د افغانستان ۱۹ کلنو نیپالي سیالانو ته لویه ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي
د نيپال په کټمنډو کې د کرېکټ د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې د افغانستان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې خپلې سیالې نيپالۍ لوبډلې ته په ۱۳۰ منډو لویه ماته ورکړه.
افغانستان په خپله پاڼۍ کې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۰ منډې جوړې کړې وې او نيپال ته یې ۳۰۱ منډې هدف ټاکلی و.
خو د نيپال ټوله لوبډله په ۴۶م اور کې وسوځېده او ایله یې ۱۷۰ رنزونه وکړای شول.
د نيپال له لوري یوازې نیراج کومار یادو تر ټولو ډېرې ۵۳ منډې جوړې کړې او ورپسې سنتوش یادو او اشوک دامي ۲۴ رنزونه وکړای شول خو نورو یوه هم منډې شل نه شوې کړای.
د افغانستان لخوا وحید الله ځدراڼ، زیت الله شاهین او لوبډلمسشر محبوب تسکین د نيپال دوه دوه او عبدالعزیز، نصرت نورستاني او نظیف الله امیري یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې څنګه لوبه وکړه؟

د عکس سرچینه، ACB
د لوبې پچه افغانستان وګټله او پخپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
که څه هم د افغانستان د سر توپوهونکی یا اوپنر عزیر الله نیازی په ۲۴ منډو وسوځېد خو ملګري لوبغاړي یې فیصل شینوزاده ښه لوبه وکړه او په ۸۸ توپونو یې ۹۷ رنزونه وکړل. ده څلور شپږیزې او نهه څلوریزې ووهلې خو سلیزه یې پوره نه شوه کړای او د نيپالۍ لوبډلې د سنتوش یادو په توپ د بیشوا کرما له لوري کېچ اوټ شو.
خالد احمدزي هم د افغانستان منډو یا سکور ته په ۱۰۷ توپونو ۷۶ منډې ور زیاتې کړې.
لوبډلمشر محبوب تسکین لس نه کړې او په نهو منډو وسوځېد.
برکت ابراهیمزي ۳۵ او عزیز الله میاخېل ۲۱ منډې جوړې کړای شوې.
د نيپال له لوري سنتوش یادو د افغانستان درې، ابیشېک تیواري دوه او دیانند منډال او بيپين شرما یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د عکس سرچینه، ACB
د یادولو ده چې دا د افغانستان او نيپال د کم عمره یا ۱۹ کلنو لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو لوبو لومړۍ نارسمي لوبې دي.
ټاکل شوې افغان لوبډله به په دې لړۍ کې د نيپال پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ وکړي.
دا لوبلړۍ به د روانې اپرېل میاشتې تر نهمې نېټې روانه وي چې لومړۍ لوبه یې نن پنجشنبه (اپرېل ۳مه) د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې روانه ده.
دوه پاتې لوبې یې یوه د اپرېل پر شپږمه او بله د همدې میاشتې پر نهمه نېټه ترسره کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د دې لوبلړۍ تر څنګ به افغان لوبډله د ۱۹کلنو لوبډلو د نړیوال جام لپاره د غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي.
په پام کې ده د را روان نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې لوبې هم د همدې اپرېل میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې په نیپال کې ترسره شي.











