو پرتله په سرطانونو کم اخته کېږي.
روي مهروترا، چې د سرطان متخصص او د روغتيا نوښت او پاليسۍ مرکز مشري کوي، وايي: "د ښځو روغتيا د عامه پوهاوي کمپاین يوه مهمه برخه ده او بله دا چې د نارینه وو پرتله ښځې خپلې روغتیا ته ډېر پام کوي. د پوهاوي د کچې لوړوالی او پر وخت د معایناتو کولو پایله دا ده، چې سرطان ژر تشخیص شي."
ښاغلی مهروترا زياتوي: "ښځې د تناسلي الې او سیستم د روغتيا کتنې په موخه ډېرو امکاناتو ته لاسرسی لري. هغوی کله، نا کله د خپلې روغتیا عمومي معایناتو لپاره ډاکتر ته ځي، خو ډېری نارینه د ښځو برعکس دي، یعنی کېدای شي دوی په کلونو، کلونو ډاکتر ته ولاړ نه شي."
خو اصلي کيسه یا راز هغه وخت څرګند شو، چې په هند کې د سرطان اړوند شمېرې اعلان شوې. د ۴۳ ثبت شويو مرکزونو معلومات ښيي، په دغه هېواد کې له هر سلو کسانو له ډلې ۱۱یې د ژوند په اوږدو کې په سرطان د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دي.
خپرې شوې شمېرې ښيي، په ۲۰۲۴م کال کې په هند کې یو اعشاریه شپږ پنځوس ميليونه کسان په سرطان اخته شوي وو، چې له ډلې یې ۸۷۴۰۰۰ کسان مړه شوي دي.
د هند شمال ختیځ غرنیو او نسبتا لېرې پرتو سیمو کې ډېر خلک په سرطان اخته کېږي او د میزورام په ایزول ولسوالۍ کې د هند نورو برخو پرتله سرطان هلته دوه برابره د خلکو ژوند ګواښي.
ډاکتران وايي، د دې لوی لامل د ژوند بڼه ده. د اسام د کاچار سرطان روغتون مشر، ډاکټر روي کنن وايي: "باوري يم، دلته د ډېرو سرطانونو اصلي لامل د خلکو د ژوند بڼه ده، ځکه خلک ډېر سګرېټ څکوي او نسوار کاروي.
په بارک دره کې زياتره خلک نسوار کاروي. له دې درې يوازې ۲۵ کيلومتره لیرې په ميزورام کې بیا سګرېټ ډېر څکول کېږي، ورسره الکول څښل او د غوښې پخولو طريقې هم هلته په سرطان د اخته کېدو خطر ډېروي. د سرطان کوم ځانګړی جين په دغو سیمو کې نشته او مېراثي سرطانونه هم هلته د نورو سيمو پرتله زيات نه دي."
پر سرطان د اخته کسان د شمېر ډېرېدل يوازې د هند په شمال ختيځ پورې محدود نه دی، بلکې د هند تر واک لاندې کشمير کې هم ډېر سړي د سږو پر سرطان اخته کېږي. په حيدراباد کې ښځې بیا تر ډېره د تیو پر سرطان اخته کېږي او په پلازمېنه ډیلي کې سړي د نورو سيمو پرتله د سرطان په ټولو ډولونو ډېر اخته کېږي.
د ۱۴ مرکزونو ثبت شوې شمېرې ښيي، د سړيو ترمنځ د خولې سرطان ډېر شوی او په ښځو کې هم دا ډول سرطان د پخوا پرتله څلور سلنه زیات شوی دی.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
سرطان د نړۍ تر ټولو عامه او هم تر ټولو نابرابره ناروغي ده. هغه توپيرونه چې د هند د ايالتونو ترمنځ لېدل کېږي، لامل یې جغرافیې وېش، عاید او درملنې ته لاسرسی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، په شتمنو هېوادونو کې، له هرو ۱۲ ښځو يوه یې د ژوند په اوږدو کې د سينو په سرطان اخته کېدای شي، خو په هرو ۷۱ کې یې یوازې یوه ترې مري.
په بېوزلو هېوادونو کې وضعیت برعکس دی: په هرو ۲۷ مېرمنو کې د يوې د سينو سرطان تشخيص کېږي، خو په هرو ۴۸ کې یې يوه د دې ناروغۍ له امله مري.
ايزابېل سورجوماتارام، چې د سرطان د څار نړيوالې ادارې (IARC) مرستياله مشره ده، وايي: "هغو هېوادونو، چې لږ پرمختګ یې کړی وي، د هغو هېوادونو پرتله، چې ډېر پرمختللي دی، هلته د ښځو د سینو سرطان د تشحیصولو امکانات ۵۰ سلنه کم دي. ځکه نو په بېوزلو هېوادونو کې د سرطان د ناروغۍ ناوخته تشخيص کېږي او د ښې درملنې د نشتوالي له امله هلته د مړينې خطر او کچه هم زیات دی."
ځیني نور توپيرونه هم شته. د بېلګې په توګه، د امریکا د اصلي اوسیدونکو ترمنځ د سرطان له امله د مړينې کچه تر ټولو لوړه ده. دوی د پښتورګو، ځیګر (ینې)، معدې او د رحم د سرطانونو په سبب د سپين پوستو پرتله له دوو نیولې تر درې برابره ډېر مري.
د امريکا د سرطاني ناروغیو اړوند ټولنې په وينا، په تور پوستو کې د پروستات، معدې او رحم سرطانونو له امله د مړينې کچه د سپين پوستو پرتله دوه چنده زیاته ده.
په هند کې نه یوازې دا چې پر سرطان د اخته کشانو شمېر ډېر شوی، بلکې پېچلې شوې هم ده. هلته ثبت شوي شمېرې ښيي چې هندي ټولنه د بدلېدو په حال کې ده. د ژوند اوږدېدل، د ژوند د بڼې بدلېدل او چاپېريالي ستونزو د هندیانو روغتيا ته خطرونه ډېر کړي دي.
له دې ټولو ستونزو او بدلونونو ترڅنګ بیا هم ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي، ځواب یې که هر څه وي، خو د اوس لپاره په هند کې د سرطان مخنيوی، ژر تشخيص او د ژوند بڼې بدلون لپاره بېړني ګامونو اخیستلو ته اړتیا ده.











