تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د طالبانو مشر ته نژدې کس ملا شیرین اخوند نژدې راتلونکې کې پاکستان ته ځي'
ښکاري چې پاکستان ته د طالبانو د حکومت او کابل ته د سیاسي – مذهبي څېرو له رازونو ډک سفرونه او راشه درشه د دواړو لورو تر منځ په اړیکو کې د وروستي کړکېچ کمولو لپاره ده خو دواړو خواوو لا په دې اړه له خلکو او رسنیو د دغو سفرونو معلومات پټ ساتلي.
پرون "ډان" پاکستانۍ ورځپاڼې خبر ورکړ چې د طالبانو مشر ته نږدې کس چې د کندهار لپاره د طالبانو د حکومت والي هم دی د پاکستان او طالبانو د حکومت تر منځ اړیکو ښه کولو لپاره په څو ورځو کې د پاکستان پلازمينې اسلام آباد ته ځي.
د ورځپاڼې له قوله چې هغه به هلته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتي ادارې له چارواکو سره ګوري او خبرې کوي.
بي بي سي هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت غبرګون ولري خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په دې اړه معلومات کوي او له هغې وروسته نظر څرګندوي.
ډان ورځپانې د ملا شیرين آخوند سفر مهم ارزولی او لیکلي یې دي چې هغه د طالبانو مشرتابه ته نږدې کس دی او د طالبانو په رهبرۍ او مهمو چارو کې د ښکېلتیا په خاطر مهم شخص دی.
پاکستاني رسنۍ هغه هېواد ته داسې مهال د دغه طالب چارواکي د ورتګ خبر ورکوي چې له دې وړاندې یادو رسنیو د پاکستان د یوه سیاسي ګوند مشر فضل الرحمن ته د طالبانو د رسمي بلنې خبر ورکړی و او د راپورونو له مخې ټاکل شوې نوموړی به د جنورۍ پر درېیمه کابل ته لاړ شي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم دغه پاکستاني مذهبي او سیاسي حزبي مشر ته د خپل حکومت بلنه تأیید کړې وه خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي چې هغه به له چا چا سره ګوري او پر کومو موضوعاتو ټاکلې د دوی حکومت خبرې ورسره وکړي.
خو ښاغلي مجاهد ویلي وو چې دوی غواړي د پاکستان خلک د طالبانو د حکومت له نیت او ارادې خبر کړي.
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت لخوا د هغه بلل کېدل او افغانستان ته یې سفر یوازې د یوه شخص شخصي بلل کېدل بللي وو، خو تازه پاکستانیو رسنیو راپور ورکړی چې له هغه سره به په دې سفر کې نور علما هم ګډون لري.
د دغو ورځپاڼو د راپورونو له مخې ټاکلې چې د دوی خبرې د پاکستاني طالبانو پر موضوع ورټولې وي.
پاکستان ادعا کوي چې ټي ټي پي د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت بیا بيا رد کړې.
تازه د پاکستان جیونیوز خبري شبکې خبر ورکړی چې د دغه هېواد د پوځ د مطبوعاتو له قوله راپور ورکړی چې د افغانستان له خاورې په شمالي وزیرستان کې په یوه پوسته برید کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی.
دغه بنسټ دا ادعا هم کړې چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته د پټو ور اوښتو پر مهال د دوی په ټکو درې ترهګر وژل شوي.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې تړاو څه نه دي ویلي خو په ټولنیزو رسنیو کې داسې تصویرونه خپاره شوي و چې ګنې په زابل کې د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې په یوه برید کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.