یو ځوان خپلې مور لپاره چې په سرطان اخته وه پر بایسکل ۲۵۰۰ کیلومتره سفر کوي

د عکس سرچینه، University of Bristo
هغه محصل چې مور یې د تیونو سرطان په ناروغۍ اخته ده، د سرطان درملنې یوې خیریه ټولنې لپاره د عامه پوهاوي په موخه نهو هېوادونو ته پر بایسکل سفر کوي.
د برېتانیا بریسټول سیمې ۲۲ کلن جیسفر هارتیکاینن د پوهنتون دویم کال محصل و، چې یوه ورځ یې مور ورته د ټیلیفون له لارې د تیونو سرطان پر ناروغۍ د اخته کېدو وویل.
ډاکترانو څو ځله د جیسفر د مور یوهانا جراحي عملیات او راډیوترافي درملنه کړې او اوس یې روغتیا ښه ده.
جیسفر وايي، هوډ لري، چې د تیونو سرطان مخنیوي او درملنه کې د مرستې په موخه پر بایسکل د نهو هېوادونو له نژدې ۲۵۰۰ کیلومتره لارو تېر شي.
دی وايي: ''ښه مې یاد شي، د ناستې په خونه کې وم، چې مور مې زنګ وواهه او راته یې وویل، چې د تیونو په سرطان اخته ده.''
هغه زیاته کړې، زړه ماتی او ناهیلی شوم.

د عکس سرچینه، University of Bristo
جیسفر وايي، له بریسټول پوهنتونه به په اقتصاد کې د سند له ترلاسه کولو وروسته په راتلونکې جولای میاشت کې خپل بایسکل سفر ته چمتو کړي.
دی وايي، په دې سفر کې به له فرانسې، بلجیم، نېدرلنډ، جرمني او ناروې تېر شي او د فنلنډ په هلسنکي کې به د نوموړي سفر پای ته ورسېږي، چې د کورنۍ ډېری غړي یې پکې مېشت دي.
د جیسفر مور چې په یوه بانک کې د مدیرې په توګه کار کوي، وايي، پر خپل زوی ''خورا ډېره ویاړي''.
دا وايي: ''هیله مې دا ده، چې د ده دا نوښت به د ناروغۍ د ژر معایناتو او تشخیص په هکله عامه پوهاوی ډېر کړي، چې د تیونو سرطان ناروغي ژر معلومه او درملنه یې ورسره اسانه شي. "











